مرموز مرګ؛ په غزني کې د يوې ښځينه نرسې زندی شوی جسد موندل شوى

۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې، د یوې ښځینه نرسې د مرموزې وژنې خبر ورکوي.
پدې ولسوالۍ کې يوه سرچينه وايي، چې ددې نرسې مړى، سه شنبه (غوایي ٢٦مه) له غرمې مخکې، ددې ولسوالۍ د مرکز په (غجور) سيمه کې موندل شوى دى.
ددې روغتیايي کارکونکې نوم (نازدان) دی او جسد داسې حالت کې موندل شوی، چې پر غاړه یې د رسۍ نښې لېدل کېږي.
که څه هم د هغې جسد د نورو څېړنو لپاره، د کابل عدلي طب ته لېږدول شوی، خو لا هم نه ده څرګنده چې ددغې ښځینه نرسې، مړینه څنګه رامنځته شوې ده.
دا پداسې حال کې ده، چې سرچینې په دې قضیه کې د ځانوژنې احتمال ردوي.
په ورته وخت کې، غزني کې د طالبانو امنیتي چارواکو د دې ښځې خاوند، د هغې د وژنې په تور نیولی دی.
نازدان، ۲۷ کلنه وه او د غجور بازار په یوه روغتیايي مرکز کې یې، د رضاکارې په توګه کار کاوه.
ددغې ښځې جسد موندلو، په دې اړه ګنګوسې زیاتې کړې، چې په دې وروستیو کې، د مېرمنو مرموزې وژنې او ځانوژنې زیاتې شوې دي.
په تازه پېښو کې، په فاریاب ولایت کې، د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې، دوو مېرمنو ځانوژنې کړې او دغه راز تېره اوونۍ په پکتیکا کې، یوې مېرمنې د خپل مېړه سر غوڅ کړ او یوه بله مېرمن په روزګان ولایت کې، د خپل لیوره لخوا، وژل شوې ده.