نبیل: په افراطي او منځلارو د طالبانو ویشل سم کار نه دی

۸صبح، کابل: د افغانستان د ملی امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایی، هره هغه هڅه چې طالبان په افراطیانو او منځلارو وېشی او یا د طالبانو د فکر د بدلون هیله لري، غلطه ده.
نبیل پنجشنبه د مرغومي پر اتمه نېټه په خپل ټویټر ولیکل، چې د طالبانو د بدلون تمه د هغه تواهم تکرار دی چې له دغې ډلې سره د دوحې د تړون د لاسلیک پر مهال رامنځته شوی و.
رحمت الله نبیل زیاته کړه چې د طالبانو په نظام کې د قدرت اهرام په دریو برخو ویشل شوی دی: د اهرام پورتنۍ طبقه، منځنی طبقه او د اهرام بنسټ. د نبیل په وینا، د تصمیم نیولو ډله د طالبانو د ځواک په سر کې ده، چې د ملا هبت الله په ګډون له سخت دریځو دیوبندیانو جوړه ده.
نبیل وویل د طالبانو منځنۍ برخه د یو شمېر وزیرانو او مرستیالانو جوړه ده، د نبیل په وینا چې دوی هڅه کوی له نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو لاره پرانیزی.
د نبیل په ډلبندۍ کې، عادي جنګیالي چې د طالبانو د جګړې ماشین جوړوي، د طالبانو د ځواک د اهرام بنسټ دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر ویلي دي، چې دغه جنګیالي له شلو کلونو راهیسې د تمدن او پرمختګ پر ضد تربیه شوي دي.
نبیل دې نتیجې ته رسیدلی: «د یوې پوځي او ترهګریزې ډلې په توګه د طالبانو تکیه د جګړې په ماشین یا د اهرام په بنسټ باندې ده چې په بشپړه توګه د اهرام د مشر په اختیار کې ده. »
نبیل همداراز زیاته کړه، چې طالبان به هېڅکله بدلون ونه مومي، بلکې دوی په دې لټه کې دي چې افغانستان په یوه نه بدلیدونکي تور سوري بدل کړي؛ هغه تور سوری چې د هغه په وینا، د نورو ګټې پکې تامین شوي وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د همدې موخې لپاره د طالبانو ډله په «خدای ورکړي هېواد» کې واک ته رسول شوي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي و، چې که دغه ډلې آبادي او تمدن غوښته، نو اسامه بن لادن به یې امریکا ته سپارلی وای.