۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته د دې پېښې په تړاو درې احتمالي سناریوې مطرح کړې دي.
رحمت الله نبیل سه شنبه د زمري پر ۱۰ خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د القاعدې شبکې پر مشر د سراج الدین حقاني اړوند کور کې برید شوی دی او د هغه مېلمستون هم د القاعدې د مشر د اوسېدو ځای ته نږدې دی.
ښاغلي نبیل ویلی، داسې شونتیا شته، چې حقانیانو د جنرال قمر باجوه او ای اس ای په مرسته له تور نوملړ څخه د وتلو او له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ایمن الظواهري د اوسېدو د ځای په اړه امریکا ته معلومات ورکړي وي.
د ملي امنیت پخوانی رییس په دغو ګومانونو کې وایي، د ملابرادر او ملا یعقوب اړوند ډلو، چې د کوېټې له شورا څخه ملاتړ کوي، ښایي د حقاني شبکې له پرمختګونو د مخنیوي لپاره د القاعدې شبکې د مشر د اوسېدلو ځای په اړه امریکا ته معلومات ورکړي وي.
رحمت الله نبیل په درېیم اټکل کې ویلي، چې ښایي د پاکستان پوځ د ایمن الظواهري د اوسېدو ځای امریکایانو ته ښودلی وي. نبیل دغه ګومان ضعیف بللی دی.
رحمت الله نبیل لومړنی کس و، چې تېره ورځ یې د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکایۍ بې پيلوټه الوتکې د برید په اړه خبر ورکړ.