نبیل: ملا برادر مسموم شوی دی

۸صبح، کابل: د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ويلي دي، چې د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر مسموم شوی دی.

نبيل د پنجشنې پر ورځ، د لړم پر ۲۵مه؛ د طالبانو د سرچينو له خولې پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې ملا برادر مسموم شوی او د درملنې لپاره دوبۍ ته لېږدول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

تېرکال هم د ټولنيزو شبکو کاروونکو د طالبانو په خپل منځي نښته کې د ملا برادر د ټپي کیدو خبر ورکړی و، خو طالبانو دا خبر هسې ګنګوسه بللې وه.

Back to top button