۸صبح، کابل: د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د طالب مشرانو له لوري د طالبانو د بنسټګر د مرګ په تړاو له څرګندونو وروسته ویلي، چې د ملا عمر د تدریجي مرګ لامل آیاسآی او اختر منصور دی.
نبیل په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د ملا عمر له مړینې دوه میاشتې وروسته د ملي امنیت له لوري باوري اسنادو وښوده، چې ملا محمد عمر په تدریجي ډول د آیاسآی په همکارۍ د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور له خوا وژل شوی دی.
د نبیل په خبره، په دې تړاو ذاکر قیوم، ملا حسن اخند، ملا عبدالحکیم اخند، ملا منان اخند او یو شمېر نور طالب مشران خبر دي.
وړمه ورځ د ملا محمد عمر نهم تلین کې وویل شول، چې د نوموړي د مرګ لامل توبرکلوز ناروغي وه.