نبیل: د طالبانو د په رسميت پېژندلو وړانديز د بشري حقونو ناقضانو او د ترهګرو ملاتړو ته امتياز ورکول دي

۸صبح، کابل: د طالبانو د په رسميت پېژندلو په اړه د غونډې بللو په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد له څرګندونو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت پخواني رحمت‌الله نبیل ويلي، چې دا کار د بشري حقونو ناقضانو او د ترهګرو ډلو ملاتړو ته د امتياز ورکولو په مانا دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئيس دا خبره، د چارشنبې په ورځ ( د وري په ۳۰مه) په يو لړ ټویټونو کې کړې ده.

نبیل د افغانستان د قانوني دولت په توګه د طالبانو په رسميت پيژندل د ډېرې اندیښنې وړ ګڼلی.

هغه ليکلي: « د افغانستان د قانوني دولت په توګه د طالبانو په رسميت پيژندل، له هغو ښځو او اقلیتونو سره خیانت دی، چې د دوی تر واکمنۍ لاندې ځوريدلي دي.»

د افغانستان دغه مخکيني امنیتي مقام ټينګار کړی، چې د طالبانو هر ډول په رسميت پيژندل بايد د بشري حقونو له رعايت سره مشروط وي.

پر افغانستان د طالبانو د څه باندې ۲۱ مياشتې واکمنۍ په موده کې، دغه ډله د ملګرو ملتونو له لوري بیا- بیا د بشري حقونو په نقض تورنه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د په رسميت پېژندلو په اړه د امینه محمد څرګندونې په پراخه کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button