ننګرهار: یوه خیریه بنسټ د معتادینو د درملنې مرکز جوړ کړی

٨ صبح، ننګرهار: که څه هم په افغانستان کې پر نیشه یي توکیو د روږدو کسانو د درملنې په موخه نیږدې په هر ولایت کې د روږدو د درملنې مرکزونه فعال دي، خو په ننګرهار کې یوه خیریه بنسټ له نورو سره په توپیر د معتادینو د درملنې وړیا مرکز جوړ کړی.
د اخلاص خیریه بنسټ مسوولین وایي، په کور دننه او بهرو هېوادوالوسره یې تر سلا مشورو وروسته دې کار ته ملا تړلې، چې تر اوسه یې لسګونه روږدو ته درملنه کړې او لسګونه نور تر درملنې لاندې دي.
ددې بنست مسوول ابراهیم باوري وایي، په دې برخه کې ورسره بهر مېشت افغانان مرسته کوي او له دې چارې یې موخه پر نشه یي توکیو روږدو ته روغ ژوند او په ټولنه کې د مناسب ځای پیدا کول دي.
دی زیاتوي، که د روږدو د درملنې په برخه کې ورسره مرستې زیاتې شي چمتو دی، چې د معالجه کیدونکو کسانو شمېر سلګونه تنو ته ورسوي او څلور سوه بستریز روغتون ورته جوړ کړي.
باوري وویل: «شاوخوا پینځه میاشتې کېږي، چې موږ د معتادینو د درملنې مرکز جوړ کړی. تر اوسه مو د ٥٥ معتادینو درملنه کړې او ٤٥ نور تر تداوۍ لاندې دي. ددوی ټول مصارف اخلاص خیریه بنسټ پر غاړه اخېستي او په دې برخه کې بهرنیو ملکونو کې مېشت افغانان مرسته کوي. که موږ سره همکاري زیاته شي، راتلونکې کې به د معتادینو د درملنې لپاره څلور سوه بستریز روغتون هم جوړ کړو.»
د روږدو د درملنې لپاره د خیریه بنسټ په دې مرکز کې تر درملنې لاندې معتاد او دوو مېرمنو خاوند فضل محمود چې یاد مرکز ته د خپلې کورنۍ له لوري راوستل شوی وایي، له لسو کلونو راهیسې یې نشه یي توکي کارول.
نوموړی خوښ دی چې په دې مرکز کې یې د بدن زهري مواد په پاکېدو دي.
فضل محمود زیاتوي، تر دې وړاندې یې په دولتي روغتونونو کې د درملنې دورې تېرې کړي، خو د مسوولینو د نه پاملرنې له امله نه رغېدلی نه و او بېرته یې نیشو ته مخه کړې وه.
نوموړی ډاډ ورکوي، چې د روانې درملیزې دورې تر بشپړېدو وروسته به خپلې کورنۍ سره یو ځای کېږي او بیا به نشې ته مخ نه اړوي.
فضل محمود وویل: «زما عمر ٣٥ کاله دی. زه دوه ښځې لرم او دواړه مې په مینه کړي، له دواړو ښځو اته اولادونه لرم. لس کاله کېږي، چې نشې مې کولې. ما له دې مخکې هم د تدواۍ مرکزونو کې دورې کړي، خو هلته یې سمه توجه نه کوله او بېرته پرې راتلم. اوس خوشاله یم چې له څلورو میاشتو راهیسې د اخلاص خیریه بنسټ د معتادینو په شفاخانه کې مې تداوي روانه ده. الحمد لله اوس روغ جوړ یم او نور به پخیر خپل فامیل سره یو ځای کېږم او هېڅکله به دې بدې لارې ته ونه ګورم.»
محمد یوسف بیا پر نشه یي توکیو د روږدیتوب لامل د خپل څنګ ملګري یاد کړل، چې دی یې دغې لارې ته سوق کړی و.
دی وایي، نوي ځوانان باید د خپلې ملګرتیا لپاره سیال کسان غوره کړي او له هغوی سره له ناستې ډډه وکړي، چې خپل ملګري د نیشو پر خونړي سیند سپاري.
محمد یوسف زیاته کړه: « زه خپلو نږدې ملګرو نیشه یي کړم. هغوی زما ژوند تباه کړی، هغوی زما نږدې ملګري نه دښمنان دي. خلک باید سمو کسانو سره وګرځي، چې حال یې زما په شان نه شي.»
د ننګرهار د عامې روغتیا لپاره د طالبانو واکمنان د یاد شوي خیریه بنسټ دغه ګام ستایي او پر نورو خیریه بنسټونو هم غږ کوي، چې د روږدو د درملنې په برخه کې دې د روغتیایي سکتور مرسته وکړي.
د دې ریاست مطبوعاتي مسوول نقیب الله رحیمي وایي، چمتو دي، چې له دغه بنسټ سره د روږدو د لا ښې درملنې په موخه له سلا مشورو نیولې تر نورو امکاناتو د روږدو د درملنې وړیا مرکزونو سره مرستې وکړي.
رحیمي وویل: « مونږ د اخلاص خیریه بنسټ دغه ګام ستایو او له نورو هم غوښتنه کوو، چې د معتادینو په درملنه کې له موږ سره همکاري وکړي. موږ چمتو یو چې دوی سره تر خپلې وسې مرسته وکړو.»
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د نیشه یي توکیو پر وړاندې د جدي مبارزې او د معتادینو د پراخې درملنې ادعاوې کوي. خو خلک د دوی له لوري د معتادینو د وهلو ډبولو ویډیوګانو ته په اشارې وایي، چې د طالبانو دغه چلند ناوړه او غیر انساني دی.
د دوی په باور، د بشري حقونو مدافع بنسټونه باید د نورو افغانانو تر څنګ د معتادینو پر وړاندې هم د طالبانو د چلند خلاف غږ پورته او د دغو کسانو د درملنې او ژغورنې لپاره د بدیلو لارو په توګه خیریه بنسټونو او موسسو سره مرستې وکړي.