ننګرهار: د ګډې کرنې نوي سيستم د سبزيجاتو په حاصلاتو کې زياتوالی راوستی

زمان سهيل

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ رياست وایي، سږ کال کروندګرو ته د ګډې کرنې سیستم د تېرو کالونو په پرتله زیات حاصلات ورکړي دي.

چارواکي وایي، دا سیستم داسې جوړ دی، چې په یو وخت او فصل کې کروندګر په کروندو کې دوه یا درې ډوله سبزیجات کري او په یو مهال حاصل ورکوي.

د ننګرهار کرنې رئیس انعام الله ساپي ۸صبح ته وويل، چې تېر کال په ازمايښتي ډول ګډې کرنې څخه ۴۸۴ ټنه د سبزيجاتو حاصل تر لاسه شوی.

انعام الله ساپی وایي: د ” CDRRP برنامې له لوري تېر کال د کرېلو او تُريانو ګډې کرنې يا چيله يي سيستم په واسطه له ۱۰۰ ننداريزو قطعو څخه ۴۸۴ ټنه د سبزۍ حاصل اخیستل شوی چې ترې پنځه ميليونه او ۵۱۶ زره افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی. “

د هغه په خبره، سږکال په دې ولايت کې پياز، روميان، تور بانجان، مرچ، فاصليه او لوبيا ګډ کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله يې په حاصل کې څو برابره زياتوالی راغلی.

ننګرهار کې کروندګر هم د کرنې له دا وړ سیستمه خوښ دي، چې په یو مهال له کروندو ډېر کښت ترلاسه کوي.

د بهسودو ولسوالۍ یو کروندګر، وارث خان چې همدا ډول کرنه یې کړې ۸صبح ته ویلي:” دا خو ډېره ګټه کوې مونږ ته ځکه هم مو مرچ کرلي، هم بانجان او هم رومیان دا ټول په یو وخت راوځي نو ډېر ښه دی، لږ کړاو یې ډېر دی ځکه په وخت باید سرې، اوبه او نور حفاظت یې وشي.”

د ننګرهار کرنې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې ولايت بهسود، کامې او کوز کونړ ولسواليو کې د چېله یي سیستم، ګډې یا منځنې کرنې په برخه کې د مېرمنو په ګډون ١٠٠ تنو ته د کرلو، اوبو لګولو وختونو پېژندلو، سرې ورکولو او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه ورکول شوې ده.

دوی وایي، دې روزل شویو کروندګرو ته، تخمونه، کاري وسايل او درمل هم ورکړل شوي دي.

د دې ادارې مسؤلین ډاډ ورکوي، په نږدې وخت کې به د ګډې کرنې پنځوس نورې قطعې هم جوړې شي، چې د له یوې خوا به حاصلات ډېر او بل لوري به د کروندګرو اقتصاد کې مهمه ونډه ولري.

ورته لیکنې

Back to top button