ننګرهار: ځانګړو ځواکونو دره نور کې د داعش مهم غړی نیولی

ختیځ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو «صفر۲» قومانداني وایي د ننګرهار ولايت دره نور کې یې د داعش ډلې مهم غړی نیولی.
د دې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ۸صبح ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د یادې ولسوالۍ “املې” سیمه کې ځانګړي شپني عملیات کړي.
دوی وایي، نیول شوی کس یوسف خان نومېږي او د داعش ډلې د ترور او اختطاف مسؤل ؤ چې کابل او ننګرهار کې يې د داعش ډلې لپاره دولتي او شتمن کسان ترور کول.
د معلوماتو له مخې نیول شوي کس سره يوه بې غږه تفنګچه هم امنیتي ځواکونو ترلاسه کړې ده.
دره نور په ننګرهار ولايت کې هغه ولسوالۍ ده چې د ښه امنیت او ښکلو منظرو لپاره خلک د تفریح او مېلو لپاره ورځي، خو دا لومړی ځل دی چې د داعش ډلې غړی په کې نیول کېږي.