د ننګرهار زده کوونکي: د جګړې ښکېل لوري دې زړه سوی وکړي
د ۸صبح پښتو مجله، حفيظ الله علي خېل ـ ننګرهار

زده کوونکي هغه پرګنه ده چې جګړه نه غواړي خو د روانې جګړې قربانیان دي. دا غږ له ننګرهاره د دشت برچي په اتفاق مېنه کې پر سیدالشهداء ښوونځي د چاودنې په غبرګون کې پورته شو.
د غويي میاشتې په اتلسمه نېټه د کابل ښار په دشت برچي کې پر سيدالشهداء ښوونځي د يوې چاودنې له امله له ۶۰ زیات کسان مړه او کابو ۱۶۰ تنه ټپيان شوي دي. دغې پېښې د هېواد د ننه او بهر ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرل. په همدې تړاو په ننګرهار کې هم د يوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو دغه بريد غندلی او د جګړې له ښکېلو خواوو يې غوښتي چې له زړه سوي کار واخلي.
د ننګرهار ولایت د رسنيو دفتر کې د سپينغر خصوصي ښوونځي زده کوونکو د يوې خبري ناستې پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو د زړه سوي او رحم غوښتنه وکړه او له دوی يې وغوښتل چې د ماشومانو وژل، ټپي کول او ربړول ودروي.
دوی د کابل د وروستۍ پېښې په اړه خواشيني وښوده او دا برید یې غندلی دی. د سید یوسف په نوم يوه زده کوونکي وويل: «ماشومان په جګړه کې برخه نه لري او د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړو چې د ماشومانو له وژلو، ټپي کولو او له هغو کړنو لاس واخلي چې زده کوونکي زیانمنوي.»
د ياسين، سارا او رقيې په نومونو درېیو نورو زده کوونکو وویل: «هره ورځ چې له کوره ښوونځي ته ځو مور او پلار مونږ ته ډېر اندېښمن وي، په کابل کې د ماشومانو له وژل کېدو وروسته مو نن ميندې مونږ ته ډېرې خفه وې چې بېرته به ژوندي ستانه شو او که نه»
دغو ماشومانو هم د ټولنې د نورو پرګنو په څېر وویل، مونږ سوله غواړو او جنګ دې بس شي. دوی پر ماشومانو د رحم او عاطفې تر څنګ د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه هم وکړه.
دولت د دغې پېښې پړه پر طالبانو اچولې خو دغې ډلې دا برید غندلی او لاس لرل یې په کې رد کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په پلازمیني کې ښوونيزې ادارې په نښه کېږي، له دې وړاندې هم د مهدي موعود په نوم یوه ښوونيز مرکز پر زده کوونکو چاودنه شوې وه چې لسګونه تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.