ننګرهار: اقتصادي ناورین ډېر ماشومان درنو کارونو ته اړ ویستي

٨صبح، ننګرهار: د ننګرهار اوسیدونکي د اقتصادي او بشري ناورین د شدت له امله درنو او ملا ماتونکو کارونو ته د ماشومانو له مخ اړولو شکایت کوي.

د جمهوري نظام پر مهال د دغه ولایت یوه لویه برخه اوسیدونکي د نظام ملکي او پوځي کارکوونکي وو، چې د طالبانو له واکمنیدو سره وزګار شوي او ویل کیږي، چې تر ډېره د همدغو پخوانیو دولتي منسوبینو اولادونه اوس درنو کارونو ته اړ وتي دي.

په درنو او ملا ماتوونکو کارونو بوخت ماشومان وایي پلرونه یې یا د جمهوري نظام پر مهال طالبانو وژلي یا که ژوندي دي، اوس وزګار شوي، چې دغه وضعیت دوی د زده کړو پر ځای د درنو کارونو سرته رسولو ته اړ ویستي دي.

د درېیو خویندو ورور ۱۲ کلن انورالحق چې پلار یې د جمهوري نظام سیمه ییز پولیس و او له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی، اوس په کوچني ځان د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي.

دی له خپلو تره زامنو سره د سره رود ولسوالۍ اړوند د خښتو یوې بټۍ ته د کار لپاره راغلی. انورالحق وایي د ورځې له سلو تر دوه سوه افغانیو مزدوري کوي، چې د کورني ورځینۍ اړتیاوې یې نه شي پوره کولای.

نوموړي ۸ صبح ته وویل: «پلارمې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې محلي پولیس و، یوه ورځ طالبانو سره مخامخ جنګ کې شهید شو. له هماغې وروسته د کورنۍ سرپرست یم، زه درې خویندې لرم، چې دوه رانه مشرانې دي او یوه کشره. خپلو تره زامنو سره راغلی یم، دلته د خښتو بټیو کې کار کوم، کله “١٠٠” او کله “٢٠٠” افغانۍ ګټم،خو د کور ګوزاره نه ورسره کیږي، کار هم ډېر دروند دی.»

انورالحق زیاتوي، چې د پلار په ژوند یې تر پینځم ټولګي زده کړې کړې وې، خو اوس یې زده کړې نېمګړې پاتې دي او د راتلونکي په اړه نه پوهیږي.

هغه پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو او طالب رژیم غږ کوي، چې له درنو کارونو د ژغورلو او زده کړو د دوام فرصت ور برابر کړي.

۱۵ کلن اسماعیل همدلته د خښتو په بټۍ کې یو بل کوچنی دی، چې هر چرګ بانګ له خوبه پاڅېږي او تر مازیګر ناوخته د ننګرهار په سخته ګرمۍ کې خښتې اچوي.

که څه هم د اسماعیل پلار ژوندی دی؛ خو وایي د طالبانو له بیا واکمنیدو سره یې پلار بې دندې شوی او کورنۍ یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې ده.

اسماعیل له همدې امله اړ شوی، چې ښوونځی پرېږدي او له خپل پلار سره درنو کارنو ته اوږه ورکړي.

نوموړی وایي د زده کړو بشپړول او ډاکټریدل یې لویه هیله وه او ده، خو نه پوهیږي چې برخلیک به یې کوم لورته بوځي.

هغه ۸ صبح  ورځپاڼې ته وویل: «هر سهار وختي د خښتو بټۍ ته راځم، له سهار تر مازیګره خښتې وهم، غریبي مو زیاته ده، مکتب رانه پاتې دی. زما سخت ارمان دی، چې مکتب ووایم، پوهنتون ووایم او ښه ډاکټر شم، خو غریبۍ مې مخه نیولې ده.»

پر درنو کارونو بوخت ماشومان د طالبانو پر رژیم او نړیوالو مرستندویه موسسو غږ کوي، چې د دوی د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو واکمنان مني، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

د دغه ریاست لپاره د طالبانو واکمن فریدالله حقاني وایي، د دوی د سروې له مخې د ننګرهار د خښتو په ٤٧ بټیو کې څه باندې دوه زره ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

حقاني وویل: « په ننګرهار کې له بده بخته ٢٠٨١ ماشومان په درنو کارونو مصروف دي، مونږ کوشش کوو، چې د همکارو موسسو په مرسته دوی ته لازم سهولتونه برابر کړو؛ ترڅو یې ستونزې حل او خپلو ارزګانو ته ورسېږي. مونږ تر اوسه شاوخوا ٢٦٠ کورنیو ته حرفوي زده کړې ورکړي، یو شمېرو ته مو واړه کاروبارونه جوړ کړي، نقدي او د خوراکي توکیو مرستې مو کړي او لا هم کوشش کوو، چې دا برخه قوي کړو.»

د جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د خښتو بټيو له خاوندانو څخه لیکلې ژمنه اخیستې وه، چې له ۱۴ کلنۍ څخه کم عمره ماشومان به په خپلو بټيو کې پر کار نه ګوماري.

په ننګرهار کې د خښتو بټیو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د خښتو شاوخوا ۱۵ بټۍ فعاله دي، چې تر ۵۰۰۰ پورې کسان پکې پر کار بوخت دي.

څرګنده نه ده، چې د دغو کارګرو څومره شمېر یې ماشومان دي.

په ننګرهار کې د خښتو بټۍ د ماشومانو د درنو کارونو یوازیني ځایونه نه دي؛ ګڼې نورې برخې هم شته، چې ماشومان پکې دلته درانه کارونه کوي.

د ماشومانو د درنو کارونو ستونزه په افغانستان کې له پخوا راهیسې یوه جدي ستونزه وه، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پکې بېساری زیاتوالی راغلی.

څارونکي غوښتنه لري، چې نړیوال مرستندویه بنسټونه باید په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي او پرې نه ږدي، چې د افغانستان نوی نسل په تدریجي ډول د تباهۍ کندو ته وغورځیږي.

ورته لیکنې

Back to top button