د خبریالانو ملي ورځ؛ په جلا وطنۍ کې د بیان د ازادۍ د سرتېرو ستونزو ته کتنه

۸صبح، پروان: په افغانستان کې د کب ۲۷مه نېټه د «خبریالانو د ملي ورځې» په نوم ثبت شوې ده. د جمهوري نظام له سقوط سره نه یوازې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازاد فعالیت ټغر له هېواده ټول شو، بلکې د خبریالانو او د منتقدو رسنیو لپاره ژوند هم تر هغې کچې ستونزمن شوی چې د بیان د ازادۍ د سرتېرو لویه برخه د هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي. سلګونه خبریالان چې د طالبانو د رژیم په راتګ سره د دغې ډلې له وېرې یې ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده، دا مهال له بې برخلیکتوب، د عاید لرونکو کارونو نه شتون، اقتصادي او امنیتي ستونزو، د وېزې نه لرلو او لسګونه نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. یو شمېر دغه په جلا وطنۍ کې خبریالان ادعا لري چې طالبانو حتی په ګاونډیو هېوادونو کې له هغوی لاس په سر شوي نه دي او د د ټولنیزو شبکو له لارې د ګواښوونکو پیغامونو په ورلېږلو سره هغوی ته ګواښ کوي. دغه خبریالان له پاکستان او ایران نه د ژر تر ژره تخلیې غوښتونکي دي او څرګندوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو نږدې اړیکې او په دغو هېوادونو کې د هغوی نفوذ ته پام، د نیولو، ترور او افغانستان ته د هغوی د جبري لېږلو امکان شتون لري.

عبدالله ولیزاده یو له هغو خبریالانو دی چې د جمهوریت پر مهال یې د اووه کلونو لپاره د هېواد په بېلابېلو رسنیو کې کار کړی دی. نوموړي نېږدې کال مخکې د طالبانو له لوري د نیول کېدو او څېړنې د وېرې له امله افغانستان پرېښود او پاکستان ته یې پناه یوړه. په جلا وطنۍ کې دغه خبریال د کډوالۍ له ستونزو خبرې کوي او وايي چې ډېری خبریالان د افغانستان د ګاونډیو په هېوادونو کې حتی د خپلو ماشومانو د درملنې وس نه لري.

عبدالله ولیزاده وايي: «مونږ په ورځني ډول هغه ګروپونه مو چې د همغږۍ لپاره جوړ کړي دي، خبریالان هره ورځ له اقتصادي ستونزو سر ټکوي. د بېلګې په ډول یو شمېرو یې د خپل بدن د غړو پلورلو ته مخه کړې او یو شمېر نورو یې چې مېرمن یا ماشومان یې ناروغان دي، ډاکتر ته د تللو وس نه لري» دغه تبعید شوی خبریال وړاندې وايي چې ډېری هغه خبریالان چې په ګاونډیو هېوادونو په تېره پاکستان کې اوسېږي، په رواني او روحي ستونزو اخته شوي دي.

دغه راز شیرشاه رسولي، یو بل خبریال دی چې له میاشتو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي. نوموړی د بشري حقونو د بنسټونو او د نړۍ د هېوادونو له بې پامۍ نیوکه لري او وايي سره له دې چې خبریالان په نا مناسب روحي او رواني شرایطو کې ژوند کوي، خو د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او د بشر حقونو د ملاتړي هېوادونو له لوري هېر کړای شوي دي.

ښاغلی رسولي وړاندې وايي: «له بده مرغه هغو بنسټونو او هېوادونو چې له خبریالانو یې ملاتړ کاوه، ډېر وخت کېږي چې خبریالان یې له پامه غورځولي او هېر کړي دي او دا مهال مونږ په مطلق ډول په بې برخلیکتوب کې ژوند کوو.»

د طالبانو ګواښ او د اقامت یا اوسېدو نه تمدید کېدل
امنیتي ګواښونه او له ګاونډي هېوادونو نه د کډوالو په جبر او زور سره د شړل کېدو ګواښ له هغو نورو ستونزو دي چې خبریالان په ایران او پاکستان کې ورسره مخ دي. د خبریالانو په وینا، طالبان ددغې ډلې د منتقدو رسنیو خبریالانو او کارکوونکو ته حتی په پاکستان او ایران هېوادونو کې ګواښونکي پیغامونه وراستوي.
عبدالله ولیزاده چې په پاکستان کې ژوند کوي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «زه دا مهال هم د طالبانو یو له منتقدو رسنیو سره کار کوم، له همدې امله مې څو ځله د طالبانو له لوري ګواښونکي پیغامونه ترلاسه کړي دي. طالبان ماته پیغام رالیږي چې ته د امارت پر ضد [طالبان] تبلیغات کوې او افغانستان ته به دې راولېږدوو او همالته به درسره وګورو. د بېلګې په توګه زه او لسګونه نور خبریالان چې په پاکستان او ایران کې ژوند کوو، ورته پیغامونه مو ترلاسه کړي دي.»

حسین احمدي، یو بل خبریال دی چې پر هېواد د طالبانو له حاکمیت وروسته له خپلې مېرمنې سره یې ایران ته پناه وړې ده. نوموړی شاوخوا یوکال کېږي چې فرانسې هېواد ته د سفر په تمه دی، خو تر دا مهاله یې د پناه غوښتنې قضیې ته پاملرنه نه ده شوې. ښاغلی احمدي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي «نېږدې یو کال کېږي چې په ایران کې یم. ویزه مې په ډېرې ستونزې تمدید کړه، خو نور د تمدید امکان نه شته او کېدای شي د پاتې مهلت له ختمېدو وروسته له دې هېواده وشړل شم. د فرانسې سفارت ته مې غوښتنلیک سپارلی دی، خو یاد سفارت تازه د ملاقات وخت ټاکلی چې د روان میلادي کال په وروستۍ میاشت کې دی.» دغه تبعید شوی خبریال وړاندې وايي: «اوس حیران یم چې څنګه وکړای شم تر راتلونکو ۱۰ میاشتو پورې په دې هېواد کې ژوند وکړم؛ ځکه نور په هېڅ ډول زما ویزه نه تمدیدوي. زما په ګډون څو نور خبریالان هم دي چې سفارتونو ډېر ځنډ وروسته د لیدنې نېټه ورته ټاکلې ده.»

د دې ټولو تر څنګ، خبریالان د افغانستان د ننه هم ښه ورځ نه لري. تبعید شوي خبریالان په دې اند دي چې نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو او د نړۍ هېوادونو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د پرمختګ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي نه دي. احمد نوید کاوش یو بل خبریال وايي: «د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د تحقق او پرمختګ لپاره پر دې ډلې جدي فشارونه نه دي راوړي. دغه راز څنګه چې اړتیا وه، په هغه ډول یې له خبریالانو ملاتړ ونه کړ.»

ویل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د رسنیو او د بیان ازادۍ له تېري او شدید سانسور سره مخ شوې ده. یو شمېر زیاد خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له طالبانو نه د وېرې له امله، هېواد پرېښی او نورو هېوادونو په تېره پاکستان او ایران ته پناه وړې ده. طالبان د خبریالانو د وهل ټکولو او نیول کېدو له لارې، په ازاد ډول د اطلاعاتو د خپرېدو مخنیوی کوي او رسنیزه فضا یې په شدت تر خپل سانسور او محدودیت لاندې ده. د تایید شویو شمېرنو پر بنسټ، دا مهال لږ تر لږه ۳۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په پاکستان او شاوخوا ۸۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په ایران کې ژوند کوي.

ورته لیکنې

Back to top button