د ملي مقاومت جبهه: طالبان د منځنۍ اسیا، روسیې، ایران او چین د بې ثباته کولو پروژه تعقیبوي

۸صبح، کابل: د احمد مسعود په مشرۍ د ملی مقاومت جبهې د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د پاکستانی طالب جنګیالیو د لېږدولو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې دغه ځای پرځای کونې د افغانستان شمالی ګاونډیانو ته ستر ګواښ دی.

دغې جبهې د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې د طالبانو دغو کړنو ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د خطر زنګ کړنګولی او د منځنۍ اسیا، روسیې، ایران او چین د بې ثباته کولو پروژه تعقیبوي.

د ملي مقاومت جبهې په اعلاميه کې راغلي:« د افغانستان د شمال ختيځ، شمال او لويديځ په سرحدي کرښو کې د ترهګرو ځای پرځای کول د سيمې د بې ثباته کولو او د دغو هېوادونو د سياسي، ټولنيز او اقتصادي نظم د ګډوډولو د پروژې يوه برخه ده.»

دې جبهې په ډاګه کړې، چې طالبان په ټولنه کې د خپل نفوذ د نشتوالي له امله هڅه کوي، چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستان تحریک طالبان په لېږدولو سره د هېواد جغرافیه په وزیرستان بدله کړي.

اعلامیې زیاته کړې: «دغه بدوي او پردۍ پاله ترهګره ډله چې په خپل ژوند کې یې له وینو تویولو، ظلم او شرجوړولو پرته بل میراث نه دی پریښی، اوس د افغانستان شمالي او لویدیځو ولایتونو ته د زرګونو وسله والو ترهګرو د لیږدولو د پردي پلان په پلي کولو سره، د قومونو پر سوليز ژوند او يو موتي توب وروستی ګواز کوي.»

د ملي مقاومت جبهې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د طالبانو په ګټه له هر ډول تعامله لاس واخلي او په څرګندو، پرېکنده او بېړنیو اقداماتو سره افغانستان، سیمه او بشريت د نړیوال تروریزم له خطرونو وژغوري.

د ملي مقاومت جبهه د طالبانو له نورو مخالفو سیاسي او پوځي خوځښتونو غواړي چې د دغې ډلې پر وړاندې په مبارزې او مقاومت کې خپلې ليکې پیاوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له اسلام اباد سره تر هوکړې وروسته، د هېواد له سويله د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د سلګونو پاکستاني طالب جنګیالیو د کورنیو د لېږد بهیر پیل کړ.

ورته لیکنې

Back to top button