د ناټو ژمنې او د افغانستان ننګونې

ناټو سازمان له افغانستان سره د اړیکو په نوي پړاو کې جوته کړې چې په جګړه کې به په مستقیمه توګه ګډون ونه کړي، ځکه د دغه سازمان په اند د افغانستان اوسنۍ جګړه کورنۍ جګړه ده او ددغه سازمان مستقیمې مداخلې ته اړتیا نه لیدل کېږي. دغه سازمان زیاته کړې چې دوی به د افغان دولتي ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به خپلو دیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکوي او ددغه فعالیت د دوام په اړه د ډاډمنېدو لپاره یې ژمنه کړې چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت د ساتلو مالي لګښت ورکوي. ویل کېږي چې ترکیه به د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت مسوولیت پرغاړه واخلي.
ناټو سازمان وایي چې تر ډېره به د افغانستان د سولې د بهیر لپاره دیپلوماتیکې هڅې کوي. ددغه سازمان موخه دا ده چې د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې د سیاسي مذاکراتو په هوکړې سره خوندي شي. ناټو سازمان جوته کړې چې په جګړه کې مستقیم رول نه لري او له دې وروسته به افغان ځواکونه په یوازې د هېواد د دفاع لپاره هڅې کوي.
له بلې خوا، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سرپرست استازي ټوماس نیکلسن رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو بهیر کرار روان دی چې باید دغه مذاکرات ګړندي شي.
که څه هم د قطر په پلازميني دوحه کې له اوږده ځنډ وروسته په تېرو دوو اونیو کې د افغان دولت او طالبانو استازیو غونډې کړې دي خو پر مهمو مسایلو تراوسه خبرې نه پيل شوي.
بل لوري ته، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د عامه تأسیساتو او بنسټونو ورانول له نړیوالو بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته د منسوبې هغې وېډيو تر خپرېدو وروسته شوې چې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ له نیولو وروسته د ولسوالۍ ودانۍ په بمونو الوزول کېږي.
اخوا، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ځینو سیمو کې چې افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی، د بېرته نیولو لپاره یې عملیات روان دي چې یو شمېر ولسوالۍ بېرته نیول شوې دي.
که څه هم طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له دې مخکې ویلي، عامه تأسیسات نه ورانوي او د ټولګټو پروژو خوندیتوب ته ژمن دي. د یادونې وړ ده چې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم په ځلونو ويلي چې طالبانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د يو میلیارد ډالرو په ارزښت عامه تأسیسات وران کړي او نړیوالې ټولنې هم په طالبانو غږ کړی چې د عامه تأسیساتو له ورانولو ډډه وکړي.
دغو ننګونو ته په پام سره باید افغان دولت هڅه وکړي چې د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي او په دې لاره کې لازیاتې او چټکې هڅې وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button