د ناټو چارواکی: د ناټو پر غړو د برید په صورت کې له روسیې سره جګړې ته چمتو یو

د شمالي اتلانتیک تړون یا د ناټو سازمان د پوځي کمېټې رییس راب بایر ویلي، چې دغه امنیتي تړون پر یوه غړي د روسیې د برید په صورت کې له مسکو سره مبارزې ته چمتو دی.

د روسیې ټاس خبري اژانس یکشنبه د جنورۍ پر نهه‌ویشتمه راپور ورکړی، چې بایر دا خبرې له ارټي‌پي پرتګال ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کړې دي.

د ناټو د پوځي کمېټې رییس له روسیې سره د دغه سازمان د مبارزې د احتمال په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «ناټو به یوازې په هغه وخت کې ځواب ورکړي، چې روسیه پر یوه غړي هېواد له برید سره له سرې کرښې تېر شي.»

پر اوکراین د روسیې برید د ناټو د غړو ترمنځ امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو د غړو له دې جملې د امریکا، جرمني او بریتانیا له خوا اوکراین ته د زغره‌والو ټانګونو لېږدولو د روسیې غسه راپارولې ده. د مسکو چارواکو ویلي، چې کي‌یف ته د ټانګونو لېږل له روسیې سره د جګړې د اعلان په مانا ده.

ورته لیکنې

Back to top button