-
خبرونه
د نوي کال نمانځل؛ بدخشان کې جنډه د کم شمېر اوسېدونکو په ګډون پورته شوه
۸صبح، بدخشان: د بدخشان مرکز فیض اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي د میر غیاث الدین په مقبره کې راټول شول او د نوروز جنډه یې پورته کړ. د فیض اباد ښار اوسېدونکي وایي، چې دغه مراسم نن سه شنبه سهار د وري پر دویمه ترسره شول. د دغه مراسمو یو ګډونوال سید صفدر ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې بدخشان کې هر کال د نوروز او جنډې پورته کولو جشن ته ډېر خلک ورتلل. د صفدر په وینا، سږ کال د نورو کلونو خلاف د جنډې پورته کولو مراسم د دغه ولایت د څو تنو اوسېدونکو په ګډون سره ترسره شول. د دغه مراسمو یو بل ګډونوال شیرین اغا وایي، چې د نوروز نمانځل دیني اړخ نه لري؛ بلکې یو دود دی او مسوولانو باید پر دغو مراسمو بندیز نه وای…
بشپړ جزئيات -
ځانګړي
له مزار تر بامیان او له کابل تر تخاره؛ خلکو د نوروز مراسمو پر بندیزونو نیوکه وکړه
نوروز د بیا پيل ورځ ده. هېواد کې د دې ورځې نمانځل مخالفان او لارویان دواړه لري. ملاتړي یې د ولس ترمنځ تش لاسونه؛ خو مخالفان یې د چارواکو ترمنځ د دغې ورځې نمانځنې ته انګېزه نه لري. د لوړو زدهکړو وزارت پر محصلانو نوروز په ازموینې اخیستو تېر کړ. د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو بیا ویلي، چې د دغې ورځې رسمي نمانځنه اړینه نه ده. له دې ورهاخوا خلک هم د اقتصادي ستونزو له کبله په سمه توګه دا ورځ ونه شوای نمانځلی. په ټوله کې کېدای شي، د نیکونو دود او دستور څنګ ته کړو؟ ایا کولای شو ووایو، نوروز په خپل ټاټوبي کې پردی شوی دی؟ فرهنګي کارپوهان وايي، چې نوروز د پخوانیو یادګار دی او که غواړې یا نه غواړې، خلک یې نمانځي. نوروز د…
بشپړ جزئيات -
خبرونه
اشرف غني: د واک ترلاسه کول اسان، خو ساتل یې ګران دي
۸صبح، کابل: مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د نوي کال له امله غږیز پيغام خپور او د هېواد له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یې د ملي اجماع پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه وویل، چې د واک ترلاسه کول اسان؛ خو ساتل یې ګران دي. غني په دغه غږیز پيغام کې چې د دوشنبې پر شپه د وري پر لومړۍ یې پر فېسبوکپاڼه خپور کړ، ټینګار شوی، چې خلک په داسې حال کې نوروز نمانځي چې د تاریخ په سختو شېبو او دوه لاره کې قرار لري. نیوکه کوونکي تل اشرف غني د هېواد د اوسني وضعیت مسوول بولي. مخکیني ولسمشر د طالبانو د نوم له اخیستو پرته وویل، چې که تېرې تېروتنې تکرار شي او افغانان یو بل ونه مني او په حذف او انحصار تکیه وکړي، بدې…
بشپړ جزئيات -
ځانګړي
ګلغونډۍ کې د ۱۴۰۱ نوروز؛ محتسبانو خلکو ته د اسلامي تفریح لارښوونه کوله
ګلغونډۍ چې په «ارغواني غونډۍ» هم پېژندل کېږي، په نورو کلونو کې به د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه کسان د نوروز پر ورځ ورتلل؛ خو سږ کال د خلکو شتون پیکه ښکارېده. ګلغونډۍ ته ځینې لیدونکي چې د پروان له څنګلورو ولایتونو څخه د ۱۴۰۱ پر لومړۍ ورځ راغلي، د خلکو د پیکه حضور لامل اقتصادي ستونزې یادوي. دغه راز، سږ کال د نورو کلونو خلاف مېرمنو ته بېل ځای «د مېرمنو پارک» ځانګړی شوی و. ښځو د ۱۴۰۱ کال پر لومړۍ ورځ د دغې غونډۍ له هر ځایه د لیدلو اجازه نه لرله. د نوروز پر ورځ محتسبان (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ماموران) د خلکو ترمنځ ګرځېدل او خلکو ته یې د «اسلامي شریعت له نظره د تفریح د سمې لارې» لارښوونه کوله.…
بشپړ جزئيات -
ځانګړي
له ۲۰ کلونو وروسته په لومړي ځل په مزار شریف کې د نوروز جنډې پورته کېدو مراسم ونه شول
په مزارشريف کې حضرت علي ته منسوب زيارت چې هر کال د نوروز او نوي کال د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو هېوادوالو کوربه و، سږ کال پکې نوروز له رسمي مراسمو او د جنډې له پورته کېدلو پرته تېر شو. پخوا به هر کال د نوروز په جشن کې زرگونو لیدونکو، بهرنیو سیاسي استازو او یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو گډون کاوه او جنډه به د ۲۱ توپونو له ویشتلو وروسته پورته کېدله؛ خو سږ کال دا مراسم ونه شول. که څه هم سږ کال د خلکو شتون د نورو کلونو په پرتله پیکه و؛ خو د دغو خلکو ترمنځ داسې کسان هم شته، چې د نوروز نمانځنې لپاره له لرې ځایه مزارشریف ته راغلي دي. هغوی وايي، چې د مېلې او…
بشپړ جزئيات -
ځانګړي
لوږه او محدودیت؛ سږ کال د تخاریانو د نوروزي مېوې دسترخوان ونه وغوړېد
تېر کلونه تخار کې د نوروز نمانځنې لپاره ځانګړی چمتوالی نیول کېده؛ خو سږ کال په دغه ولایت کې نوروز ته هېڅ ډول تیاری نه دی نیول شوی. د تخار اوسېدونکي سمیعالله رحیمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې تېرو کلونو کې به په دغه ولایت د جنډې اوچتولو دوه مراسمه په ځانګړې ډول کېدل. رحیمي زیاته کړه: «د دغو دوو مراسمو له ډلې یو یې د جنډه بالا تالقان جان او بل هغه یې د خواجه چنګال جنډه بالا و.» د تخار دغه اوسېدونکي وویل، چې تېرو کلونو کې به خلکو له نوروز لس ورځې مخکې چمتوالی نیوه. د نوموړي په خبره، دا چمتوالی د ښار پاکولو په ګډون، د هفت میوې تیارول او د ونو رنګول و. د تخار یوه بل اوسېدونکي صبغت بشار وویل،…
بشپړ جزئيات -
خبرونه
د ایران دفاع وزیر د سرپرست حکومت دفاع وزیر ته د نوي کال مبارکي ورکړه
۸صبح، کابل: د ایران د دفاع وزیر امیرمحمد رضا اشتیاني، د سرپرست حکومت دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد ته د نوي کال د مبارکۍ پیغام رالېږلی دی. مهر خبري اژانس دوشنبه د وري پر لومړۍ راپور ورکړی، چې د ایران د دفاع وزیر د بېلابېلو هېوادونو دفاع وزیرانو ته د نوي کال د مبارکۍ پیغام لېږلی دی. په هغه نوملړ کې چې د دغه خبري اژانس له خوا خپور شوی، د افغانستان نوم هم لیدل کېږي. د ایران دفاع وزیر په خپل نوروزي پيغام کې ویلي: «نوروز د محبت او لرغونی دود چې د هیلو، خوښیو او له غم او خپګانه د خلاصون الهام بښي، د نوي کېدو، نوي لیدلوري او د نوي ژوندانه د بهیر لپاره یوه پلمه ده، تر څو د طبیعت د ښکلا او تاندوالي بښوونکی او د…
بشپړ جزئيات -
ځانګړي
نوروز د فرهنګي میراث په توګه
نوروز که له یوې خوا د نوي کال نمانځنه، د ارغوان مېله، د مزارشریف د جنډې پورته کېدل، هفت مېوه، سمنک، د بزګر ورځ، ملي جشن او د خوشالي او مینې یو فرصت دی؛ نو له بل اړخه نوروز د افغانستان او سیمې فرهنګي میراث هم دی. یونیسکو نوروز د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د ناملموس فرهنګي میراث په نوم ثبت کړی دی. دلته هدف د نوروز په اړه معلومات ورکول نه دي. نوروز هم د یو سنت او دود په توګه او هم د یو فیسټيوال او مېلې په ډول تل ځان ته پام اړولی دی. د نوروز په مورد کې له تېرو زرو کلونو شاعرانو او پوهانو لیکل کړي دي. له شهنامې تر عمرخیامه او له فارابي تر خوشال خټکه عالمانو د نوروز یادونه کړې ده.…
بشپړ جزئيات