۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې ۱۸۱۵ افغان کډوال چې ۳۵۴ کورنۍ پکې شاملې دي، پرون افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت يکشنبه د زمري پر ۴مه، پر خپله ایکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د تورخم او سپینبولدک له لارو په جبري توګه افغانستان ته را ستانه کړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ډېری کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو پراخ بهير په افغانستان کې د کار او سرپناه ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.





