په غور او بادغیس کې نږدې درې زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي او روغتیايي توکو مرسته وشوه

۸صبح، بادغیس: د بادغیس او غور ولایتونو سیمهییز طالب چارواکي، په دغو ولایتونو کې پر ۲۹۶۶ اړمنو کورنیو د خوراکي او روغتیایي توکو د وېش خبر ورکوي.
د بادغیس ولایت د طالبانو د کلیو پراختیا ریاست نن سې شنبه (د غبرګولي په ۱۶ مه) وویل چې تېره اوونۍ، د خوراک نړیوال سازمان (WFP) له لوري ددغه ولایت په تګاب عالم ولسوالۍ کې، پر ۲۸۶۶ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په وېشل شويو توکو کې، هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کيلو دال، يو نيم کيلو شيدې او د ماشومانو لپاره يوه اندازه غذايي مواد شامل دي.
په همدې حال کې د غور ولايت د کليو پراختيا رياست طالب مسوولين وايي، چې ددغه ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ابرار موسسې له خوا، په سلو اړو کورنيو لومړنې روغتیايي توکي ويشل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د خوړو نړيوال سازمان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې، پر سلګونو اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرستې وېشلې دي.