۸صبح،کابل: طالبان اعلان کړی چې ۷۶۲ کورنۍ چې ۳۹۶۵ افغان کډوال کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، سه شنبه د چنګاښ پر ۲۳مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یوازې د تورخم له لارې ۶۴۷ کورنۍ چې درې زره او ۴۶۶ کسان پکې شامل دي، افغانستان ته راغلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۷۰ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک له لارې او ۴۵ نورې کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو پراخې جبري اېستنې په هېواد کې د استوګنې او کارموندنې ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له يوه ژور ناورين سره مخ دی.






