خبرې اترې باید افغانستان ګډونه وي

پر ولایتونو د طالبانو پراخو بریدونو او ورپسې له افغانستان څخه د محمد اشرف غني وتلو، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو فرصت له لاسه وایست. سره له دې چې د قطر غونډو نیمګړتیاوې درلودې؛ خو بیا هم په هېواد کې د واک د وېش ستونزې د هواري لپاره لوی چانس و. د دغه فرصت په بایللو کې د مذاکراتو دواړه اړخونه پړه دي. طالبانو د خبرو اترو په لړ کې افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د ښه نیت څرګندولو پر ځای، خپل بریدونه زیات کړل. د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت له یوې خوا وخت ضایع کړ او له بلې خوا يې د مذاکره کوونکو په ټاکلو کې ټولنیزو حساسیتونو ته پام ونه کړ. د سولې په هکله د غني پر دغه چال چلن د خلکو شکونه زیات کړل. منځګړي هم د مذاکراتو د ځای په تعیین او هم د مذاکراتو په لړ کې له افغانانو سره رښتیني نه و او د ټولو په ګټه يې کار ونه کړ. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت يې څنګ ته کړ او خلک یې په تیاره کې وساتل. دغه چال چلن په افغانستان کې د واک د وېش ستونزې د حل یو لوی فرصت له منځه یووړ.

له دې سره قطر افغانستان ته یوازینی فرصت نه و. فرصت یا چانسونه همېشه رامنځته کېږي. که ښه استفاده ترې وشي، اوسني فرصتونه هم د واک د وېش کړکېچ حل کوای شي. که رښتینې خبره وکړو، په افغانستان کې د واک ستونزه په قومي کېدو کې ده. د تزلزل او په پایله کې د جمهوریت د سقوط دلایل ډېر دي؛ خو یو مهم دلیل د واک قومي کول دي. کرزي او وروسته غني پرله پسې هڅه وکړه، چې د نورو قومونو سیاسي څېرې څنډې ته پورې وهي او د هغو قومونو څو نمایشي څېرې له ځان سره وساتي، تر هغې چې خلکو ته وښيي، حکومت يې ټولشموله دی. دا وضعیت د غني د حکومت په وروستیو کې زیات شو او د ټولنې درزونه يې پراخ کړل. په پایله کې دې نسخې د هېڅ اړخ درد دوا نه کړ. اوس طالبان هم پر پخوانۍ ناسمې لارې روان دي.

د طالبانو تر نظامي واکمنۍ وروسته، څو ځلې يې په ایران کې له ګوتشمېر سیاسي څېرو سره لیدنې کړې او ظاهراً يې پایله هم نه لرله. په اسلو کې دویمه ناسته د ناورې په نوښت جوړه شوه، چې بیا هم ګوتشمېر کسان یې وبلل. اوس چې ټاکل شوې، درېیمه ناسته په مسکو کې وشي یا هره ناسته چې د افغانستان د واک د وېش ستونزه ورسره حل کېږي، باید د ټولو قومونو استازي پکې ګډون ولري. په هېواد کې د قومي ډلو له پامه غورځول شوني نه دي. د قدرت د تقسیم ستونزې هواری یوه لاره لري، هغه هم د قومونو ترمنځ هوکړه ده. اوس چې افغانستان په اقتصادي ناورین کې ښکېل دی او روښنايي هم نه لیدل کېږي، ټول اړخونه باید هڅه وکړي، چې ‎د مذاکرې د ځای تر ټاکلو وروسته خبرې اترې په رښتینې توګه وکړي او د یوه غیرقومي حکومت او قدرت په جوړولو لاس پورې کړي.

په هېواد کې څلور لسیزې جګړې د واک د وېش ستونزه حل نه کړای شوه او تر دې زیاته جګړه هم دا ستونزه نه شي حل کوای. یوازینۍ لار خبرې اترې او نرمښت ښوول دي. دا خبرې اترې هغه وخت ښه پایله لرلی شي، چې ټول اړخونه پراخه سینه ولري او د ټولو قومونو استازي ور وبلل شي.

په تېرو څلورو لسیزو کې د مذاکراتو مېز ته ښکېل اړخونه یو له بل سره کېناستل، خو د تمامیت غوښتنې، انحصار او نارښتینوالي له کبله د ښکېلو اړخونه رضایت ته لاره برابره نه شوه. کله کله په دې ناستو کې دا نسخې هم تجویز شوې چې درد ارام کړي؛ خو اصلي درد ته چې تبعیض او تمامیت غوښتنه ده، دارو يې نه دي لرلي. اوس هم که مذاکراتو ته څو معدودې څېرې وبلل شي او اړخونه هم د دغه زاړه درد رغونې ته ښه نیت ونه لري او نرمښت ونه ښيي، پر پخوانيو پلونو بیا بیا تګ د پخوانیو تېروتنو تکرار دی.

ورته لیکنې

Back to top button