له طالبانو سره خبرې اترې ناشونې دي

خبرې اترې په ادبیاتو او سیاسی کلتور کې د پیژندګلوۍ او معرفت مفهوم لري چې د طالبانو ډلې له وجودي فلسفې سره په ټکر کې ده. طالبان له یوه داسې بستره راپورته شوي چې لاره یې له خبرو اترو سره په ټکر کې ده، تاریخي او عیني تجربې ثابته کړې چې دا ډله له خبرو اترو سره پخلا نده او خبرې ورته د مکلفیت په ګوته کول د وعظ او نصیحت کول ښکاري. دوی په لارښوونه لوی شوي، دوی په داسي چلند عادت شوي او داسې ایډیالوژۍ کې ساه اخلي چې د دوی له عقیدې په زړه پورې او ریښتینې نوري خبرې نشته او لدې پرته بله هره کلمه د کفر او ګمراهۍ په مانا ده؛ ځکه چې دوی ته له ماشومتوبه ښودل شوي، کوم شی ښه دي او کوم بد. ذهنونه يې د تور او سپين لپاره جوړ دي او آن د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره وينې تويوي، ځانوژنې کوي او د خپل نظر د ټينګولو لپاره د خپل ژوند تر څنګ د سلګونه نورو خلکو ژوند اخلي.

د خبرو اترو تخم په ماشومتوب کې کرل کېږي، په لويوالي کې وده کوي او په پرمختللې ټولنه کې بشپړتیا ته رسېږي. په طالبانو کې د خبرو اترو له پورتنیو او ټولنیز پوهاوي یا لارو چارو هېڅ یوه هم شتون نلري. له بلې خوا، خبرې اترې پراخ مفهوم لري او له بېلابېلو تعبیرونو سره مخ کېږي، چې یوه یې پراختیا ده. هر هغه بهیر چې خبرې اترې مني پدې مانا ده چې وده یې کړي ده. په داسې حال کې چې طالبانو په خپل چلند او کړنو سره ښودلې په روانه پېړۍ کې د دوی په پرتله کمې ایډیالوژیکي ډلې شتون لري. د سیاست له اجزاوو او ارزښتونو د سیاسي غوښتنو د عمومي کولو لپاره د خبرو اترو منل د داسې سیاسي عقلیت پر بنسټ ولاړ دي چې د څو لسیزو په اوږدو کې نه یوازې طالبان دغه تفاهم ته نه دي رسېدلي، بلکې اکثره سیاسي ډلې هم دې تفاهم ته نه دي رسېدلي او د دوی احساساتو، او ایډیالوژیکو عاطفو تل د سیاست په ډګر کې د سیاسي استقلالیت پر وړاندې برلاسی کړی او د واک له تفکره یې دغه اهمیت اخیستی دی. واک او سیاست ته د طالبانو راتګ د نورو داخلي او بهرنیو عواملو تر څنګ چې د دوی د بریا لامل شوی، او د “عادلانه او ریښتینې حل” په اړه د سیاستوالو او مختلفو سیاسي ډلو ترمنځ د ځواک او شتمنۍ د سرچینې د ویش پر سره د خبرو اترو د نشتوالي له امله دی. هغوي په تېرو شلو کلونو کې حلکو ته د قدرت ورکولو او مشروعيت خبره نه ده کړې، ستونزو او ناخوالو ته يې ګوته نده نيولې او د واک د ستونزې د دايمي او باثباته حل فکر يې نه دی کړی. اوس چې هېواد په بحران کې راګیر دی، فرصت طلبه سیاستوال غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي، چې د واک او بریا په هوا کې ډوب دي، په داسې حال کې چې دوی لا تر اوسه په خپلو کې خبرې نه دي کړي او نه یې منلو ته چمتو دي چې واقعیت د خلکو په لاس کې دی او د واک د ستونزې د دایمي حل لپاره اړینه ده چې خلکو ته مراجعه وشي او د ټول شموله سیاسي نظام د اجتماعي ارادې له زړه څخه راووځي. دا ناکام او خپلوان پلونکي سیاستوال په داسې حال کې له طالبانو سره خبرو ته لېواله شوي چې ټولنه په بحران او وېش کې ډوبه ده، فقر او لوږه په پراخه پیمانه روانه ده او خلک د نا امیدۍ او بي اتفاقی په کنده کې پراته دي.

هغه څه چې تراوسه د خبرو اترو په اړه ویل شوي، لنډه کتنه او د خبرو او د طالبانو د موجودیت تر منځ اړیکې دي، خو د یوې سیاسي ډلې په توګه له طالبانو سره خبرې شونې نه دي؛ ځکه دوی د خپلو سیاسي او مذهبي بارونو پرته بله کومه سیاسي او فکري خبره نه مني. د خبرو اترو یو تر ټولو مهم او اساسي شرط د بل لوري رښتینی او عملي پیژندنه ده. په تېرو ۱۶ میاشتو کې طالبانو هېڅ سیاسي خوځښت په رسمیت نه دی پیژندلی او د فعالیت اجازه یې نه ده ورکړې. دوی په پرله پسې توګه ټولنه او سیاست په طالب او غیر طالب ویشلی او د غیر طالب هر ډول مفهوم یې نا دیده بللی او له منلو یې ډډه کړې ده. د خبرو دوه نور شرطونه «سم شرایط» دي. اړخونه باید پرته له وېرې خپلې غوښتنې مطرح کړي، په داسې حال کې چې طالبان د خلکو کورونه، مالونه او ناموس د فشار او وېرې د وسیلې په توګه کاروي. دوی مقابل لوري ته د “غلام” او “دښمن” په سترګه کوري او د دوی له تسلیمۍ او چوپتیا پرته په بل څه نه راضي کیږي. طالبان په تکثیریت او سیاسي اختلافاتو باور نه لري او د دوی ټولې هڅې په ټولو برخو کې ټول خلک په یو ډول کولو دي آن د خلکو شکلونه یو ډول کول غواړي. دا پداسې حال کې ده چې د خبرو اترو پر مهال باید مقابل لوري توپير پهر سمیت وپېژندل شي. خبرې اترې په حقیقت کې د بل ډول خبرې کولو معنی لري او بل اړخ باید دا ومني چې بل ډول خبرې واوري. هیڅ ډول خبرې اترې به تر هغې بریالۍ نه شي، ترڅو چې لوري په خپلو سختو او منجمد باورونو کې نرمښت رامنځته نه کړي او د ټولنې او د هېوادوالو غوښتنې په رسمیت ونه پېژني. که طالبان خبرو ته راضي شي نو په دې ګومان به خبرو ته کښېني چې خپلې خبرې به د مذاکراتو پر مېز کوي او نورو ته به بلنه ورکوي چې تسلیم شي او په کور کېني. د اغېزمنو او ګټورو خبرو اترو تر ټولو مهمه برخه او ځانګړنه دا ده چې خبرې اترې «ځای او امکاناتو» ته اړتیا لري. دا مهمه ده چې خبرې اترې چېرته وشي او په کومو اسانتیاوو او ظرفیتونو سره خبرې وشي.

ورته لیکنې

Back to top button