د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر (سیګار) په یوه راپور کې ویلي چې طالبان د پوهنې په برخه کې د امریکا مرستو ته په نامستقیمه توګه لاسرسی لري. سیګار زیاته کړې ده، چې د دې ډلې ښوونیزو تګلارو ښوونځیو ته د نوم لیکنې لپاره د زده کوونکو لېوالتیا کمه کړې ده. د امریکا ځانګړي پلټونکي ویلي، چې په ښوونځیو کې د زده کوونکو په نوملیکنه کې تر ۱۰ سلنې ډېر کموالی د طالبانو د محدودوونکو تګلارو له امله دی. د سیګار موندنې ښیي، چې طالبان ښوونکو ته د معاشونو په برابرولو کې پاتې راغلي او د طالبانو د انګېرنې پربنسټ د دیني مضامینو د ځای پر ځای کېدو له امله ګڼو ښوونکو ښوونځي پرېښي دي. په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د خصوصي پوهنتونونو ښوونیزو پروګرامونو ته د نوملیکونکو په شمېر له ۵۰ تر ۹۰ سلنې پورې کموالی راغلی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر (سیګار) موندلې چې طالبان د پوهنې په برخه کې د متحده ایالتونو مرستو ته په نامستقیم ډول لاسرسی لري او دا مرستې دې ډلې ته مالیاتي عواید برابروي. په راپور کې یادونه شوې چې طالبانو د امریکا له خوا د تمویلېدونکو ښوونیزو پروګرامونو د کارکوونکو پرعایداتو او دغه راز د مرسته شویو امریکایي توکو د پېر او پلور پر عایداتو مالیه لګولې ده.
سيګار په دغه راپور کې زياته کړې چې د نادولتي سازمانونو له خوا د پوهنې د مالي تمویل او د شویو مرستو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د جعلي سازمانونو جوړېدل په نادولتي موسسو کې د دغې ډلې د نفوذ او اخازیو له لارې ترسره کېږي. راپور د یوه نادولتي سازمان د مسوول له خولې ویلي، چې طالبان بنسټونه په نښه کوي او له هغوی پیسې اخلي. نادولتي موسسو سیګار ته ویلي، چې طالبان یې مجبوروي چې د دې ډلې غړي استخدام کړي او یا د طالبانو تر مالکیت لاندې شرکتونو نه توکي وپېري.
د سیګار د راپور له مخې، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، نه یوازې په لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو حضور، بلکې په اتو ولایتونو کې د هلکانو حضور هم تر ۱۰ سلنې کم شوی دی. سیګار په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د پوهنې د نظام د پیاوړتیا په برخه کې د طالبانو له ژمنو سره سره دغه ډله نه ده توانېدلې، چې د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړی.
د امریکا ځانګړي پلټونکي ټینګار کړی چې طالبان د ښوونکو د معاشونو او ښوونیزو لګښتونو په برابرولو کې پاتې راغلي دي. سیګار د ۱۲۲ ښوونځیو په یوه څېړنیز راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال د جون له لومړۍ نېټې د جولای تر ۳۰ مې پورې چمتو شوی، موندلې چې ۹ سلنه دغه ښوونځي څوکۍ نه لري، ۲۶ سلنه یې برېښنا ته له لاسرسي بې برخې دي او ۳۱ سلنه یې د څښاک اوبه نه لري. د امریکا سر مفتش خبرداری ورکړی چې که طالبان د پوهنې نظام د له منځه تلو په حالت کې وساتي او ځوان نسل له زده کړو بې برخې کړي، دا هېواد به له یوه نوي ناورین سره مخ شي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ښوونیزو تګلارو ښوونځیو ته د زده کوونکو نوملیکنه کمه کړې ده. سیګار زیاته کړه چې د ښځینه ښوونکو پر وړاندې د طالبانو محدودیت د زده کوونکو د نوملیکنې د کمېدو یو بل لامل و. د راپور له مخې، د جنسیتي توپیر او د ښځینه ښوونکو نه ګمارل په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت لامل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په ځینو پوهنتونونو کې د محصلانو د نوملیکنې کچه له ۵۰ تر ۹۰ سلنې کمه شوې ده. یوه خصوصي پوهنتون دې ادارې ته ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو په واکمنېدو سره په دغه پوهنتون کې د محصلانو د نوملیکنې کچه په سملاسي ډول ۵۰ سلنه کمه شوه او یوه بل پوهنتون سیګار ته تایید کړې چې په دغه پوهنتون کې د شاملېدو لپاره د محصلانو نوملیکنه ۹۰ سلنه کمه شوې ده.
په دې راپور کې د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر ویلي چې ناوړه او مخ پر خرابېدو اقتصادي وضعیت ډیری کورنۍ دې ته اړې کړي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته له تګه منعه کړي. په راپور کې راغلي، چې له ښوونځيو پاتې ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي او ځينو کورنیو د خپل ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپلې لوڼې په کم عمر ودونو ته اړې کړې دي.
د سیګار په راپور کې راغلي چې د پوهنې د کیفیت ټیټوالی، د عصري زده کړو پر ځای د طالبانو له انګېرنې سره سم د دیني زده کړو ځای پرځای کول د دې لامل شوي چې ډېری ښوونکي خپلې دندې پرېږدي او ډېری کلیوال زده کوونکي ښوونځي ته ولاړ نه شي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دې ادارې د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي وو، چې په ټول افغانستان کې پر شرایطو برابر ۴۸ سلنه ماشومان لومړنیو ښوونځیو ته ځي، خو د طالبانو د بندیزونو له امله دا شمېره هم ۴۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
سیګارویلي، چې د دیني مدرسو ورځ تر بلې زیاتېدل اندېښمنوونکي دي. په راپور کې راغلي چې که د عصري زده کړو په برخه کې پر ټکنالوژۍ، ساینسي علومو، لوستلو او لیکلو تمرکز ونه شي، زده کوونکي د ثابت عاید د ترلاسه کولو لپاره له اړینو مهارتونو بې برخې کیږي او افغانستان د اقتصادي ودې لپاره یو ماهر کاري ځواک له لاسه ورکوي.
د سیګار د ۳۷ مخیز راپور په یوه برخه کې د پوهنې په برخه کې د فعالو غیردولتي سازمانونو په حواله ویل شوي، چې طالبانو په غیردولتي ادارو کې د اختلاس، فساد او نفوذ له لارې د بهرنیو مرستو د منحرفولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر ویلي دي: «موږ دې پایلې ته رسیدلي یو چې په افغانستان کې د ښوونځیو پر کمښت د طالبانو له خوا غور نه کیږي. دا مسأله د ماشومانو د زده کړې وړتیا محدودوي. د طالبانو د ځپونکې ښوونیزې تګلارې په ځانګړې توګه هغه چې نجونې او ښځې په نښه کوي، په پراخه کچه د پلي کېدو په حال کې دي.»
سیګار په داسې حال کې د امریکا مرستو ته د طالبانو له لاسرسی پرده پورته کوي، چې څه موده وړاندې ۸صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې موندلې وه، چې په غور ولایت کې د دغې ډلې چارواکو په بشری مرستو کې لاسوهنه کړې او په خپله ګټه یې کارولې دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي تر دې وړاندې ویلي وو، چې طالبانو ۴۹۴ ځلي د مرستندویه موسسو په فعالیتونو کې لاسوهنه کړې ده. د دغه بنسټ په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو پر روغتیايي کارکوونکو ۳۰ بریدونه کړي او د بشري کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو پر وړاندې د۳۶۲ مورده تاوتریخوالي او ګواښونو عاملان پاتې شوي دي. دغه راز د دغه بنسټ په یوه راپور کې ویل شوي، چې بشري مرستو ته د طالبانو له لاسرسي وروسته، ماشومان وږي او طالبان چاغ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې بشري مرستو ته د طالبانو لاسرسی او په هغو کې لاسوهنه د دغې ډلې د ایډیالوژیکو اهدافو د پیاوړتیا په برخه کې یوه له بنسټيزو اندېښنو بلل شوې ده. تر دې وړاندې یو شمېر هغو هېوادونو چې افغانستان ته یې بشري مرستې لېږلې دي، دغو مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر په وار وار ټینګار کړی چې د بشري مرستو د ویش په بهیر کې یې د طالبانو لاسوهنه مستنده او ثبت کړې ده. تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي وو، چې د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو له مداخلې وروسته دغه هېواد د غور او غزني په ګډون په ځینو ولایتونو کې خپلې مرستې وځنډولې.
سیګار زیاته کړې چې بشري مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په تړاو د قانون جوړوونکو له اندېښنو سره سره، امریکا په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته له ۲.۳۵ میلیارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې په نادولتي او نړۍوالو بنسټونو کې باخبره سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته د طالبانو له لاسوهنې او په ناقانونه توګه د پیسو له اخیستو پرده پورته کړې ده. د نادولتي سازمانونو یوه چارواکي تایید کړې وه چې طالبانو په دې ډلې پورې تړلو بنسټونو ته د پروژو د ورکړې غوښتنه کړې ده.