۸صبح، بدخشان: د بدخشان مرکز فیض اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي د میر غیاث الدین په مقبره کې راټول شول او د نوروز جنډه یې پورته کړ.
د فیض اباد ښار اوسېدونکي وایي، چې دغه مراسم نن سه شنبه سهار د وري پر دویمه ترسره شول.
د دغه مراسمو یو ګډونوال سید صفدر ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې بدخشان کې هر کال د نوروز او جنډې پورته کولو جشن ته ډېر خلک ورتلل.
د صفدر په وینا، سږ کال د نورو کلونو خلاف د جنډې پورته کولو مراسم د دغه ولایت د څو تنو اوسېدونکو په ګډون سره ترسره شول.
د دغه مراسمو یو بل ګډونوال شیرین اغا وایي، چې د نوروز نمانځل دیني اړخ نه لري؛ بلکې یو دود دی او مسوولانو باید پر دغو مراسمو بندیز نه وای لګولی.
د ویلو ده، چې د نوروز جشن سږ کال د جنډې پورته کولو له مراسمو پرته او د بدخشان په شمول د نورو ولایتونو په تفریحي ځایونو کې د خلکو په کم ګډون ترسره شول.