له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د اعتراضونو کیسو ته کتنه

لیکوال: سلسته ډلبیانکو
سرچینه: الداییرو ارجنټاینۍ ورځپاڼه
کیسه د ۲۰۱۷م کال د اکټوبر په ۵مه پیل شوه. دا چې د هالیووډ مشهور تولیدوونکی او میلیونر هاروي واینسټین له کلونو راهیسې ښځې ځورولې وې. د جوډي کانټور او مګان توهي په نوم دوو خبریالانو نیویارک ټایمز کې د دې قضیې په اړه لیکنه وکړه، امریکایۍ سینمایي لوبغاړې الیسا میلانو دا لیکنه په ټوېټر کې شریکه کړې او د #MeToo (زه هم) هشټاګ په ۸۵ هېوادونو کې عام او وکارول شو.
د «زه هم» له غورځنګه دوه کاله وړاندې، د لاتینې امریکا په هېوادونو او په ځانګړې توګه په ارجنټاین کې ښځې د «Ni Una Menos» (یوه ښځه کمه نه ده) په چیغو سره سړکونو ته راووتې د ۲۰۱۵ کال د جون په ۳مه، د ارجنټاین د ملي کانګرس او د هغه د ولایتونو په شاوخوا کې پراخه ګڼه ګوڼه وه. په لویو او کوچنیو ښارونو کې ښځو د ښځو وژنه وغندله. دا د ښځو پر وړاندې د نارینه تاوتریخوالي تر ټولو سخته څرګندونه وه. هغه تاوتریخوالی چې د ورځني ژوند په لړ کې شته، که په پټه وي او که نه او د نابرابرۍ په نوم رحم لري.
«موږ خپل ځان ژوندی غواړو» بله چیغه وه، چې له لاتینې امریکا نه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد راپورته شوه. دا شعار په چټکۍ سره په لاتینې امریکا کې خپور شو او په مکسیکو، پیرو، کولمبیا او نیکاراګوا کې مظاهرې ترسره شوې. په چیلي کې د «لاس ټسیس» په نامه د ښځو یوې ډلې د «Un violador en tu camino» (ستا پر لاره تېری کوونکی) سندره له فمینسټې انسان پېژندونکې ریټا سیګاټو نه په الهام دود کړه. دا سندره د اروپا په پلازمېنه او ان د ترکیې په پارلمان کې هم وویل شوه، په پولنډ کې ښځو تورې جامې واغوستې او د جنین د سقط د حق د ملاتړ لپاره یې په عمومي اعتصاب لاس پورې کړ.
په ۲۰۱۶م کال کې د ښځو د وژنو پر وړاندې لومړی ملي اعتصاب په ارجنټاین کې ترسره شو او د هغه څپې مکسیکو، چیلي، بولیویا، هاندوراس، فرانسې او اسپانیا ته هم ورسیدې. تر هغه یو کال وروسته، د ښځو لومړی نړۍوال اعتصاب ترسره شو.
لیکوالې او ژورنالیستې او په ارجنټاین کې د «یوه ښځه کمه نه ده» غورځنګ یوې مخکښې هنډه پومیرانیک، دا اعتراضونه «د زمانې روح» ونومول. په ټوله نړۍ کې د پراخو فیمینیسټو لاریونونو ریښه څه وه؟ ایا په متحده ایالتو کې «زه هم» اعتراض د ارجنټاین د «یوه ښځه کمه نه ده» اعتراض پایله ده؟ ښايي داسې وي. هغه څه چې موږ پرې پوهېږو دا دي چې د لومړي ځل لپاره، د ځمکې د کرې په هر ګوټ کې په زرګونو نارینه او ښځې د یوه ظالمانه سيسټم په اعتراض کې چې د هغوی پر ژوند مستقیمې اغېزې لري، واټونو ته راووتل.
پومیرانیک زیاتوي: «ډېری لیکوالان په دې باور دي چې «زه هم» اعتراض په نړۍواله کچه هر څه ولړزول ځکه چې دا تورونه د داسې مشهورو شخصیتونو له خوا لګول کېږي چې لوی پلټفورم ورکړل شوی. موږ مشهور کسان نه یو. په ارجنټاین کې د پیل ټکی یو ټوېټ و چې موږ ټول ورسره تړاو لرو او د متحده ایالتونو کې په څېر هېڅ مشهور عامل نه و. ډیرې کوچنۍ پېښې ناڅاپه د پېښېدو په حال کې وې.»
د ژورنالیستې مارسلا اوجدا لخوا د بحث وړ ټوېټ په دې توګه شوی و: «ښځینه لوبغاړو، سیاستوالو، هنرمندانو، سوداګرو، مخورو، ښځو، تاسو ټول … ولې خپل غږ نه پورته کوو؟ زموږ د وژلو په حال کې دي.» هغې د ۱۴ کلنې کیارا پایز پر وژنې له خبرېدو وروسته چې امیندواره وه او د هغه د ۱۷ کلن هلک ملګري له خوا په کندې کې ښخه شوې وه، توېټ وکړ، نورو کاروونکو او فعالانو هم ورته پوښتنه وکړه او لومړی لاریون یې تنظیم کړ.
درې اوونۍ وروسته، ۲۵۰۰۰۰ کسان په بوینوسایرس ښار کې راټول شول. ډېرو نورو په ارجنټاین کې په شاوخوا ۱۲۰ بېلابېلو ځایونو کې مظاهرې وکړې. لکه څنګه چې پائولا روډریګز په خپل کتاب «ځلانده ستورو» کې تشریح کوي، له مظاهرې یوه ورځ وروسته، د جنسي تاوتریخوالي د راپور ورکولو لپاره ۱۳۷۰۰ ټلیفونونه وشول. په داسې حال کې چې تر دې وړاندې معمولا ۱۴۰۰ ټلیفونونه کېدل. «یوه ښځه کمه نه ده» اعتراضونه د ښځو د وژنې تر غندنې اخوا وو. دغو اعتراضونو یو بشپړ سیسټم افشا کړ چې تاوتریخوالی ساتي او عادي کوي. د څو لسیزو پر له پسې مبارزې په ترڅ کې تل د بدلون غوښتنې وې، خو په ۲۰۱۵م کال کې دا غوښتنې پراخې شوې. ژورنالیسته انګریډ بیک، چې د دغو لاریونونو یوه مخښکه ده، څرګندوي چې د هغو یوه مهمه لاسته راوړنه دا وه چې دا مفکوره رامنځته کړي چې د ښځو وژنه د نابرابره جوړښت پایله ده.
دغه لاریون پر دې سربېره، چې په ارجنټاین، لاتینې امریکا او کیریبین کې د ښځو د حقونو لپاره لومړی ډله ییز لاریون و او د ښځو غورځنګ یې په سیاسي مسأله بدل کړ، دغه راز یې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره د چلند بڼه په جوړښتي (ساختاري) نابرابرۍ پورې د ښځو د وژنې د مسألې په تړلو سره بدله کړه. دغه غوښتنې پر دولتي چارواکو سربېره ټولنې ته هم متوجې وې.
انګریډ بیک د Me Too غورځنګ کې لوی تضاد ویني. هغه وايي: «د Me Too په اړه نظر دا و چې تاوتریخوالی ستاسو ټولنیز- اقتصادي شالید، لوړو زده کړو، یا ستاسو د ژوند کولو ځای ته په پام سره په بشپړه توګه د سنجولو وړ دی. دا له موږ ټولو سره په هر ځای کې پېښېږي. دا مهمه نه ده چې مخکښ واوسو او که نه. Me Too په پاتې نړۍ کې خورا لوی شو، خو په ځانګړې توګه یې د هغو ځواکمنو کسانو ناوړه جنسي ګټه اخیستنه وغندله چې د ښځو پر وړاندې یې له خپل مقامه ګټه پورته کوله. د «زه هم» موخه د څو ملي شرکتونو مدیران دي، نه یو ناپېژاند مېړه چې په کور کې په سیسټماټیک ډول تاوتريخوالي کوي او مېرمن یې نه پیسې لري او نه داسې شبکه چې وکړای شي د تاوتریخوالي خبرې په ژبه راوړي.
هغه زیاتوي، په ځواکمنو ناوړه ګټه اخیستونکو باندې تمرکز کولو سره، د تاوتریخوالي جوړښتي رحم له پامه غورځوو. Me Too د جنسیتي تاوتریخوالي د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ له نشتوالي سره په تړاو کې نه ګڼي. په دې شعار کې د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ او تاوتریخوالي تر منځ هېڅ اړیکه نه شته؛ خو په «یوه ښځه کمه نه ده» کې دا مفکوره وړاندې شوې چې ښځې د تاوتریخوالي له پړاوه د راوتلو لپاره باید شبکې او اقتصادي خپلواکي ولري. له تاریخي پلوه، «یوه ښځه کمه نه ده» اعتراض مخکې نړۍ ته راغلی او واټونه یې فتحه کړي دي. د Me Too غورځنګ چې د تفریحي صنعت په زړه کې پیل شو، یو نړۍوال لید درلود خو دواړه د خپل وخت محصول دي. هنډه پومرانیک په دې باور ده چې: «وختونه یې بېل دي، خو داسې څپې لري چې فریکونسۍ یې یو شان دي. «یوه ښځه کمه نه ده» غورځنګ اغېزناک و، ان که په متحده ایالتونو کې خلک پرې خبر نه وو. دا اعتراضونه د زمانې روح او د یوې دورې د حال بیانوونکې دي. هر څه چې له هغو وروسته پېښ شول، ناببره نه دي.»
نن له هغه لومړني تحرکه نېږدې اته کاله وروسته، د ښځو د حقونو، د همجنسبازانو د حقونو، او د نرښځیانو د حقونو پر وړاندې یو پیاوړی محافظه کارانه غبرګون شته. محافظه کاره مشران په ښکاره د خپلو لاسته راوړنو په تړاو خپل تحقیر څرګندوي او د هغو ځپل دودوي. یوه ټولنپوهه او فمینیسټه دانیلا سائق دغه چاره له دې مسألې سره تړلې بولي، چې غورځنګ له څنډې ته پاتې کېدو لاس واخیست او خپلې غوښتنې یې زیاتې کړې او په ځینو هېوادونو کې ان د حکومتونو کچې ته ورسېدې. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۰م کال کې په ارجنټاین کې د ښځو، جنسیت او د ملت تنوع وزارت جوړ شو.
سائق زیاتوي: «په پیل کې موږ یوازې د وژل کېدو په اړه خبرې کولې او د عمومي شخصیتونو لپاره دا ډېره ستونزمنه وه چې د دې بې عدالتۍ د ترمیم لپاره پر غوښتنو اعتراض وکړي؛ ځکه دا غوښتنه ډېره بنسټيزه وه. وروسته، دوی پوه شول چې فیمینیزم پراخ شوی او د جنین د سقط په څېر له ډیرو مسایلو سره تړاو لري او لاپسې ژور کېږي او ډېری خلک ځوروي. ډیر ځواکمن کسان او بنسټونه خورا په غوسه شول او هغه ایډیالوژۍ چې ارامې ښکارېدې، په بیدارۍ یې پیل وکړ. کاتولیکان، محافظه کاره او ښي اړخي سخت دریځه کسان د ټولنې په ځینو برخو کې ډېر محبوب او مطرح شول.
په ځینو مشهورو بېلګو کې د برازیل د پخواني ولسمشر ژایر بولسونارو، د متحده ایالتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، او د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني نومونه شامل دي. د سائق په وینا، د ډېرو لپاره فیمینیزم اوس په حکومت پورې اړه لري او په اړه یې د بحث او ورسره د مبارزې لپاره څه نه شته. دا یوه ښکارنده ده چې باید په اړه یې فکر وشي. بې له شکه موږ د محافظه کارو غبرګونونو او په ښکاره ډول د ښځینه ضد ویناوو دوره تېروو. که د فیمینیزم لمن تر پوښتنې لاندې نه وای راغلې، نو دومره پياوړی او ځانګړی محافظه کارانه غبرګون به نه و او موږ به د ښځو د داسې ضدیت شاهدان نه وو.