نیکولاس کي: طالبان په یوه ناقص سازش سره واک ته ورسېدل او ډېربه دوام ونه‌کړي

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) پخوانی ملکی استازی (نیکولاس کي) وایي چې په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو سره، طالبان به ډېر وخت پاتې نشي.

د ناټو پخواني ملکي استازي له امریکا غږ سره په مرکه کې چې نن شنبه ( د مرغومي په ۱۳مه) خپره شوه وویل، هغه څه چې دغه ډله یې کوي، یو ناورین دی او دوام نه شي ورکولی!

هغه زیاته کړه: «زه له تېرو ۴۸ کلونو راهیسې افغانستان ته دوامداره سفرونه کوم او په هغه هېواد کې مې ډېر بدلونونه لیدلي، هېڅ شی هم باثباته نه دي او د طالبانو د رژیم د دوام لپاره هېڅ دلیل نه وینم.»

کي، د طالبانو د مخالفینو له نړیوالو ملاتړو غوښتي چې د اسانتیاوو او هڅونې له لارې، د طالبانو پر وړاندې د یوه پیاوړي بدیل رامنځته کولو چارې ملاتړ وکړي.

نیکولاس کي، په وروستیو کلونو کې طالبان د یوې منظمې یاغي ډلې په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې دغې ډلې  د پاکستان له استخباراتو (ISI) سره د ټینګو اړیکو له امله، په هغه هېواد له خوندي پټنځایونو ګټه پورته کړې. د هغه په وينا، طالبان د جګړې او پوځي لارې نه دي بريالي شوي؛ بلکې امریکا او ناټو له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره په سیاسي ډګر کې مخکښ و.

د ناټو دغه پخواني چارواکي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو نیوکه وکړه او ویې ویل چې له هر اړخیزې حل لارې پرته له افغانستانه د وتلو مخالف و.

په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی په داسې حال کې له وسله والو مخالفانو سره د نړۍ پر ملاتړ ټینګار کوي چې په وروستي مورد کې په تاجکستان کې د امریکا سفیر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو ضد پوځي ډلو ملاتړ نه کوي.

دا مهال په افغانستان کې ګڼې مخالفې ډلې له طالبانو سره ښکېلې دي چې له ډلې یې داعش ددغې ډلې لپاره تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي.

سر نیکولاس کي، د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د اپریل او ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مې میاشتو ترمنځ، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی و.

Back to top button