نیکلاسن: افغانستان د افراطي ډلو لپاره په امن ځای بدل شوی دی

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایی، هېواد یې د ډېرو افراطی سازمانونو او «جهادی جنګیالیو» لپاره په پټنځای بدل شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن شنبه د سلواغي پر ۲۲ نېټه له هندي رسنیو سره په مرکه کې وویل، چې د داعش له زیاتېدونکو ګواښونو سره به په افغانستان کې وضعیت نور هم خراب شي.

نوموړي په افغانستان کې د ناامنيو او په ګاونډيو هېوادونو کې د بريدونو زياتوالي ته په اشارې سره وويل، چې دغه موضوع د پاکستان او د سيمې د نورو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

نیکلاسن په کابل کې د روسیې، پاکستان او چین پر دیپلوماتیکو ماموریتونو او د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په نښه کولو ته په اشارې سره وویل: «دا روښانه ده، چې په کابل کې دننه جدي امنیتي ګواښ موجود دی، دا د هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړ ده، چې په هیواد کې دننه اوسېږي.»

نوموړي له کابل څخه د سعودي عربستان د ديپلوماتانو د موقتي وتلو په اړه وويل، چې اوسمهال په دې اړه څرګندونې نه شي وړاندې کولى.

نیکلاسن ټینګار وکړ، چې په کابل کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبان د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې لپاره پوره هڅه کوي.

هغه په دې باور دی، چې په افغانستان کې د داعش ظرفیت مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي زیاته کړه، چې وضعیت د افغانستان د خلکو او ګاونډیانو لپاره خطرناک دی؛ ځکه د ده په آند واکمن رژیم د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

ښاغلي نیکلاسن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امنیتي اندېښنو له امله له افغانستانه د بهرنیو سفارتونو د دیپلوماتانو د وتلو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

څه موده وړاندې یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې وه، چې د سعودي عربستان سفارت دیپلوماتان له کابله وتلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button