۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن افغانستان کې د شته ننګونو په تړاو د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو له استازو سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي شنبه شپه د سلواغې پر اتمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې دغه لیدنې په بروکسل کې شوې دي.
نیکلاسن د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي؛ خو ټینګار یې کړی، چې د افغانستان ګاونډی په دغه هېواد کې د شته ننګونو د هوارولو لپاره ارزښتناک رول لري.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي، چې دغه ټولنه به د مرکزي اسیا له هېوادونو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.