د نړیوال جام په اړه د سهیل شاهین د ټویټ په وړاندې د نیکلاسن غبرګون: ښايي د ۲۰۴۲ د فوټبال نړیوال جام په افغانستان کې ترسره شي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د فوټبال نړیوال جام په هکله د سهیل شاهین د ټویټ په غبرګون کې ویلي چې ښايي د ۲۰۴۲ فوټبال جام او له هغې مخکې په ۲۰۳۹ کال کې د ښځو لپاره سیالۍ په افغانستان کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن جمعه د لړم په ۲۷مه د یوه ټویټ په خپرولو د پوښتنې په ډول ویلي چې آیا دا لوبې به د افغانستان لپاره هم الهام بښوونکې وي؟

ښاغلي نیکلاسن زیاته کړې: «ښایي داسې وشي چې په ۲۰۴۲ کال کې د نړیوال جام سیالۍ په افغانستان کې او له هغې مخکې په ۲۰۳۹ کال کې د ښځو لپاره ترسره شي.»

سهیل شاهین د ملګروملتونو سازمان لپاره د طالبانو معرفي شوي استازي، سهیل شاهین، په قطر کې لومړي نړیوال جام د ترسره کولو په اړه د یوه ټویټ په خپرولو، د قطر په مشرۍ په منځني ختیځ کې د لومړني نړیوال جام د ترسره کولو په اړه مبارکي ویلې ده.

هغه لیکلي: «قطر په ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د نړۍ له بېلابېلو سیمو د ۱،۵ میلیونه لیدونکو کوربه دی ترڅو ددغه هېواد بډایه فرهنګ معرفي کړي.

د سهیل شاهین څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستي مورد کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې په کابل کې تفریحي پارکونو ته د ښځو ورتګ منع کړ وروسته یې پارکونو، رستورانونو او سپورتي کلپونو ته د ښځو ورتګ منع اعلان کړی دی.

Back to top button