نيچه هنر او ادبيات – لومړۍ برخه
نيچه او د ليکوال رسالت
نيچه د هنر او ادبياتو په برخه کې د نورو ډگرونو په څېر په ليکوال هم خبرې کوي. هغه په ليکوال کې په هستوونکي مستقلانه او ازادخصلته ځانگړنو ډېر ټينگار کوي. هغه د لارنس استرن انگليسي ليکوال په باب خبره را پورته کوي وايي: «ايا د «ازادو ارواحو» په کتاب کې د لارنس استرن نوم وانه اخلو؟» هغه زياتوي چې لارنس استرن هماغه کس دی چې گويته يې د خپلې پېړى د يو ډېر ازاد مقام په توگه يادونه کوي.
نيچه يادونه کوي چې دې کې شک نشته چې ياد ليکوال يو کليوال قهرجن، او وچ کرکتر درلود، نو په همدې دليل هغه بايد د ټولو دورانونو ډېر ازاد ليکوال وبولو. نيچه د استرن په شيوه او د اظهار په طريقه باندې خبرې کوي، وايي چې د هغه اواز بايد يوازې تړلی يا خپه او صريح قالب کې ونه پلټل شي بلکي په يو ابدي اواز کې واورېدل شي. ان تر دې چې هغه وړانديز کوي چې کېدای شي په هنر کې يو ډول نوی سبک ورته وټاکل شي، داسې چې په هغه سبک کې قالبونه همېشه مات او يو له بله سره گډ شي او په ناټاکلي توگه له سره بيا تکرار شي. د نيچه په نظر استرن د ايهام (يا د دوه گونو مانا لرونکو کلماتو) يو ستر استاد دی. دلته زموږ هدف د بېلابېلو يا مختلفو جنسونو سره معمول رابطه ده.
د نيچه په قول د استرن لوستونکي هره شېبه په دې خبره فکر کوي چې استرن د څه په باب فکر کوي، ايا په څېره کې يې خندا او د ټنډې تريوالي جوتېږي او که نه؟ دا ځکه چې د نيچه په قول د استرن د څېرې هر ډول حالت موږ ته دا جوتوي چې هم خوښي او هم خپگان، په خپل اثر کې هم هزل يا ټوکې ټکالې او هم ژور تفکر سره گډوي او دا په واقعيت کې يوه کيسه ده، چې په پراختيا کې يې مرسته کوي. د شاعر عبارات او کلمات هم له طنزه ډک دي او هم په هغه کې عبرت پروت دی او له هر هغه څه نه چې کرکه کوي، د دې ښکارندوی ده چې نه غواړي له مسايلو سره ساده چلند وکړي.
له دې امله په حقيقي لوستونکي کې شک او ترديد را پورته کوي، په دې مانا کله چې انسان په لاره تللو، درېدلو، ويده کيدلو په حال کې ډېر داسې حالت ته ورته دی لکه چې را ځوړند وي. استرن په ناڅاپي توگه خپلو نقشونو يا رولونو يا کردارونو ته بدلون ورکوي. د دې پر ځای چې ښه ليکوال وي؛ نو ځان لوستونکی بولي. د هغه کتاب تر زياته حده په ننداره کې نندارې ته ورته دی. د يو نندارچې د نقش لوبول هغه نندارچيانو ته ورته دی چې د استرن د بخښني احساس او کنجوسي ته تسليم شي. په عين حال کې دې ته انتظار ولري چې دا حس په پرله پسې توگه له بخښنې سره ملگری وي.
البته د نيچه په عقيده په دې ټولو نکاتو پوهېدا مشکله ده او کيدای شي ليکوال به هم دا غوښتنه درلوده چې بايد داسې وي.
نيچه زياتوي: «ايا لازمه نه ده چې ووايو استرن د ټولو ليکوالو په منځ کې هغه ستره بېلگه او په عين حال کې د تقليد وړ هم نه دی او ان ديدرو هم د هغه د جسارت تاوان ورکړی دی؟ هغه يو بې بديله استاد دی چې ټول ليکوال او هنرمندان غواړي، دا ډول اوسي. له خپله ځانه دغه شان انتظار لري. يعنې هماغه نظم او انضباط، محدوديت، ځانگړنه، پابندي اهداف، کلي شفافيت، سادگي او ارامي د ليکوال حالتونه او چلند لري داسې برېښي چې استرن د يو انسان په توگه له يو ليکوال استرن سره ډير نږدې دی.» (۳: ۴۲۵)
نيچه او هنر د هنر لپاره
د نيچه په نظر، معمولاً کله چې د هنر له موخو او اهدافو سره دوښمني رامنځته کېږي، نو بيا هغه مهال اخلاق خپل سيوری غوړوي خو هنر وايي او حکم کوي چې اخلاق دي خپله څېره او مخ ورک کړي، په درد نه خوري. د نيچه په نظر دا ډول تفکر په روښانه توگه له خرافاتو نه راټوکېږي او پر هغو باندې باور کوم بنسټ نه لري. کله چې اخلاقي موخې او د انسان اصلاح له هنر نه پاکه کړو، نو پايله به يې څه وي؟ پرته له دې چې هرې بې پایلې او بې موخې وي او هېڅ مفهوم ونه لري. لنډه دا چي «هنر د هنر لپاره هغه مار ته ورته دی چې په خپله لکۍ خوله لگوي.» (۴: ۱۵۹)
د نيچه په نظر د اخلاقي اهدافو د درلودو په نسبت بې هدفي غوره ده او دا يو نگه يا خالص عشق دی.
د نيچه په نظر د ارواپوه غوښتنه په دې برخه کې بل څه ده. ياد متفکر د ارواپوه غوښتنه په دې ډول شرح کوي: «په ټوله کې به د هنرونو نقش څه وي؟ ايا هغه گټه لري؟ دا چاره کوم ښکلی او د سترتوب نه ډک لباس چا ته نه وراغوندي؟ د غوراوي يا غوره کولو مقام ته يې نه ورپېژني؟ کوم څه ته اولويت نه ورکوي؟ خو له دې ټولو سره هنر يوه پياوړې سرچينه ده او يا د يو لړ ارزښتونو او لاسته راوړنو د سستۍ يا کمزوري کولو سرچينه ده. ايا دا يوه برخه ده. يوه صدقه ده؟ په دې کار کې د هنرمند د غريزې هېڅ کار نشته؟ نو د هنرمند کېدو لپاره څه شرط موجود دی؟» (۴: ۱۵۹)
د نيچه په قول، د هنرمند ډېره ژوره غريزه د هنرمند کېدو په لور حرکت دی، کله هم هنرمند غواړي چې د ژوندانه په مسير کې حرکت وکړي، خو دومره زيات نه. د نيچه په قول هنر د ژوندانه يو ستر محرک دی، نو له دې امله بې موخې او بې هدفه يې نه شو گڼلی. همدارنگه «هنر د هنر له پاره» قبا هم دومره د هنر په قد او جثه مناسبه نه برېښي. نيچه يوه پوښتنه مطرح کوي وايي چې هنر بايد د ژوند د پليديو، چټليو، بدگومانيو او نورو کرغېړنو عناصرو نه پرده پورته کړي او خلکو ته يې وښيي. نو له همدې امله ده چې هنر له ژوند نه جلا او گوښی نه شو تصور کولی. ځينې فلاسفه او پوهان په دې عقيده وو چې د هنر پښه دې لور ته را کاږي. يعنې په واقعيت کې ځان له دې غوښتنې ژغورل او له ارادې ځان ازادول.
نيچه په دې لړ کې د تراژيدۍ د هنر يادونه کوي، وایي چې د تراژيدي هنرمند موږ ته څه راښيي؟ د هر ډاروونکي څيز په وړاندي بې پروايي او نه ډاډ. نو ځکه پر دې خبره ټينگار نه کوي. داسې يو حالت د غوښتنې وړ دی نو که څوک داسې دوره او گرځېدا وپېژني، نو په رښتيا چې ډېر نېک دی. هنرمند داسې حالت انسانانو ته ورکوي يا ورښيي او بايد دا عملي کړي. خو البته په دې وړاندوينې که څوک هنرمند وي او په محرميت کي نبوغ ولري نو له دي کاره تېښته نه لري.» (۲: ۱۶۰)
پایله
کله چې د نيچه د هنر او ادبياتو په اړوند د نظرياتو ارزونې ته را ځو، گورو چې نيچه هنر او ادبيات له فلسفې سره په يو ډول گډوي او يا په بل عبارت هنر او ادبياتو ته له فلسفي ليده گوري. د بېلگي په توگه هغه سر تر پايه يو اپولوني او د يونيسيزي اسطورې تعقيبوي او د لرغوني يونان د ټولنې او فرهنگ په متن کې بشريت ويني، هغه که د «زردشت داسې وويل» اثر هستوي، هلته هم دا مفکوره غځوي. هلته «زبر مرد» راپېژني او اثار هم د شعر په ژبه بيانوي يا دا چې فلسفې ته د شعر ژبه کاروي او شعر او هنر فلسفي کوي.
همدا ډول نيچه د بشريت په وجود کې اهورا يي او اهريمني دواړه خصلتونه د «اپولوني» او«ديونيسوسي» مفاهيمو په وجود کې شرح کوي. په دې مانا چې د بشريت په وجود کې د هنر پرښته موجوده ده، د علم اوپوهاوي او له دې لارو په طبعيت باندې د لاسبري او په خپله د انسان په وجود کې په وحشت او بربريت باندې غلبه شرح کوي. نيچه شعر ته په عالي او ارزښتمن نظر گوري. د شعر له لارې د تراژيدي هنر د انسان له وجوده ناوړه او حيواني افکار او ککړې ځانگړنو په ليري کولو کې اغيزمنې بولي.
په همدې بنياد نيچه شعر، ادب او هنر د انسان له وجوده د وحشي او ديونيسوسي ځانگړنو د توږلو او ليري کولو لپاره اغيزناکه وسيله بولي.
سرچینې
- منوچهر صانعي. پيام نيچه. موسسه انتشارات فلسفه (نقش و نگار). دویم چاپ: ۱۳۸۹.
- فريدريش نيچه. حکمت شادان. (جلال ال احمد، سعيد کامران، حامد فولادوند ژباړه)، دویم چاپ، خاني نيل: ۱۳۸۰.
- فريدريش نيچه. اواره و سايه اش. (سعيد فيروز ابادي ژباړه)، جامي، دویم چاپ: ۱۳۸۷.
- فريدريش نيچه. غروب بتان. (ترجمه مسعود انصاري)، جامي، دویم چاپ: ۱۳۸۸.