نیکلاسن: لوګر ولایت کې د ۱۴ ښځو او نارینه‌وو له په دُرو وهلو خواشینی یم

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن ویلي، چې په لوګر ولایت کې د طالبانو له خوا د خلکو پروړاندې د ۱۴ ښځو او نارینه‌وو له په متروکو وهلو خواشینی شوی دی.

نیکلاسن شنبه د لیندۍ پر شپږمه د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې طالبان د تېر کال له اګسټ راهیسې بشري حقونو ته د درناوي په اړه سخت شاتګ لرلی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړې، چې اروپايي ټولنې له ځینو نورو هېوادونو، چې په هغه کې د بدني سزا ورته ډولونه پلې کېږي هم غوښتي ترڅو د نړیوالو قوانینو په تړاو پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د نیکلاسن په وینا بدني سزا ورکول یو ډول ظالمانه، غیرانساني یا له سپکاوي ډکه سزا ده، چې د شکنجې د منعې کنوانسیون او د نړیوالو مدني او سیاسي تړونونو له مخې منع اعلان شوې ده. هغه په دوام کې ویلي، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې یادو دواړو مواردو ته ژمن دي، نو له همدې امله طالبان د سرپرست حکومت په توګه له هغوی ملاتړ ته اړ دي.

ټامس نیکلاسن ویلي، چې د قانون واکمنۍ ته درناوی ډېر اړین دی. اروپایي ټولنې په پرله‌پسې توګه له طالبانو غوښتي ترڅو د اساسي قانون چوکاټ او نور قوانین چې پلي کوي یې، روښانه کړي او د نړیوالو ژمنو په درشل کې یوه مناسبه لار غوره کړي.

نیکلاسن څرګنده کړې ده، چې دواړه یاد موارد طالبانو تر اوسه نه دي پلي کړي.

ټامس نیکلاسن همداراز زیاته کړې، چې د اسلامي شریعت په تفسیر او پلي کولو کې د طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ توپیرونه شته دي او له هغو بحثونو، چې رامنځته شوي دي هرکلي کوي او هغوی ته درناوی کوي.

څو ورځې مخکې طالبانو اعلان کړی، چې ۱۴ تنه یې په بېلابېلو جرمونو په لوګر ولایت کې د خلکو پروړاندې په دُرو وهلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button