په پاکستان کې په یوه ځانمرګي برید کې ۹ پولیس وژل شوي دي

نړیوالو رسنیو د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د ۹ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

رویټرز د پاکستاني پولیسو د ویاند محمود خان نوتیزي له قوله ویلي، دا ځانمرګی برید د دوشنبې په ورځ )مارچ ۶ مه) د پاکستان په جنوب کې شوی دی.

نوتیزي وويل چې په دې ځانمرګي بريد کې ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه ځانمرګي برید په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات شوي دي.

یوه میاشت وړاندې د پېښور د پولیسو په یوه مرکز کې په یوه جومات کې په ځانمرګي برید کې نږدې سل تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.

د پاکستان حکومت په دغه ترهګریز برید کې ټي ټي پي په لاس لرلو تورن کړی ده.

ورته لیکنې

Back to top button