ننګرهار او لغمان کې د ۲ پاکستاني وسله والو په ګډون ۱۹ طالب وسله‌وال وژل شوي

۸صبح، ننګرهار

ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د دوو پاکستاني وسله والو په ګډون ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال ویاند ۸صبح ته وویل، افغان توپچي ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ کې وسله‌وال طالبان په نښه کړي چې په ترڅ کې يې ۱۱ طالب وسله‌وال وژل شوي او۴ نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر ۸صبح ته وویل، په یادو بریدونو کې دوه پاکستاني وسله‌وال هم وژل شوي او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
له بلې خوا د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اسلام‌اباد سيمه کې امنيتي ځواکونو هغه وسله‌وال په نښه کړي چې غوښتل یې ماينونه خښ کړي.
امنیتي چارواکي وایې، په دغه برید کې دوه طالب وسله‌وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button