لیکوال: ایوا لرای
سرچینه: Ouest-fracnce
ښځې د نارينه وو په پرتله «د لارې په موندلو او ادرس موندلو کې ښې نه دي»، «په ریاضي نه پوهېږي»، «ډېرې پیسې مصرفوي»، «عصبي» او «لطیفې» دي. ډېری دغه جنستي کلیشې لا هم د فرانسې په ټولنه کې شتون لري. ټولې دغه تاریخي کلیشې چې د ښځو ارزښت یې کم کړی دی، له کوم ځای نه راغلې دي؟ له فرانسوي تاریخ پوه او د کلیشو متخصص موریل سال سره په دې اړه خبرې کوو څو دا موضوع وڅېړل شي.
(HCE) د جنسیتي برابروالي عالي شورا د ۲۰۲۳م کال د جنوري په ۲۳مې نېټې په خپل کلني راپور کې ویلي دي: په فرانسه کې چې د خپل د بشر د حقونو په مهد ویاړي «جنسیتي تبعیض کم شوی نه دی، بلکې زیات شوی دی.»
دا له وړاندې مخکې انګېرنو پراختیا موندلې، د خلکو په ذهن کې یې ځای نیولی او په ناغوښتل شوي ډول د بدیهیاتو په توګه منل شوي دي چې ډېری خلک نور دوی تر پوښتنې لاندې نه راولي. د بېلګې په توګه، ځیني وختونه اورو چې ښځې «د ادرس موندلو په برخه کې هېڅ درک نه لري» او په ریاضي کې ډېر لږ استعداد لري او د نارینه وو په پرتله «حساسې» دي هغوی دغه راز په «عصبي» او په «بې ځایه لګښتونو» هم یادېږي.
دغه کلیشې څنګه د MeToo# د کمپاین له وخت نه تر اوسه پاتې دي؟ د دې پدېدې د غوره درک لپاره، له تاریخ پوه او متخصص موریل سال نه پوښتو. نوموړی مونږ ته د ځینو دغو جنسیتي کلیشو په اړه وايي، د ښځو او نارینه و د توپیرونو اړوند کلیشې تحلیلوي.
ایوا: د دغې کلیشې چې ښځې «د ځای موندنې هېڅ حس نه لري» ترشا څه حقیقت پروت دی؟
موریل سال: د دغې ادعا شاته یو نظر پروت دی چې ښځې د بصري –فضايي مهارتونو سره ستونزه لري. مطالعو ښودلې چې په دې برخه کې د ښځې او نر تر منځ توپیرونه شته. ښځو د ذهني څرخونې په یو شمېر تستونو کې لکه ویډیويي لوبې، د روبیک مکعبونه او درې بعدي تمرینونو کې په سم ډول عمل نه کوي. ورته مهال، که ښځې دا مهارت تمرین کړي، کولای شي له نارینه وو سره خپل واټن لږ کړي.
لنډه دا چې، دا کلیشه بنسټ لري، خو په حقیقت کې موضوع زده کړې ته ورګرځي. په ماشومتوب کې لوبې کول د دغه مهارت د رامنځته کولو په برخه کې مرسته کوي. کوچنۍ نجونې ډېری د خپلو لوبو له لارې ژبني او د زړه مهارتونه تمرینوي. لکه له نانځکو سره لوبې. لکه څنګه چې نجونې د هلکانو په څېر ودانیزو لوبو ته نه هڅول کېږي، د بصري-فضایي مهارتونو په برخه کې پرمختیا نه شي کولای.
ایوا: په ریاضي کې د فیلدز معتبر مډال دوه وارې یوې ښځې ته ورکړل شو. ایا دا کلیشه تاییدوي چې نجونې په ریاضیاتو کې بدې دي؟
موریل سال: دا کلیشه سمه نه ده. په تېرو ۲۰ کلونو کې د فرانسې د پوهنې وزارت له لوري ټول د ښوونیز د برخې خپرې شوې شمېرنې، ثابتوي چې نجونې په ټولو برخو له ډلې یې ریاضیات، جندر/ او په ښوونځي کې هوښیار جنس دی. له بده مرغه نجونې فکر کوي چې په ریاضي کې بدې دي. دا هماغه څه دي چې مونږ یې د «کلیشه يي ګواښ» په نوم پېژنو. یوازینی کار چې باید ترسره یې کړو، دا دی: هغه څه چې باور پرې کوو د هغو په اړه باید یوه څېړنه وکړو. نجونې اکاډميک یا حرفه يي څانګې نه ټاکي چې له امله یې په لوړه کچه ریاضي ته اړتیا ولري، له دې امله په ودانیزو څانګو کې د ځوانو ښځو له پیکه حضور سره مخامخ یو. [د لیکوال يادښت: په ۲۰۱۸م کال کې، د (CERN) د هسته یي څېړنو اروپايي سازمان راپور ورکړ چې د هغوی ټیم یوازې له ۲۰ سلنو ښځو جوړ شوی دی.]
له هغه وخت نه چې د فرانسې په ښوونځیو کې اصلاحات رامنځته شوي دي، د هغو نجونو چې په ښوونځي کې یې پرمختللي ریاضیات تعقیب کړي، شمېر یې ۱۰ سلنې ته راټیټ شوی دی. دغه باور ته دوام ورکول چې ګواکې نجونې او ښځې په ریاضي کې لټانې یا هم بدې دي، معتبره تحصیلي رشتو ته د هغوی لاسرسی کمزوری کوي.
ایا دا سمه ده چې نارینه «نه شي کولای په یوه وخت کې له یوه کار نه ډېر ترسره کړي»؟
موریل سال: په دغې کلیشې اعتقاد د هغوی په ګټه دی. مونږ ځیني وخت اورو چې «څو کاره» ښځې ښې دي. ټول هغه کارونه چې د مغز او اعصابو په برخه کې ترسره کېږي، ښکاري چې د نارینه وو مغز کاملا د دې وړتیا لري هممهاله څو کارونه ترسره کړي. هغوی په خپل ورځني ژوند کې اړ نه دي، د هغو ښځو په پرتله چې اړې دي خپل کار او مورتوب سره اشتباه کړي.
ایوا: ایا رښتیا هم ښځې له نارینه وو «حساسې او پاکې» دي؟
موریل سال: دغه کلیشه داسې څه ته اشاره کوي چې ټولنپوهنه هغه د «متفاوته ټولنې منلو په توګه پېژني. دا رښتیا دي چې نارینه او ښځینه په بېلابېلو ډولونو تربیه کېږي. ښځې دا زده کوي چې د تقلیدي لوبو، لکه له نانځکو سره د لوبو کولو له لارې احساسات کشف کړي. له ټولو نه مهم دا چې، هغوی اجازه لري خپل احساسات په ازادانه ډول بیان کړي.
نجلۍ په سیستماتیک ډول د خپل فزیکي ظاهر له مخې معرفي کېږي. هغه د «نمکي» په توګه معرفي کېږي، په داسې حال کې چې هلک د «سرشاره یا سرزنده» په توګه معرفي کېږي. که ماشومه نجلۍ په ژړا پیل وکړي، هغه «ناخوښې» بولي، له همدې امله هغه په غېږ کې نیسي او ارامه کوي يې. که چیرې نوی زېږېدلی هلک ماشوم وژاړي، «وږی» یا «عصباني» یې بولي.
په لومړیو کې ماشومان زده کوي چې د خپل جنسیت پر بنسټ کولای شي په قانوني ډول کوم احساسات څرګند کړي. پرته له شک نه چې نجونې ډېرې حساسې دي، ځکه د یوه عمر د شرطي کېدلو پایله فرهنګي دی.
ایوا: ولې ښځو ته د «هیستري» اصطلاح کارونه جنیست پارونکې ده؟
موریل سال: په نولسمه پیړۍ کې، ښځې یې «هیستریک/عصبي» بللې څو ووایي چې له حد نه زیاتې حساسې دي. دا د ښځو د احساساتو په اړوند له مخکینۍ کلیشې سره ورته والی لري. له قضا یاده دوره د ویکتور هوګو او استفان مالارمه د رومانتیک شعر د سرو زرو دوره وه. په دې ځای کې مونږ دغه نارینه لرو چې حساس دي او خپل احساسات څرګندوي. خو د هغوی احساسي بیان ښکلاګانو سره د مینې له امله، مشروع بلل شوې دي. په داسې حال کې چې د ښځو له لوري د احساساتو څرګندول د هغوی په جوړښتي کمزورتیا دلالت کوي. هریتیه، فرانسوي انسان پوه، دغه اصل «د جنسیتونو د افتراقي وړتیا» په توګه پېژني؛ یعنې د مذکر ارزښت له مونث نه تل ډېر دی.
د «هیستري» اصطلاح د یوناني کلیمې ریښې له لارې، هیسترا، چې رحم ته اشاره لري، په ښځو پورې اړوند ده. دا ښکاروي چې ښځې په ټوله کې، کولای شي خپل رحم ته تقلیل پیدا کړي؛ ځکه د هغوی رواني وضعیت د فزیکي ژوندانه د ځانګړو برخو له لوري کنټرول کېږي. سره له دې چې دا کلیشه پخوانۍ ده، خو نن هم کارول کېږي. د بېلګې په توګه، که چېرې کومه ښځه په یوه جلسه کې وځورول شي، مونږ تعجب کوو چې له قاعده ګي نه مخکې سندروم دی یا څنګه. دا د دې څرګندوینه کوي چې د ښځو بدن، په تېره د هغوی رحم، هر څه کنټرولوي.
ډیری مطالعو ښوودلې ده چې مورنۍ غریزه د فرهنګ او تاریخ د جوړونې پایله ده؛ خو دا ټول په فرهنګ پورې اړه نه لري. کله چې زایمان په ښه ډول ترسره کېږي، «د زړه تړلو هورمونونه» تولیدېږي. امېندواري او نړۍ ته د ماشوم راوړل، جسمي او رواني پایلې لري چې د مور او ماشوم پر اړیکه اغېزه کوي.
«مورنۍ» اصطلاح هم پخپله دغې پوښتنې ته ځواب ورکوي؛ ځکه یوازې ښځې کولای شي چې مور وي. خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی یوازې هغه کسان دي چې د کورنۍ د رول د ترسره کولو وړتیا لري.
ایوا: ایا ښځې په رښتیا هم د نارینه و په پرتله ډېر لګښت کوي؟
موریل سال: ښځې د هغو چلندونو له امله چې هغوی ته تجویز کېږي، تل په سیستماتیک ډول د نیوکې لاندې راځي. د ښکلا پېژندنې ځانګړي معیارونه د ښځو لپاره تعریف شوي دي چې کېږي د جامو اغوستلو، جذاب سینګار، د مناسب وزن د ساتلو په اړه اندېښنې او نورو ته اشاره وکړو. وروسته هغوی په ډېر لګښت تورنې کړو. دا دستور لګښت لري.
همدا منطق د ښځو د احساساتو په اړه هم صدق کوي. مونږ نه شو کولای کوچنیو نجونو ته مینه او پاملرنه ورزده کړو او بیا ځوانې ښځې له حد نه د زیات احساساتي کېدو له امله وښکنځو. په پایله کې، ښځې د هغه کار له امله چې په ټول ژوند کې یې زده کړی دی، ښکنځل کېږي.