کله چې طالبان بیا واکمن شول، د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت راوپرځېد. دا راپرځېدنه د ډېرو کورنيو او بهرنیو عواملو پایله وه، چې فساد، د واک انحصار، قبیله پالنه او قوم پالنه، د طالبانو ضد حوزه کې خپل منځي ترینګلتیاوې، له طالبانو د ځینو هېوادونو ملاتړ، د دوحې تړون او داسې نور پکې شامل دي. خو تر ټولو څرګند لامل د طالبانو د ډلې د جنګي ماشین پر وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د مقاومت نشتوالی و. پر نورو کورنیو ستونزو سربېره، د ښاغلي غني په مشرۍ دولت د خلکو ملاتړ هم له لاسه ورکړی و. کله چې وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زرو خلکو پکې ګډون وکړ، په داسې حال کې چې لږترلږه باید لس ملیونه خلکو پکې ګډون کړی وای. د خلکو یوې برخې د طالبانو د حضور په پایله کې د رامنځته شویو ناامنیو له امله په دغه بهیر کې ګډون ونه شو کړای، خو په میلیونونو خلکو چې د ګډون اسانتیا او زمینه ورته برابره وه، په دغه بهیر کې له ګډونه ډډه وکړه. هغه حکومت او د هغه ټاکنیز بنسټونو او هغه بهیر (ټاکنو) د خلکو پر وړاندې خپل اعتبار له لاسه ورکړی و. سره له دې چې خلک د جمهوري نظام پلويان وو، خو د اشرف غني په مشرۍ له حکومته یې واټن ونیو. اوس چې د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله تېر شوي، موږ وینو چې د ولس او واکمنې ډلې تر منځ واټن د جمهوريت د وروستیو وختونو په پرتله ډېر شوی دی. اوس د خلکو لیکه او د طالبانو لیکه له یو بله جلا ده. د ټولنې د طالباني کولو پر وړاندې یو جدي ولسي مقاومت شته.
د طالبانو ډله په افغانستان او سیمه کې د یو ډول تفکر استازیتوب کوي. طالبان د هغو کسانو استازیتوب کوي چې خلافت یا امارت غواړي او نیکمرغي د اسلام لومړيو وختونو ته په ستنېدو کې ګڼي. د دغه ډول تفکر بله مهمه استازې داعش ډله ده. نورې ترهګرې ډلې چې د «ترهګرۍ په نندارتون» (افغانستان) کې راغونډې شوې دي، ټولې په لږو اختلافونو او توپېرونو سره په همدې ډول تفکر پورې اړه لري. په افغانستان کې د دغه ډول تفکر ملکي استازي حزب التحریر او جمعیت اصلاح دي.
دغه ډول تفکر په لېرېو پرتو کلیو کې یو شمېر کم سواده او نالوستي افغانان جذب کړي وو او هغوی «دنیوي او اخروي نیکمرغۍ» ته د رسېدو لپاره ورته ګروهنه پيدا کړې وه. اوس د طالبانو په څه باندې دوه کلنۍ واکمنۍ کې ورو ورو دې پایلې ته رسېدلي، چې د دوی «دنیوي نیکمرغي» په داسې یوه شاتګ پالي رژیم کې نوره هم ناشونې ده. هغه ظلم او بربریت چې د طالبانو ډلې په دې موده کې په غیر طالب او طالب ضد خلکو باندې کړی دی، هغه دوه زړي کسان هم دې ته راضي کړي چې د یوې ترهګرې او ورانکارې ډلې په ظلم سره د نړۍ هیڅ ځای نه شي ابادیدای، لکه څنګه چې په ظلم سره هېڅ کور نه ابادېږي.
نو اوس په یوه جغرافیه کې دوه افغانستانه دي. یو افغانستان په طالبانو، القاعدې، داعش او اوولس – اتلس نورو ترهګرو ډلو پورې اړوند دی چې تاوتریخوالی، وسلې، زندانونه، وژنې او ترور یې سمبلونه دي. په هغه افغانستان کې د ښځو زده کړه او کار منع دی، ښوونځيو خپل ځای مدرسو ته پرېښې او عصري زده کړو د پېښور د قیصه خوانۍ بازار ژېړو کتابونو ته ځای خالي کړی دی. هېڅوک د اعتراض حق نه لري او ټولنه اطاعت کوونکې او فرمانبرداره ده. په هغه افغانستان کې خلک رعیت دي او تر اوسه د ښاروندۍ درجې ته نه دي رسیدلي. رعیتونه هم درجه بندي شوي، ځینې یې رعیت دي او ځینې نور یې لا رعیت. پر وړاندې یې طالباني افغانستان دی. په دې افغانستان کې ښځې په ازاده توګه د زده کړو حق نه لري، خو پر اهمیت یې باور لري، له همدې امله په پټه زده کړې کوي. په دې افغانستان کې چې د طالباني افغانستان اپوټه خلک ښاروندان دي، مساوي حقونه لري، د یو بل اساسي ازادیو ته درناوی لري، د خلکو پر خصوصي حریم تېری نه کیږي، ښوونځي او عصري زده کړې یې نه دي پرېښې. په دې افغانستان کې تاوتریخوالی او ټوپک اصلي سمبولنه نه دي. دا افغانستان د هیواد په ګوټ ګوټ کې شته. په ځمکتلو( تکاویو) کې د نجونو هر ښوونځی پخپله یو غیر طالباني افغانستان دی.
د طالبانو رژیم به په یوې غیر طالباني ټولنه کې ډېر دوام ونه کړي. د دې رژيم اعتبار په هغه صورت کې تضمينيږي چې ټولنه طالباني شي. خو په هیواد کې د طالباني کېدو پر وړاندې ارام او پراخ مقاومت شته. د طالب جنګیالیو پر وړاندې وسله وال مقاومت هم د هیواد په بیلا بیلو برخو کې په وړه کچه شته، خو د طالباني تفکر پر وړاندې ټولنیز مقاومت خورا لوی او جدي دی. د طالباني تفکر او سیاست یوه مهمه ځانګړنه د عصري زده کړو، په تېره بیا د ښځو او نجونو له زده کړو سره مخالفت دی. طالب جنګیالي او د دې ډلې قوماندانان ښايي په خپلو کورنیو کې د دې وېرې له امله چې هلته واکمن دي، له جدي مقاومت سره مخ نه شي، خو له کورنۍ بهر یوه ارامه خو پراخه مبارزه ویني. همدا اوس لسګونه زره نجونې په کورونو او ځمکتلو کې زده کړو ته دوام ورکوي. انلاین زده کړې هم په پراخه کچه د بدیل په توګه کارول کیږي. هغه ښځې چې لا کار کوي، مبارزې ښځې چې واټونو ته راوځي او اعتراض کوي او یا هغوی چې په سرپټو ځایونو کې اعتراض کوي، ټولې د وضعیت د طالباني کېدو پر مبارزه جنګیږي. یو تنکی ځوان هلک چې له خپلې سلیقې سره سم خپل ویښتان اصلاح کوي او سینګاروي، د طالباني تفکر پر وړاندې مقاومت کوي او له طالب کېدو سره خپل واټن نه کموي. سره له دې چې د طالبانو د عقایدو د تفتیش پولیس په هر ځای کې خلکو ته مزاحمت کوي او د خلکو په جامو، ږیره او حجاب کې لاسوهنه کوي، خو ټولنې لا هم سخت مقاومت کړی دی.
په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې په هرات کې طالبانو د نجونو د زده کړو له امله څو ښوونیز مرکزونه تړلي دي. تر دې وړاندې څو ځلي په غزني کې ورته پېښې وشوې. په داسې حال کې چې په هرات کې ښوونیز مرکزونه تړل شوي، د یوې داسې نجلۍ په تړاو رپوټ خپور شو چې له زده کړو تر محرومیت وروسته په یوه مرکزي ولایت کې د کلیو ښځو ته لیک او لوست ورزده کوي. دا ډول پېښې په ټول هېواد کې کېږي، خو د طالبانو له خوا پر رسنیو د لګول شوي سانسور او محدودیتونو له امله ډېری دا وړ پېښې د رسنیو تر پوښښ لاندې نه راځي. دا ټول د طالباني د تفکر پر وړاندې د خلکو د مقاومت بېلګې دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له خوا افغان حکومت او پوځ مات او نسکور شول، خو ټولنه که څه هم ټپي او زیانمنه ده، خو لاهم ولاړه ده. دغه ټولنه د طالبانو پر وړاندې سخت مقاومت لري. حکومت ماته خوړلې خو ولس ماته نه ده خوړلې. دا مقاومت په ټولو ښاري او کلیوالو سیمو کې څرګندیږي. د ښځو او نارینه وو د جامو څرنګوالی، د طالبانو له ټولو فشارونو سره سره، د دې ډلې او خلکو تر منځ څرګند توپیر ښيي. د خلکو صورت او حتی سیرت د همدې وضعیت ښودنه کوي. خلک په په هغوغمونو کې چې طبیعت او طالبانو پرې راوستي دي، یو له بل سره مینه او مرسته کوي، د طالبانو د تفکر پرخلاف چې په غم او خوښۍ کې د مینې پر ځای وحشت او وېره برلاسي کوي. د طالباني تفکر په مټ د دا ډول ټولنیز مقاومت ماتول د ښاغلي محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د ماتولو په څېر اسانه کار نه دی.