جاپان او سویلي کوریا ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن له سفر او د چین د برید په صورت کې له تایوان څخه د پوځي ملاتړ له ښکاره دریځ وروسته، شمالي کوریا وایي چې امریکا کرار کرار په اسیا کې د یوې نوې ناټو د جوړولو په حال کې ده.
رویټرز دوشنبه د جون پر ۲۷ راپور ورکړی، چې شمالي کوریا د پیونګ یانګ له دولت څخه د امریکا د نه شا ته کېدو له امله، اړ شوې چې خپل دفاعي ځواک ته وده ورکړي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه د چنګاښ پر ۵ په یوه بیانیه کې اعلان کړی: «امریکا له جاپان او سویلي کوریا سره په ښکاره توګه ګډ پوځي تمرینونه رامنځته کوي. دا په اسیایي بڼه د یوې ناټو د رامنځته کولو لپاره خوځښت دی.»
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د امریکا، سویلي کوریا او د جاپان ترمنځ له هغه ګډ پوځي تمرین وروسته رامنځته کېږي، چې په هغه یوې امریکایي الوتکې وړونکې بېړۍ هم شتون درلود.
په دې وروستیو کې سویلي کوریا ته د امریکا د ولسمشر په سفر کې هوکړه شوې چې له شمالي کوریا سره د مقابلې لپاره به د اړتیا په صورت کې په سویلي کوریا کې ډېرې امریکایۍ وسلې ځای پرځای شي.