شمالي کوریا  د سویلي کوریا د ختیځو اوبو پر لور بالیسټیک توغندی توغولی دی

د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی چې شمالي کوریا، د دغه هېواد د ختيځو اوبو پر لور بالېسټیک توغندی توغولی دی.

دغه توغندی د پنجشنبې پرسهار، د نوامبر پر۱۷مه، د پیونګ یانګ له لوري توغول شوی دی.

دغه توغندی د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر له هغه خبرداری وروسته، چې ګواکې په سیمه کې به د امریکا او د هغې د متحدانو اقداماتو ته لا سخت پوځي ځوابونه ورکړي، توغول شوی دی.

د سویلي کوریا د پوځ لوی درستیز د دغه هېواد د ختيځو اوبو پر لور د توغندي توغول کېدل تایید کړي دي، خو په تړاو یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چوسون هو په یوې بیانیې کې خبرداری ورکړی، چې د سویلي کوریا په تړاو د امریکا، سویلي کوریا او جاپان وروستۍ هوکړه  د کوریا په ټاپووزمه کې ترینګلتیاوې« د نه اټکل وړ» زیاتوي .

د ویلو ده، چې د کوریا په ټاپووزمه کې د شمالي کوریا د توغندیزو ازمویښتونو او د سویلي کوریا، امریکا او جاپان له ګډو پوځي مانورو وروسته، وضعیت مخ پر ترینګلي کېدو دی.

ورته لیکنې

Back to top button