شمالي کوریا خپله لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ توغوي

د جاپان ساحلي ګارد اعلان کړی چې د شمالي کوریا حکومت دغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به خپله پوځي کشفي سپوږمکۍ وتوغوي.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې پیونګ یانګ نن دوشنبه (د می په ۲۹مه) ددې مسئلې په اړه ګاونډي جاپان ته خبر ورکړی.

په یوه اعلامیه کې چې پیونګ یانګ له جاپان سره شریکه کړې، ویل شوي چې دغه سپوږمکۍ به د مې له ۳۱مې څخه د جون تر ۱۱مې پورې وتوغول شي او د ژیړ سمندرګي، د چین ختیځ سمندرګي او د فلیپین د لوزون ټاپو په ختیځ کې به، په سمندر اغېزې وکړي.

ویل کیږي چې د جاپان ساحلي ګارد  ددې توغندي د پاتي شونو څخه د کښتیو د ژغورلو لپاره، د خوندیتوب خبرداری ورکړی دی.

ظاهراً شمالي کوریا د دې ازمایښت لپاره د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو ټیکنالوژي کاروي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې، منع شوې دي.

د جاپان د کابینې سرمنشي (هیروکازو ماتسونو) د پیونګ یانګ لخوا د دغه توغندي ازمایښت، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه وبلله او د کړنه یې خپل هیواد، سیمې او نړیوالې ټولنې امنیت ته یې ګواښ وباله.

په همدې حال کې د جاپان د دفاع وزیر (یاسوکازا هامادا)، خپلو ځواکونو ته امر کړی چې کله هم سپوږمکۍ یا د هغې پاتي شوني د هېواد خاورې ته ننوځي، ویې غورځوئ!

د جاپاني چارواکو په وینا، شونې ده چې د شمالي کوریا دغه سپوږمکۍ به د اوکیناوا په ګډون، چې د متحده ایالاتو لویې پوځي اډه په کې ځای پرځای ده، د جاپان له لویدیځو ټاپوګانو څخه تیریږي.

په همدې حال کې د شمالي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې ددغه هېواد مشر کیم جونګ اون، له بشپړې شوې سپوږمکۍ څخه لېدنه کړی او د هغې د توغولو منظوري یې ورکړې ده.

تر دې مخکې هم د شمالي کوریا توغندیو ازموینو، د لویدیځو هېوادونو او د دغه هېواد د ګاونډیانو له توند غبرګون سره مخامخ شوې دي.

Back to top button