د شمالي کوریا ټولواک: جاسوسي سپوږمکۍ به له پلان سره سم وتوغول شي

د شمالي کوریا مشر (کیم جونګ اون) ددغه هېواد چارواکو ته امر کړی، چې له مخکني پلان سره سم لومړۍ جاسوسي سپوږمکۍ وتوغوي.
رویټرز نن چهارشنبه (اپریل ۱۹مه) د شمالي کوریا د مشر په حواله راپور ورکړ چې د امریکا او جنوبي کوریا له ګواښونو سره د مقابلې لپاره، د دغه هیواد د کشفي ظرفیتونو پیاوړي کول لومړیتوب لري.
د دغه راپور پر بنسټ، کیم د خپل هېواد د فضایي پراختیا ملي ادارې څخه د کتنې په ترڅ کې، د شمالي کوریا د څارنې د ظرفیت پیاوړتیا لپاره په مختلفو مدارونو کې، د څو کشفي سپوږمکیو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه وکړه.
خو نوموړي د دې سپوږمکۍ د توغولو د دقیق وخت په اړه څه ندي ویلي.
کیم په سیمه کې د متحده ایالاتو د ستراتیژیکو وسلو ځای پرځای کول «سویلي کوریا د یرغل په هډې او جګړې لپاره د وسلو په زیرمتون» د هڅې په توګه غندلې ده.
د تېر کال په دسمبر میاشت کې شمالي کوریا هغه څه، چې د یوې جاسوسي سپوږمکۍ د ازمایښت «وروستي پړاو» یې بللی و تر سره کړل او ویلې و چې ددې میاشتې تر پایه به د سپوږمکۍ د توغولو لپاره چمتووالی بشپړ کړي.
له فضایي آژانس څخه د کیم لېدنه، د جامد سوخت نوي لېرې ویشتونکي بالستیک توغندي له آزموینې، څو ورځې وروسته ترسره کېږي.