د افغانستان د شمال وزیرستاني کول؛ د مرکزي اسیا ناامنه کول

علي سجاد مولايي

طالبانو له پاکستان سره د تړون پر بنسټ، د پاکستان د طالبانو د تحریک ځواکونه د افغانستان شمالي ولایتونو ته لېږدوي. سربېره پر دې چې دا موضوع کولای شي په ملي کچه ډېرې ستونزې وزېږوي او قومي شخړې رامنځته کړي، کولای شي یاده موضوع د سیمې په کچه د مرکزي اسیا د هېوادونو لپاره د خطر زنګ وي. د مرکزي اسیا هېوادونه تر بل هروخته تر ګواښ لاندې دي او د طالبانو واک ته رسېدل ددې لامل شوي دي چې په دې سیمه کې امنیت د بې ثباتۍ په لوري لاړ شي. دغه بې ثباتي یو اساسي لامل هم لري. په مرکزي اسیا کې واک ښوودنه، د اوکراین د جګړې لامل شوی دی او د روسیې ټول ځواک او پام ددغې جګړې په لوري دی تر دې چې بنسټ پالنې او ترهګرۍ ته پام وکړي.

د مرکزي اسیا پولو ته د جګړې غځول، له دې امله یو جدي ګواښ دی چې دا سیمه د بنسټ پالو ډلو په پټنځای د بدلېدو لپاره لازم پوتانسیل او د پام وړ د سیمو درلودونکې ده. بېلابېلې بنسټ پاله ډلې له درېیو لسیزو راپدېخوا په دې سیمه کې فعالیت کوي او په سوېل اسیا (افغانستان او پاکستان) کې له بنسټ پاله ډلو سره نېږدې اړیکې لري. په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدل، د مرکزي اسیا د سیمې امنیتي حرکتونو ته یې بدلون ورکړی دی او ننګونې او شخړې د سیمې په یوه قدمي کې دي. نه یوازې دا چې د افغانستان شمال ته د پاکستان د طالبانو د تحریک د جګړه مارانو لېږدول د اندېښنې وړ ده، بلکې د داعش حضور او په مرکزي آسیا کې ددې ډلې د پراخ حضور لپاره هڅې، وضعیت لاپسې پېچلی کړی دی.

د مرکزي اسیا په اړه د بېلابېلو څېړونکو موسسو د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۱ له اګست وروسته، ددې سیمې د امنیت  لپاره تر ټولو جدي ګواښ، د عراق او شام د اسلامي دولت شتون دی. په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدلو راوروسته، په سیمه کې د ترهګرۍ له امله د ګواښ رامنځته کېدل زیات شوي دي. په همدې حال کې، نه طالبان او نه هم د هغوی نږدې متحد القاعده اصلي ګواښ دی، بلکې د خراسان ولایت د اسلامي دولت تر ټولو اصلي ګواښ دی. ددغې ډلې د فعالیتونو اصلي ځای هم افغانستان او پاکستان دی. سره له دې چې اسلامي دولت په لومړیو کې د پاکستان تر واک لاندې د یوې شبکې په توګه ظاهر شو، خو ډېر ژر یې خپل تمرکز په افغانستان وکړ. دا ډله د افغانستان د پخواني دولت لپاره یو جدي امنیتي ګواښ و او دا مهال هڅه کوي چې د طالبانو په حکومتولۍ کې ننګونې او ستونزې رامنځته کړي.

د طالبانو له راتګ وروسته په مرکزي اسیا کې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی دی او د اوزبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان هېوادونه چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، د همدې ګواښ له امله یې خپلو پولو سره ډېر شمېر ځواکونه ځای پرځای کړي دي. د ډلییز امنیت د تړون سازمان هم په افغانستان کې د ناامنۍ او مرکزي اسیا ته یې د ناورین پېښېدلو په اړه څو ناستې په لاره واچولې چې د ګواښ په جدي توب دلالت کوي.

د مرکزي اسیا هېوادونو لویې اندېښنې د افغانستان په خاوره کې د بنسټ پاله ډلو له حضور او فعالیتونو څخه دي. سره له دې چې طالبانو په ځلونو ژمنه کړې ده چې هېچا ته به د افغانستان له خاورې نه د بل هېواد د ګواښ لپاره د ګټې اخیستنې اجازه ورنکړي، خو د طالبانو لپاره ددې کار ترسره کول ستونزمن ځکه دی؛ چې دغو ډلو په تېرو شلو کلونو کې له طالبانو سره یوځای د پخواني دولت پر وړاندې جنګېدلي دي او طالبان اوس باید له هغوی نه کوربتوب وکړي. د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ او د تاجیکستان د انصارالله ډله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې شتون لري او د مرکزي اسیا د امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کیږي.

د بنسټ پالو ډلو شنونکی ریکاردو والي، وايي: «طالبان د خپلو متحدینو په کنترول یو شمېر پرمختګونو ته لاسرسی موندلی دی، خو د یو شمېر سازمانونو موخه یې د وسله والو مبارزو له لارې د مرکزي اسیا د رژیمونو لمنځه وړل دي. داسې وخت رارسېږي چې دغه ډلې باید پریکړه وکړي چې په مرکزي اسیا کې د خپلو اصلي دښمنانو پر وړاندې جهاد پرېږدي او له طالبانو اطاعت وکړي یا به هم د خراسان اسلامي دولت سره یوځای کیږي او هغوی ته به د منځنۍ اسیا د دولتونو پر وړاندې د مبارزې امکان په لاس کې ورکوي.»

بل لوري ته، د خراسان اسلامي دولت غواړي چې د ماورالنهر په نوم د لرغوني سیمې اړوند نورې پراخې سیمې د کنترول لپاره «په مرکزي اسیا کې لوی جهاد) پر لاره واچوي. د خراسان داعش ډلې د لمنځه وړلو لپاره د طالبانو هڅې، هم د پام وړ پایلې نه لري دغه ډله په افغانستان کې د نورو ډلو په پرتله تر ټولو فعاله ډله ده چې د مرکزي آسیا د دولتونو د لمنځه وړلو غوښتونکې ده. دغه سازمان خپلو صفوفو ته د ددغو هېوادونو د جګړه مارانو د هڅونې لپاره په سیمه ییزه ژبه خپلو تبلیغاتو ته پراختیا ورکړې ده. په دې وروستیو کې د خراسان داعش ډلې د اوزبیکستان او تاجیکستان یو شمېر مشران او دغه راز د مرکزي آسیا یو شمېر روحانیون چې د اسلامي دولت پر وړاندې یې منفي تبلیغات کول، په مرګ ګواښلي دي.

د داعش د ګواښ سربېره، د افغانستان شمال ته د تي تي پي د جګړه مارانو لېږدول، وضعیت له وړاندې پیچلی کوي. د رواني له اړخه هغه جګړه ماران چې کلونه کلونه جنګېدلي دي او د اسلامي نظام د رامنځته کېدو هیله یې درلوده، غلي به پاتې نشي او د بل هدف په لوري به ګام کیږدي. دا چې په مرکزي اسیا کې ډیری مهال یو ګوند حکومت پرمخ وړي او ددې ترڅنګ سکولار نظامونه پرې حاکمیت کوي، ددغو ترهګرو لپاره به ښه ټاکنه وي او د فعالیتونو لپاره به یې زمینه برابره کړي. له بل لوري، سخته ده چې فکر وکړو چې دا ځواکونه به اصلاح شي او له ترهګریزو فعالیتونو او جګړې نه لاس واخلي. دغه راز د خراسان داعش د پاکستان د طالبانو له تحریک سره پخوانۍ اړیکې لري، لکه څنګه چې په ۲۰۱۴ کال کې د خراسان داعش ډیری غړي او بنسټ ایښودونکي، هغه کسان وو چې په تي تي پي کې یې پخوانی غړیتوب درلود. د پخوانیو ملګرو د یووالي مساله، کولای شي د مرکزي اسیا لپاره جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړي او ورو ورو د افغانستان شمال د بنسټ پالو ډلو په پتڼځای بدل شي. په تېرو ۴۰ کلونو کې پاکستان کې شمالي وزیرستان د نړیوالو ترهګرو لپاره جنت ځای و او داسې ښکاري چې اوسمهال د افغانستان شمال به له ورته برخلیک سره مخ شي.

ورته لیکنې

Back to top button