۸صبح، کابل: ناروې د حجاب په تړاو د طالبانو وروستی فرمان غندلی دی.
لوېدیځو رسنیو نن دوشنبه د غويي پر ۱۹ د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي: «د افغانستان اوسني واکمنان دغه هېواد انساني، اقتصادي او بشري حقونو ناورین ته ټېل وهي.»
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هنریک تون یکشنبه د غويي پر ۱۹ یوې ویناپاڼه کې ویلي: «د طالبانو پر هغه خبرداري چې ویلي يې دي، ښځې دې په عامه ځایونو کې مخونه پټ کړي، په یوازې سر دې په موټر کې نه سپرېږي او یوازې دې د اړتیا پر مهال له کوره ووځي، غوسه کړی یم.»
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: «دا فرمان د منلو وړ نه دی.» هغه ټينګار کړی، که څه هم طالبان په واک کې دي؛ «خو تر اوسه یو ګوښی دولت دی او د خلکو استازولي نه کوي.»
هنريک تون ویلي: «طالبان د دې پر ځای چې اقتصادي ناورین هوار او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي؛ د مېرمنو او نجونو پر ټکولو بوخت دي.»
د یادونې وړ ده، چې ناروې د روان میلادي کال په لومړیو کې د طالبانو، لوېدیځو هېوادونو استازو او د مدني ټولنې ځینو استازو سره د تړلو دروازو تر شا د یوې درې ورځنۍ ناستې کوربه و.
طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې فرمان ورکړ، چې ښځې دې چادري واغوندي او له دې فرمانه د سرغړونکو سرپرستان به مجازات شي. دا فرمان له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.