۸صبح، کابل: د ناروې د کډوالۍ شورا د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د لوېدیځ له خوا د مالي محدودیتونه له امله چې پر افغانستان بندیزونه لګېدلي، ۲۳ میلیونه افغان وګړي یې د سختې لوږې له خطر سره مخ کړي دي.
د ناروې د کډوالۍ شورا په رپوټ کې چې نن پنجشنبې، د سلواغې په اوومه نېټه خپور شوی، راغلي چې د بندیز لګولو میلیونونه کسان د چټکو مرستو له ترلاسه کولو بې برخې کوي او ټینګار شوی چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
په دغه رپوټ کې راغلي، که د امریکا د مالیې وزارت او نور مرستندویه بنسټونه چټک اقدامات ونه کړي او بانکونه ونه شي کولای بشردوستانه مالي لېږد رالېږد آسانه کړي، خوراکي توکو ته به د میلیونونه کسانو لاسرسي ناشونی وي.
د ناروې د کډوالۍ شورا ویلي چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې رسولو لپاره د ۴.۴ میلیارد ډالرو غوښتنه شوې؛ خو ددې پیسو د لېږد لپاره، د امریکا د خزانې وزارت پرېکړې ته په تمه دي.
دغې شورا زیاته کړې: «که د امریکا مالیې وزارت او د لوېدیځ نور چارواکي موږ ته د مرسته شوو پیسو د لېږد اجازه رانکړي، اړ کیږو چې په تړلي لاس کار وکړو او به نه شو کړای چې دغه پیسې هغو ټولنو ته ورسوو چې سخته اړتیا ورته لري.»
د ناروې د کډوالۍ شورا ویلي، بشردوستانه مرستې او د بندیزونو د لیرې کولو په شان اقدامات اړین ګامونه دي، خو د مرستې رسولو لپاره بسنه نه کوي.
ددې شورا په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د اقتصاد آزاد سقوط ته په پام سره، سیمه ییز بانکونه له سقوط او د پیسو له سخت کمښت سره مخ دي او دا چاره د پیسو اخیستل سختوي.
دغې شورا د نړبوالو بانکي حوالو ترسره کول ډېر حیاتي بللي او جوته کړې یې ده چې د نغدو پیسو پر اخیستو محدودیتونو هم کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ناروې د کډوالو شورا له امریکا او اروپایي ټولنې غوښتي چې افغانستان ته د اړتیاوړ پیسو د لېږد امکان برابر کړي او همداراز نورو مرستندویه بنسټونو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ددغو پیسو په رسېدو یې ترلاسه کړي.
د ناروې د کډوالو شورا له پینځو نادولتي او نړیوالو سازمانونو څخه ده چې په یو شمېر هېوادونو کې د روغتیا, پوهنې او اړمنو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې کار کوي.