اوس دې یادونه افسانـې ښـکاري

احمد نوید نورمل

دا لیکنه د سید طیب جواد د وروستيکتاب«په سمنګانو کې لومړنۍ فلامینګو»ځوان یادونه او ټاکل‌شوي شعرونوڅخه په الهام‌اخیستنې لیکل شوې ده. پدې لیکنه کې هڅه شوې چې د سید طیب جواد د کابل¬وطن او زما د نسل د کابل¬وطن توپیرونهڅه ناڅه پرتله شي.
ښاغلی جواد د خپل کتاب په لومړیو کرښو کې له شعر سره د خپلې مینې او لیوالتیا په اړه لیکي او وایې چې زما مینه له شعر او ادب سره لکه د نورو هم‌زولو افغانانو په څېر، له مشاعرو او ادبي غوڼډو څخه پیل شوې ده. هغه بیا د هسپانوي شاعر فیدریکو ګارسیا لورکا په اړه د خپلېمېنې په اړه هم يادونه کوي. هغه یادونه چې جواد پدې کتاب کې ورته اشاره کوي، زما نسل ته یې لوستلله حقیقته لیرې او افسانې ښکاري. کله چې هغه په کندهار کې د خپلې لومړنۍ شاعرانه تجربې او یا هم افغانستان ته د ګرځندیو (هپیانو) د راتګ په اړه غږیږي،
«ماته او زما نسل ته لکه د خوب په شان ښکاري،
او دا خوب څومره دردونکی دی!
داسې یو خوب چې کله ریښتینی و،
خو تکرار یې اوس هم یوه هیله او یو خوب پاتې شوی.»
کله مې چې د لومړي ځل لپاره د (په سمنګانو لومړنۍ فلامینګو) په اړه فکر کاوو، نو ما ته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، د خپل ماشوم‌توب یا ځوانۍ خاطرې را یادې شوې. کله چې جواد په خپل کتاب کې د فلامینګو په اړه خبرې کوي، ما ته لامبادا را په یاده شي. ښه مې په یاد شي چې د لمبادا سندره – چې وروسته وپوهېدم چې د برازیلي نڅاوو له مشهورو سندرو څخه ده- مې هغه وخت د لومړي ځل لپاره ولیده؛ کله چې پلار مې پاکستان څخه مونږ ته یو کمپیوټر اخیستی ، چې په دې سره له نوي ټکنالوژۍ سره آشنا شو.
پلار مې هغه وخت د ملګرو ملتونو سازمان کې په دنده بوخت و. دا هغه وخت و چې په کابل کې ډیرو لږو خلکوله کمپیوټر سره پیژندګلوي درلوده، او په کور کې د کمپیوټر درلودل یو ستر ګواښ بلل کېده.
زما کورنۍیوه باسواده او فرهنګپاله کورنۍ وهاو زما د مور او پلار هڅه همدا وه چې مونږ د ورځنیو درسونو سربېره، د نړۍ له معاصرې ټکنالوژي باندې سمبال وساتي. ددې حقیقت سره سره چې د موسیقي اوریدل ممکن د وهلو او حتی اعدام کیدو پایله ولري، زما ورور او ما به د لامبادا او د احمد ظاهر «بروید ای حریفان» سندرې د هارمونیې په پردو باندې په چوپ آواز زده کولې.
هغه وخت چې د سندرې او موسیقۍ د کلمو کارول جرم بلل کیده، زما ورور او ما به په آواز مجلې کې چې له اوږدې مودې راهیسې زما د انا د کتابونو په بکس کې آرشیف کیدلې،له افغاني سندرغاړو او هنرمندانو سره مرکېلوستلې. په هغه وخت کې چې د کورنۍ ډوډۍراوړونکي لپاره، کور ته د شپې او د ورځې ډوډۍ راوړل ستونزمن کار وو، زما پلار به د ډوډۍ د پیسو پهکمولو سره، مونږ ته فارسي ناولونه اخیستل چې زمونږ سترګې د فارسي لوست او لیک سره آشنا شي.
د کتاب په یوه برخه کې، ښاغلی جواد د منزل¬باغ، کندهار سینما، په سنځیري او د کندهار د ښار په څنډو کې د بایسکل¬چلولو په اړه خبرې کوي او کله چې زه خپل د ماشومتوب او ځوانۍ په اړه فکر کوم، ما ته د څلورم او پنځموټولګیو جبري لونګۍ¬تړل په یاد شي. کله چې زما مور زما لونګې له خولۍ سره ګڼډلې وه؛ څو له یوه بل څخه جلا نشي. کله به چې له ښوونځي بیرته کور ته راستنیدم؛ لومړی کار به مې دا ؤ چې لونګۍ له سر نه لیرې او یوې خوا ته ګوزار کړم او بیا بله ورځ به مې په ژړا له موره وپوښتل چې لونګۍ می چیرته ده؟
د یو ۱۰ یا ۱۲ کلن ماشوم پوښتنه د لونګۍ په اړه مسخره؛ خو ډیر دردونکی وه. لنډه دا چې د زاړه کابل څخه د جواد د نسل خاطرې او نوستالژی، او زما د نسل خاطرې نه پرتله کیدونکي دي. د جواد نسل، د استقلال د عالي لېسې په ورځپانو کې د شعرونو او مقالو د خپرولو یادونه کوي، خو زما نسل ته، چې د ساینسي مضامینو له زده¬کړې بی¬برخېؤ، د فقه اکبر او نورالایضاح د درسونو زده¬کړې چې په معنی به یې نه پوهیدل، یادیږي.
هرڅومره چې په سمنګانو کې د لومړنی فلامینګو د کتاب مخې اړوم، په دې باوري کیږم چې زمونږ څخه مخکې نسلونه ښایي ډیر شتمن نه ول؛ خو د دوی خوښۍ له مونږ څخه ډېرې وې. د هغه نسل خوښۍ تر ډیره حده کوچني خو ارزښت‌ناکو شیانو پورې؛ لکه د آواز مجله، د اکرم عثمان کیسې، د حمید مومند شعرونه، د صوفي عشقري کوټه¬ګۍ او نړۍ¬لید پورې تړلې وې، مګر له بده مرغه زما په نسل کې، دا ارزښتونه د مادیاتو پراساس؛ لکه د پروژو اخیستل، د موټر ماډل، د وطن څخه د وتلو لاره لټول، د پوهنتون او دانشګاه، او فارسي او دري ترمنځ شخړو پر سر تلل کیږي.
کله چې هغه ټول لولم او دا ټول په سترګو وینم، یو عجیب احساس را ته پیدا شي….‌
د درد، افسوس او حسادت احساس….
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له رانسکورېدووروسته، د ښه ژوند شرایطو ته امیدونه او هېلې زیاتې شوې. که څه هم په ډېرو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشول، خو له بده مرغه مونږ هیڅ‌کله و نه‌شو کولای چې په آرامۍ او پرته له کومې ویرې، یو سماوار یا شیریخ رستورانت تهچې د جواد نسل په هغه وخت کې ورتهکندهار کې ورتلل، مونږ په کابل کې لاړ شو. زما نسل داسې یو نسل دی چې په جنګ کې زیږیدلی، په جنګ کې لوی شوی، او لا تر اوسه هم د سولې او آرامۍ په هیله او امید ساه باسي.
زما وېره داده چې مونږ، د یو ملت په توګه پاتې راغلي يو، او ومو نشو کولی خپل اصلي ارزښتونه، کوم چې په سختو شرایطو کې د خاورې لاندې شوي وو، ژوندي وساتو او ورته دوام ورکړو. مونږ په تېروشلو کلونو کې د ملت‌کیدلو فرصت له لاسه ورکړ، داسې یو چانس چې شاید هېڅ ‌کله بیا ترلاسه نشي.
پر هغه سربیره مونږ لاهم نه پوهیږو چې چا ددې ارزښتونو د ساتنې لپاره خپل ژوند قرباني کړ او چا ورسره خیانت وکړ. زما نسل لاهم هره ورځ د غلطو پالیسیو قرباني کېږي، او هره ورځ لهخپلو انساني او مدني ارزښتونو لیرې کیږي، او ښايي دا ددې لپاره وي ځکه چې زما نسل
لږ لوست کوي،ډیرېخبرې کوي،
ژر قضاوت کوي،ژر په غوسهکېږي،
ژر هیروي، او نورو ته سپکاوی کوي
او د نږدېوالي، خواخوږۍ او له مینې څخه تښتي….. ولې؟
شاید په زرو دلایلو…
مګر په یاد ولرئ که مونږ د یوې غلطۍ د توجیه کولو لپاره زر دلایل راوړو، ممکن یو زر او یوهغلطۍ مو کړې وي!

ورته لیکنې

Back to top button