ګلغونډۍ چې په «ارغواني غونډۍ» هم پېژندل کېږي، په نورو کلونو کې به د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه کسان د نوروز پر ورځ ورتلل؛ خو سږ کال د خلکو شتون پیکه ښکارېده. ګلغونډۍ ته ځینې لیدونکي چې د پروان له څنګلورو ولایتونو څخه د ۱۴۰۱ پر لومړۍ ورځ راغلي، د خلکو د پیکه حضور لامل اقتصادي ستونزې یادوي. دغه راز، سږ کال د نورو کلونو خلاف مېرمنو ته بېل ځای «د مېرمنو پارک» ځانګړی شوی و. ښځو د ۱۴۰۱ کال پر لومړۍ ورځ د دغې غونډۍ له هر ځایه د لیدلو اجازه نه لرله. د نوروز پر ورځ محتسبان (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ماموران) د خلکو ترمنځ ګرځېدل او خلکو ته یې د «اسلامي شریعت له نظره د تفریح د سمې لارې» لارښوونه کوله.
د پروان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامور محمد اکرامالدین فهیم وویل، که څه هم هغوی خلک له مېلې او سیاحت څخه نه منع کوي؛ خو د تفریح په تړاو د اسلامي شریعت له مخې هغوی ته لارښوونه کوي.
نادرشاه د کابل ښار اوسېدونکی دی. هغه له خپلې کورنۍ او ملګرو سره ګلغونډۍ ته راغلی دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې ګلغونډۍ ته د پام اړولو لپاره راغلی دی. هغه وايي: «نن راغلي یو، که یوه ورځ هم کېږي، له درد او رنځ څخه ځان لرې کړو. د خلکو حضور د نورو کلونو په پرتله پیکه دی؛ خو امنیت ډاډمن دی. تېرو کلونو کې زیات نامسووله وسلهوال لیدل کېدل، ان خلک یې ځورول؛ خو سږ کال د خدای شکر دی، نشته.»
عصمتالله هم له خپلو نږدې ملګرو سره ګلغونډۍ ته راغلی دی. هغه وايي، چې له ملګرو سره د تېرو کلونو په څېر په مینه راغلی؛ خو د خلکو د پیکه حضور له کبله غمجن دی. عصمتالله زیاته کړه: «سږ کال له خپلو نږدې ملګرو سره د پخوا په څېر په ډېر شوق او ولولو دلته راغلي یو؛ خو د نورو کلونو په څېر هغه پخوانۍ ولوله نه لیدل کېږي او د دغه وضعیت په لیدو خواشینی شوم؛ ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او له همدې کبله تفریحي ځایونو ته نه شي تللی.»
ګلغونډۍ کې د زیات شمېر خلکو کموالی هلته پر ځايي هټیو هم منفي اغېز کړی دی. عبدالجمیل امیني چې ګلغونډۍ کې چپس پلوري وايي، تېرو کلونو کې د پسرلي په راتګ به یې ګټه وټه ښه وه؛ خو سږ کال یې خوند نشته.
دغه راز سږ کال ګلغونډۍ کې د نورو کلونو خلاف مېرمنو ته ځانګړی ځای (د مېرمنو پارک) هم په پام کې نیول شوی و.
ګلغونډۍ د پروان مرکز چاریکار کې تفریحي پارک دی. دغه پارک ته په پسرلي کې زیات خلک راځي. د ارغواني ګلانو ملي جشن هر کال د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د يو شمېر دولتي چارواکو، شاعرانو، ليکوالو او اوسېدونکو په ګډون په دغه تفريحي پارک کې جوړېږي. اوسني ځايي چارواکي هم وايي، چې د ارغوان ګل لسم فیسټیوال ته یې ځانګړی چمتوالی نیولی او ډېر ژر به دا فیسټیوال جوړ شي.