نوروز او هېواد پالنه

لیکوال: یونس نګاه

نوروز ته دوې ورځې پاتې دي او په دې فکر کوو چې دغه ولسي جشن زمونږ په ملي هویت کې څه ځای لري او څنګه کولای شو هغه د افغانستان د خلکو ترمنځ د وطنپالنې د ټینګښت وسیله وګرځوو. وطندار، زمونږ له خوږو او پرکاروړونکو کلمو نه دی. څرګنده نه ده چې دا کلمه مو کله او څنګه په ژبه ناسته ده، خو لرغونې نښکاري. لکه د احمدظاهر او اولمیر غږ، د استاد هاشم تبله، د بهاوالدین پنجه طلایي تنبور، د استاد سراهنګ ساري ګه مه په ده ني، د الفت او عشقري شعرونه، د میمنه‌ګي نقاشي او د کاتب نثر خو ریښه لرونکې او پخه ښکاري. فارسي ترکیب لري، خو په مشهد او شیراز او سمرقند کې دومره نه کارول کېږي. په کندز، میمنه، نیمروز، نورستان او ننګرهار کې په پښتو ژبو، اوزبیکي، نورستاني، پشه‌یي، بلوڅي او ترکمني لکه کابل چې په فارسي ژبه دی، تکرارېږي. داسې مالومېږي چې د وطندار کلمه د هېواد د ساتنې په موخه د دې خاورې د اوسېدونکو له دوامداره هڅو سره اړیکه لري. وطندار له ښاروند نه غوره عاطفي کلمه او له هم‌وطن نه ژوره کلمه ده. په وطندار کې د دولت مالیاتو حضور او یو له بل سره اړیکې نه حس کېږي، خو کولای شو په هغه کې مالکیت او برابري ووینو. څومره به ښه و چې خبرو کولای شوای د غبرګونونو هېنداره وای او دا ټول وطنپال او وطنداره ویل زمونږ پر چلند اغېز پرېښودلای.

خو داسې نه ده، د ډېرو هڅو سره سره چې لږترلږه د شیر علي خان له وخت نه په نظامند ډول د هېواد او هېوادپالنې د دودولو لپاره په عصري بڼه ترسره شوي دي، لاهم د ملي ګډ هویت د عناصرو پر سر ژور اختلافات لرو او هغه سیاسي ناندرۍ چې تجربه کوو یې، هم د نه تفاهم او یو بل نه زغملو له امله دي. خو نه منل د هېواد او د ملي سمبولونو د نه شتون په معنی نه ده. مونږ د تاریخ جریان او له پېړیو راهیسې د جیوپولیټیکي فشارونو له امله سره یو ځای شوي، راټول کړای شوي، جلا کړای شوي، او پایله کې په هغه خاوره کې چې پوله لري، نوم او پاسپورت او ځانګړې سیاسي پېژندګلوي لري، سره یو ځای کړي یو چې افغانستان یې نوم دی. په دغه افغانستان کې سیاستوالو، ښاري مخکښانو، پوهانو او ملي‌ګرایانو لکه د نورو معاصرو هېوادونو په څېر هڅه کړې چې ګډ سیاسي، فرهنګي او ټولنیز هویت معرفي کړي. قاعدتا په ذهني نقشې او پر سیاسي، تاریخي، فرهنګي او شته طبیعي موادو له تکیې پرته نه شو کولای ګډ هویت جوړ کړو. له دې امله سیاستوالو او د افغانستان نخبه‌ګانو هم د دې خاورې خلکو ته مراجعه کړې او یو شمېر عناصر یې ټاکلي او د هغو د تبلیغ او دودولو لپاره له ځینو ابزارو لکه رسنۍ او ځینو بنسټونو لکه دولت او منبر نه ګټه اخیستې ده. خلکو سره له دې چې په لویو سیاسي پرېکړو کې ونډه نه درلوده، خو پرېکړه نیونکي او مبلغین یې په خپله غېږه کې پاللي او د هغوی لپاره یې د کار خام‌مواد چمتو کړي دي. له همدې امله د رسمي او سیاسي هویت په غوړېدو کې د خلکو شته امکانات او وړتیا انعکاس موندلی دی.

د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې، له مفاهیمو او د عصر د سیاسي حاکمو جریانونو سره د بلدو وګړو شمېر مخ پر زیاتېدو شو او د ۱۹۱۹م کال د خپلواکۍ تر وخت پورې پر سیاست د اغېزلرونکو چاپېریالونو او دولتي دستګاوو کې د کمښت او کیفیت له نظر د دا ډول سیاستوالو او فرهنګیانو حضور د غوړېدو په حال کې و. هغوی به چې کله د افغانستان فرهنګ، تاریخ او ټولنې ته مخه کړه څو د ملي هویت د غوړېدو لپاره سمبولونه وکاروي، داسې شیانو ته به یې لاسرسی ومونده چې سلګونه یا هم زرګونه کلونه او له منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او د هند شبه‌قارې سره د دې خاورې د اړیکې له لارې رامنځته شوي دي. دین مهم عنصر و او له څو اړخونو یې د دې خاورې ډېری اوسېدونکي سره یو ځای کول، له دې امله د اسلام دین او حنفي مذهب په قوانینو، نظام او اداره کې د افغاني هویت په توګه معرفي شول. ژبه د هویت بل مهم عنصر و. فارسي له پخوا د ادارې او سوداګرۍ ژبه وه، او پښتو د لویې کتلې او د سیاسي او اقتصادي نظره ډېره اغېزناکه، ژبه وه. له دې امله پښتو او فارسي د افغانانو د هېوادني هویت د نورو عنصرونو په توګه معرفي شول. هغوی طبیعت او خاورې سره هم وتړل شول او په کتابونو، شعرونو، ترانو او سیاسي اعلامیو کې د افغانستان غرونه، د مارکوپولو غرڅې، اوښ، اس، د قره‌قل پسه او غنم راڅرګند شول. د فرهنګ برخه کې هم بدلون راغی، له ډلې یې په موسیقۍ کې بدلون رامنځته شو. سازونه، کمپوزونه او لرغونې ترانې د عصري الحانو، شعرونو، سیاست او مهارت سره یوځای شول لکه د وطندار کلیمې په څېر یې تاریخي او سیمه‌ییزې ریښې درلودې، خو کېدای شوای چې په ساده ډول د هغوی د افغاني ځانګړتیاو تشخیص وشي. زمونږ هنرمندانو شعر، ساز او ترانې یې د هغو ګډو میراثونو له مخې چې د منځنۍ اسیا، ایران او هند خلکو سره یې لرو، ترلاسه کړي او غربي مدرنو مهارتونو له ابزارو سره یې یو ځای کړي او داسې اثار یې رامنځته کړي چې نه هندي وي، نه لویدیځ، نه ایراني او نه ازبیکي او نه تاجکستاني. نینواز، ځلاند، نتو، اولمیر، ناشناس، احمد ظاهر، مهوش، سراهنګ، پروین او د هغوی نور هم قطاره هنرمندان او موسیقي غږونکي په هماغه چاپیریال کې وځلېدل او خپلو هېوادوالو لپاره یې هنري میراث پرځای پرېښود.

هغه بدلون چې په تدریج ډول له څو پیړیو راهیسې، لومړی لویدیځ او وروسته له هغه ټوله نړۍ یې بدله کړه، ایجاب کوله تر څو ملتونه نمانځغونډې او ملي دودونه هم ولري. زمونږ د دولت مشرانو او سیاستوالو د مذهبي اخترونو او جشنونو ترڅنګ، ځیني رواجونه او دودونه، جشنونه او فرهنګي سمبولونه او نمانځغونډې چې له ډېر پخوا زمونږ د خلکو په منځ کې ژوندي پاتې وو، په ملي کچه یې په رسمیت وپېژندل او هغه یې د ملي هویت د عناصرو په توګه معرفي کړل. له ډلې یې بزکشۍ، اتڼ او نوروز زمونږ د ملي هویت د مهمو عناصرو په توګه وپېژندل شول. دغه درې‌واړه لکه د موسیقۍ په څېر لرغونې ریښې لري او د سیمې د اوسېدونکو ګډ میراث دی. سره له دې چې بزکشۍ زمونږ د سیمې ګډ میراث دی، خو وطني بزکشي داسې ځانګړتیاوې لري لکه د موسیقي په څېر د خپلو سیالانو ترمنځ د پرتلې وړ ده. اتڼ هم مونږ د نړۍ له نورو فرهنګونو او ملتونو سره یوځای کوي، خو افغاني اتڼ هغه ځانګړتیاوې لري چې کولای شو په اسانۍ د ټولو اتڼونو په منځ کې یې وپېژنو. نوروز مو هم په همدې ډول دی. سربېره پر دې چې نوروز مونږ د سیمې له فرهنګونو او ملتونو سره نښلوي خو زمونږ هېوادنۍ ځانګړتیاوې هم په ښه ډول نندارې ته وړاندې کوي. په هغه ډول چې مونږ نوروز نمانځو، لکه وطندار، فارسي_ایراني ریښې خو افغاني شهرت لري. په نوروز کې چې هفت میوه تیارو، د ګل سرخ مېله چې جوړو، اتڼ چې کوو، تنبور او ډول او غیچک او دنبوره چې غږوو، جامې چې اغوندو، بزکشۍ لوبې چې په لاره اچوو، ټول یو له بل سره داسې ترکیب جوړوي چې یوازې په افغانستان کې شونې ده.

په دې ورځو کې زمونږ وطنداري تر بل هر وخت له شک او سوال سره مخ ده. ډېر اورو چې افغان یعنې څه؟ ډېر پوښتو چې ایا مونږ افغانان یو، یو ملت یو او ګډ ارزښتونه لرو؟ حق لرو دا ډول پوښتنې وکړو؛ ځکه چې دولتونو ونه شوای کړای چې له څو ښارونو وړاندې لاړ شي او مونږ لا د وسطايي، قبیله‌یي او خپلو کلیوالي کې ډوب وو چې څو څلوېښت کلنې جګړې پیل شوې او هغه ګډ ارزښتونه چې سره ګنډل شوي وو، له منځه یوړل. زمونږ د ننۍ موسیقي وضعیت ته وګورئ، څنګه له قافلې وروسته پاتې او پیکه شوې ده! په هېڅ برخه کې زمونږ وضعیت ښه ندی. د شعر، ادبیاتو، جشنونو، سیاست، اقتصاد او د دولتدارۍ وضعیت مو هم د موسیقۍ په څېر دی. په دې شرایطو کې، هغوی چې د نني وضعیت ظاهر ته ګوري او د وطندارۍ لوی انځور نه شي کولای وویني، د هېواد د له منځه وړلو، او د افغان او افغانستان د بې‌معناتوب نه خبرې کوي. رښتیا که نوروز حرام وګڼل شي، اتڼ قومي وګنل شي، فارسي پردۍ اعلان شي، بزکشي او مارکوپولو او تنبور او دمبوره هم هېر کړای شي، هغه وخت څنګه کولای شو یو بل سره وطندار شو؟ ایا په ږیرې، لنګۍ، کمیس او پرتوګ، د لرګي مسواک، جبري حجاب، ځانمرګو واسکټونو او په زېړو بشکو کولای شو وطندار شو؟ د اوسنیو حاکمانو حساب د هغوی له دغو ارزښتونو سره یوې خوا پرېږدو. دوی هغه بدمرغي دي چې خامخا به د ټولنې له لمنې لیرې کړای شي.

هغوی چې له اوسني ناورین نه د وتلو په موخه د دموکراتیک دولت له لارې ددې خاورې ساتنه غوره لاره بولي، باید د ګډو ارزښتونو د دفاع لپاره راپاڅېږي. نوروز زمونږ د افغانان ترمنځ یو له مهمو اړیکو او دودونو نه دی. هغه شمېر پښتانه سیاستوال او د مدني ټولنې فعالین چې د دموکراتیک او سوکاله افغانستان لپاره خپل ځان متعهد او ژمن ګڼي، باید په داشان فرصتونو لکه نوروز کې د ملي رشتو او اړیکو د رغونې لپاره مرسته وکړي. د نوروز نمانځل د هغوی له لوري چې افغانستان نه یوازې د پښتنو بلکه له ټولو هغو کلتورونو او دودونو چې ددې خاورې خلک یې لري د ټولو اوسېدونکو ګډ کور بولي، باید د افغانیت شعارونو ورکولو پر ځای، زمونږ ملموسو او د ګډ هویت مشهورو عناصرو په نمانځلو او ملاتړ سره له سیمه‌ییزو او قومي تعصباتو پرته، د افغان دموکراتیک هویت په جوړولو کې برخه واخلي. په افغاني هویت د غیر پښتنو د نیوکې یوه برخه، غیر پښتنو عناصرو او ملي ارزښتونو ته د افغانیت د مبلغینو د بې‌پامۍ له امله ده. له افغان ملت نه د مدرن تعریف د مرستې لپاره، اړینه ده چې لیکوالان او د دموکراسۍ غوښتونکي سیاستوال او د پښتنو مترقي مخکښان دغه ټکي ته پام وکړي. که چیرې د پښتنو له لوري له نوروز، د ګل سرخ مېلې، هفت میوې او بزکشۍ نه هرکلی ونشي، غیرپښتانه به هم د دولتي ترمینالوژیو، اتڼ، لنډۍ او هغه نور عناصر چې د پښتنو له ټولنې راغلي او ملي بڼه یې خپله کړې، پر وړاندې به یې غبرګون همداشان وي. له نوروز نه، د هېوادپالنې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلو.

ورته لیکنې

Back to top button