نوروز او پایښت لرونکي دودونه

لیکوال:یونس نگاه

د نوروز په درشل کې، خوښوو چې شعرونه دکلمه کړو، کیسې ووایو او تفریح وکړو. زموږ ځینې د هغه چا احساس لري، چې یو کال وروسته د خپل ژوند ترټولو نازولو ته نږدې کیږي. په داسې حالت کې حساب کوونکی عقل یوې خوا ته کیني او د سړي له ټولو حجرو نه عواطف ژبغړانده کېږي. تصور وکړئ یو سرتېری چې پروسږکال د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې تښتېدلی او د مشهد یا پیښور په څنډو کې یې میاشتې، مياشتې په سختو کارونو او له پولیسو نه په وېرې تېرې کړې دي، که نن دا احساس وکړي چې سبا به یې ستومانه او کړاو ګاللې، خو مسکه او هیله منه مېرمن له کابله راځي، ایا د هغه حالت به څنګه وي؟ هغه کارګر چې د ۲۰۲۱م‌ کال په اګست میاشت کې یې د کابل د هوايي ډګر په تمځای کې خپله ټکسي پرېښې او په الوتکه کې سپور شوی، څو د طالبانو له وېرې او د لوږې له کړاوونو ځان خلاص کړ او بیا یې د قطر په کمپونو کې میاشتې، میاشتې په لېرېتوب او یوازیتوب کې تېرې کړې او په پای کې د نړۍ داسې ګوټ ته لوېدلی چې نه یې پر ژپه پوهېږي، نه یې د خوړو له خوند او نه یې له هوا سره اشنا دی، که هغه خبر شي چې سبایې پلار او مور، ورور او خور یا یې مېرمن او بچیان ورسره یو ځای کیږي، نو څه حال به يې وي؟

ښايي احساساتي شي، خو په ډېر احتمال سره به، له هغې فابریکې چې نوی یې کار پکې پیدا کړی، رخصت وانه خلي، څو کېني او د خپلو خپلوانو د راتلو لپاره سندره ووایي. هغه خپل شته اقتصادي وضعیت ته په پام سره، احتمالاً غوره ګڼي چې ډېرې خوارۍ وکړي او ډیره ډوډۍ پیدا کړي، څو مناسب هر کلی وکړای شي. زموږ عمومي حالت هم همداسي دی، ان د نوروز او پسرلنيو مېلو په ورځو کې هم اړتیا لرو چې پر خپل ګډ برخلیک فکر وکړو، د خپلو دودونو او کلتوري مشترکاتو پر درک کولو فکر وکړو او حل لارې ورته ولټوو. له همدې امله د ښکلو شعرونو او ادبي ستاینو د شریکولو پر ځای، نن هم، سره له دې چې د سندرو د اورېدو او د ګلانو او شپېلۍ د خبرو ډېر شوق لرم، له نوروز سره زموږ د اړیکو او په ټولنه کې د هغه د رول په اړه لیکم.

نوروز د هغه وخت یادګار دی، چې انسان تر نن ورځې له طبعیت سره ډېر لاس او ګرېوان او په عین حال کې نېږدې و، لا په طبیعت باندې د برلاسۍ غرور انسانان نه وو ړانده کړي، د موټرو شور او د فابریکو لوګي چاپیریال نه و بې خونده کړی. کله چې خلک د طبعیت له قهره وېرېدل، له مهرباني یې احساساتي کېدل، د سړېدو او ګرمېدو حساب یې کاوه او د راضي کولو هڅه يې‌کوله. له اوره ټوپ اچول، د سمنک پخول او چمچه وهل، د کورونو څنډل، د وښو راټوکېدل، سندرې ویل، غونډیو او زرغونو ځایونو ته تلل، د هفت مېوې د دسترخوان هوارول، او چمبه وهل، د هغو لویو مراسمو، باورونو او چلندونو د ټولګې برخې دي، چې له چاپیریال سره د ژوند کولو له وخته په میراث پاتې دي. د اوبو، خاورې، هوا او نباتاتو پر وړاندې لرلید لرونکي چلند د دغې منظومې یا ټولګې هسته جوړوله. د دغه چلند نښې زموږ د ماشومامتوب د وخت په کلیو کې وې.هلته اور ځانګړی مقام درلود، له اوبو سره په ډير احتیاط چلند کېده، لکه ویل به یې چې اوبو ته نږدې یا په اوبو کې حاجت رفع کول ډیر بد کار او لویه ګناه ده. هغه صحنې چې نن یې په کابل کې د سیند پرغاړه وینو، هلته نه ترسترګو کېدې. خاوره پرې ګرانه وه او ان پاکوونکې یې ګڼله. له حشراتو او مرغانو سره د اضافي موجوداتو په څېر چلند نه کېده او تر څو به یې چې ترې خطر نه لیده، د هغو په قصدي وژلو او له منځه وړلو به یې لاس نه پورې کاوه. ان مار به که یوې جونګړې ته ننوت، نو ښځو به هڅه کوله، چې د شیدو په تویولو او نورو چلونو سره یې له دې پرته چې زیان وروسوي، له کوره وباسي. د بوټو او نباتاتو د رېښو اېستل غندل کېدل او د شنو بوټو او څانګو سوځول یو ناوړه کار بلل کېده. ډیر لږ به داسې پېښېدل چې څوک د سیمې او یا غره ونه ووهي، که به یې دا کار وکړ، نورو به يې غندنه کوله او د ناپوه او مجرم انسان په سترګه به یې ورته کتل. لویانو به په دقت سره د لمر، سپوږمۍ او ستورو حرکتونه څارل، او انسانانو به ځان د نړۍ وجودي علت او د طبیعت واکمن نه، بلکه د هغه یوه برخه باله. کار د نارینه او ښځو جوهر و او ټول به د چرګانو په اذان او د رڼا په څرک سره په کار پسې وتل. هېڅوک د خپل لاس پر تڼاکه نه شرمېدل او ډوډۍ به یې ښکل کوله. ټولنه د داسې اوږدمهاله او ډیرو ازمویل شویو دودونو خاونده وه، چې هېڅ مذهبي، قومي، توکمیز یا سیمه ییز ادرس یې ورته نه لټاوه او په خپله د ژوند په څېر له کوم تبلیغ او توجیې پرته د خلکو د ژوند په شېبه شېبه کې روان وو.

نن ورځ هغ کسان چې په سمنټي قفسونو کې تر پکې او اېرکنډېشن لاندې له خاورو  او اوبو او باد او خولو نه لېرې لکه ماشیني چرګان روزل شوي، ډالر شمېري او ایفون ګرځوي، د مډرن دولت لپاره جوړې شوې ادارې او دفترونه یې نیولې، په پرمختللو موټرونو او ټانګونو کې چې په مډرنو ماشینګڼو او راکټونو سمبال دي، ګرځي، د دین او دود په نقاب سره د نوروز جګړې ته رادانګي، د خلکو د ښو دودونو مدافعان نه دي، بلکې د نویتابه (مدرنیتې) کثافات دي.

هغوی له هر هغه څه سره چې ټولنه له خپل ماضي سره نښلوي، نن ته یې مانا ورکوي او سبا ته یې چمتو کوي، دښمني لري. هغوی هڅه کوي چې ټولنه له هغو ملي ارزښتونو، ولسي دودونو، کلتوري شتمنیو، لرغونو اثارو او عصري بنسټونو او مهارتونو نه بې برخې کړي چې د پتمن ژوند لپاره اړین دي او غواړي له خلکو نه بې ریښې، سرټېټې او اطاعت کوونکې رمې جوړې کړي. د چادرۍ دود، له تفریح لېرېتوب، د ظلم پر وړاندې چوپتیا، په پټو سترګو اطاعت، شهادت غوښتنه او له خوښۍ کرکه يې د غوښتنې دي. دود، د یوې رسۍ په څېر د ټولنې د جوړښت او د هغې د نظم ساتلو لپاره اړین دی، کله ناکله دا رسۍ مینځلو ته اړتیا لري، کله کله له انعطافه پاتې کیږي او کله ناکله شلېږي. له همدې امله، دود، د نورو ټولنیزو ښکارندو په څیر، په تحرک او نوي کولو سره تضمین کیږي او موږ دا ډول دودونه لرو. نوروز یو له خورا پايښت لرونکو او تلپاتو دودونو دی، له نوروزه ډير څه زده کېدلای شي، له هغې جملې دا چې انسانان باید د طبیعت په څیر هر کال خپل کور وڅنډي او نوي شي او ژوند له سره پېل کړي، له دې پرته چې له ځانه پردي شي او هغه رسۍ پریږدي چې پرون، نن او سبا یې سره نښلوي.

د سبا په ډیموکراتیک افغانستان کې هیله لرو چې د پوهنې او څېړنې له ملاتړ ، د صنایعو او خدماتو د پراختیا او د سیالۍ او عصري کار په وسایلو د ټولنې د سمبالولو لپاره له پانګونې سره هممهاله د تلپاتو دودونو او کلتوري شتمنیو پاکولو او د ګردونو څنډولو ته پاملرنه وشي. له اوبو سره ملګرتيا، له اور سره اشنايي، خاورې ته درناوى او د ژویو او نباتاتو احترام بايد له سره پيل شي. نارینه او ښځې باید له هغو بندونو چې د مدرنیتې کثافتو رامنځته کړي دي، خلاصون ومومي او د مادي او معنوي بیارغاونی لپاره باید عمومی حشر پیل شي، څو زموږ په ټولنه کې د فاضله اوبو پرېښودل او د معدې ډکول د خلکو اصلي ستونزه نه وي، د اوبو او څراغ نشتوالی ژوند دوزخ نه کړي، لوګي او خاورې د خلکو ژوند وانخلي او بندې کوڅې او بې خټو او بوټو واټونه چاپېريال زندان نه کړي. رښتیا چې پسرلی بې سندرې کله کېږي! له پسرلي او خوښیو د ډک سبا په هیله او  د هغه وخت په یاد به چې له طبیعت سره د خلکو چلند ډیر لرليد لرونکی و، د فرخي سیستاني د مشهور شعر څو بیتونه ولولو.:

چون پرند نیگلون بر روی پوشد مرغزار/ پرنیانِ هفت‌رنگ اندر سر آرد کوهسار

خاک را چون ناف آهو مشک زاید بی‌قیاس/ بید را چون پر طوطی برگ روید بی‌شمار

دوش وقت نیم‌شب بوی بهار آورد باد/ حبذا باد شمال و خرما بوی بهار

بادگویی مشکِ سوده دارد اندر آستین/ باغ گویی لعبتان ساده دارد در کنار

ارغوان لعل بدخشی دارد اندر مرسله/ نسترن لولوی لالا دارد اندر گوشوار

ورته لیکنې

Back to top button