نوروز که له یوې خوا د نوي کال نمانځنه، د ارغوان مېله، د مزارشریف د جنډې پورته کېدل، هفت مېوه، سمنک، د بزګر ورځ، ملي جشن او د خوشالي او مینې یو فرصت دی؛ نو له بل اړخه نوروز د افغانستان او سیمې فرهنګي میراث هم دی. یونیسکو نوروز د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د ناملموس فرهنګي میراث په نوم ثبت کړی دی. دلته هدف د نوروز په اړه معلومات ورکول نه دي. نوروز هم د یو سنت او دود په توګه او هم د یو فیسټيوال او مېلې په ډول تل ځان ته پام اړولی دی. د نوروز په مورد کې له تېرو زرو کلونو شاعرانو او پوهانو لیکل کړي دي. له شهنامې تر عمرخیامه او له فارابي تر خوشال خټکه عالمانو د نوروز یادونه کړې ده. له بلې خوا له هخامنشي تر ساساني او له عباسي خلیفه ګانو تر پخواني ولسمشر غني پورې ډېرو حکمرانانو نوروز نمانځلی دی. مګر څه ته چې تر اوسه زموږ پام نه دی رااوښتې، هغه نوروز ته د یو فرهنګي میراث او فرهنګي هویت له اړخه کتل دي.
فرهنګي میراث هغو نظریو او سنتونو ته وايي، چې د یو ځانګړي فرهنګي تاریخ په لمن کې راټوکېدلي وي او د یاد فرهنګ وګړي له یو بل او له خپلې ماضي سره نښلوي. بېلابېل څېزونه چې تاریخي ارزښت ولري، فرهنګي میراث کېدلی شي. د بېلګې په توګه، د بامیانو بودا د افغانستان یو مهم فرهنګي میراث دی، خو اړینه نه ده، چې فرهنګي میراث دې یو شی یا ماده وي. ناملموس یا غیرمادي فرهنګي میراث هم د فرهنګي تاریخ او د فرهنګي هویت یو مهم اړخ دی. په غیرمادي فرهنګي میراث کې د کلتور بېلابېلې برخې شاملې وي، لکه ملي موسیقي، تاریخي لوبې، نڅاوې، ژبه او فولکلور. د نوروز اهمیت د افغانستان لپاره همدومره دی، څومره چې د بودا د مجسمې دی. نوروز نه یوازې چې موږ له خپل ماضي سره نښلوي، د افغانستان د زرګونه کلن تاریخ یو ژوندی ثبوت هم دی. د افغانستان لرغونې ماضي نه یوازې یوه ادعا ده؛ بلکې یو فرهنګ هم دی، چې له پېړیو راهیسي له یو نسله بل ته په میراث پاتې کېږي، نوروز لکه اتڼ، ټپه، بزکشي داسې یو میراث دی. جرمنۍ فیلسوفه هانا ارنت «د ماضي او راتلونکي ترمنځ» په نامه په خپل مشهور کتاب کې د یوه فرانسوي شاعر نقل قول راوړي چې «زموږ میراث هېڅکله موږ ته په وصیت نامه کې را ونه رسېد.» له نه وصیت شوې شتمنۍ د ارنت هدف د فرهنګ نه انتقال او له ماضي سره زموږ انقطاع ده. د نوروز اهمیت په دې کې دی، چې دا له یو ډېرو کمو دودونو دی، چې د افغانستان او سیمې د فرهنګ او هویت ریښې یې له اسلامه مخکې دور ته رسېږي. موږ که څه هم چې د لرغوني افغانستان استوپې، کتیبې، تاریخي – هنري اثار لرو، ولې داسې یو ژوندی فرهنګ چې د افغانستان زرګونه کلن ماضي پرته له انقطاع تر موږ را ورسوي، یوازې نوروز دی.
له ماضي سره زموږ انقطاع په دومره حد کې وه، چې د مستشرقینو لخوا د شوې لرغونپوهنیزو څېړونو مخکې افغانان فکر کاوه، چې د دوی هېواد د اسلام له راتګه سره پیل کېږي. د امان الله خان د وخت د ښوونځي د تاریخ په کتاب کې راځي: «چونکه در زمانه های بسیار قدیم در ملک ما رواج نوشتن کتابها نبود و بنا بر آن تاریخ قدیم وطن ما درست معلوم نیست؛ مګر از تاریخهای ایران و هندوستان همین قدر معلوم میشود که در زمانههای قدیم یعنی پیشتر از ظهور دین در وطن ما غالباً نصف مغربیان علاقه هرات و فراه تا قندهار تابع دولت ایران و نصف شرقی ان تابع دولت هندوستان میبود… چیزی که از تاریخ وطن ما بهطور یقین معلوم است، بعد از دین اسلام شروع میشود.»
البته دا کتاب خو یو لوستي او له تاریخه باخبر افغان لیکلی و، د افغانستان له تاریخه د یو عام وګړي فهم په مراتبو نیمګړی و. له تاریخي فهمه هدف پر ټول تاریخ د یو عام وګړي پوهېدنه نه ده؛ بلکې تاریخي شعور دی، چې یو انسان د تاریخ د سیر او د تېر دور په اړه یوه عمومي رایه ولري. له بده مرغه لرغونی افغانستان په خپل غني شکل کې تر موږ را ونه رسېد او دا ځکه چې زموږ میراث وصیت شوی نه دی. ان تر اوسه له عامو افغانانو اورو، چې زموږ په سیمه کې بتان ځکه راوځي، چې دلته پخوا هندوان اوسېدل. واقعیت داسې دی، چې دلته پخوا هندوان نه اوسېدل؛ بلکې زموږ نیکونه هندوان، بودایان، زردشتیان او د یوناني دینونو پیروان وو. که څه هم چې د اسلام له راتګه وروسته څو کوښښونه وشول، چې زموږ فرهنګ ورک نه شي. د مثال لپاره، شهنامه یادولی شو. مګر هېره باید نه کړو، چې فرهنګ، هویت، ملت او فرهنګي میراث معاصر مفاهیم دي. شهنامه له نوروز او په ټوله کې له قبل الاسلام افغانستانه داسې فهم نه لري، لکه موږ چې یې اوس لرو. البته په دې کې باید شک ونه لرو، چې نوروز د زردشتیانو یوه مذهبي مېله وه، مګر نوروز له دې مخکې هم و او د افغانستان له اسلامي کېدو وروسته هم نن په خپل قوت کې پاتې دی، مګر موږ نن نوروز د زردشتي مذهبي اختر په حیث نه نمانځو. د افغانستان مطلق اکثره وګړي مسلمانان دي او اسلام د یو فرهنګ په حیث زر کاله زموږ کلتور پاتې شوی دی. ولې هېره باید نه کړو، چې افغانستان او زموږ فرهنګ له اسلامه ډېر لرغونی دی. نوروز باید نن موږ د یو فرهنګي میراث په توګه ونمانځو او وساتو. د یو داسې پل په حیث چې موږ له خپلې ماضي سره نښلوي.
د نوروز په اړه د ځينو خلکو نظر په دې ناسم دی، چې دوی نوروز په یو ناسم چارچوب کې مطالعه کوي. نوروز به طبعاً د یو مجوسي اختر په توګه په اسلام کې ناروا وي، ولې چې اسلام یو بېل دین دی او خپل اخترونه لري، مګر د کلتوري میراث په حیث هېڅکله داسې نه ده. زموږ ټینګار پر نوروز د همدې لپاره دی، چې نوروز د هېواد د ملي هویت یو مهم بحث دی. د نوروز په اړه زموږ رایه د خپل تاریخ او هویت په اړه زموږ فیصله کول دي او په دې اړه فیصله کول دي، چې افغانستان له کوم وخته پیلېږي. که افغانستان څو زره کاله تاریخ لري؛ نو بیا خو باید څو زره کلن فرهنګ ولري او نوروز د دې فرهنګ یوه برخه وګڼل شي. که موږ په دې ویاړ کوو، چې افغانستان یو لرغونی هېواد دی؛ نو زموږ په ویاړ کې هغه فرهنګونه هم راځي، چې د هېواد د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې رامنځته شوي دي. افغانستان د یو فرهنګ په توګه په سیمې کې زرګونه کلونه تاریخ لري او بېلابېل جریانونه د تاریخ په اوږدو کې زموږ د فرهنګ برخه ګرځېدلي دي، مګر د اسلام مبارک دین یوازې زموږ د فرهنګ تشکیلوونکی عنصر نه دی؛ بلکې له دې مخکې هم افغانستان یوه روښانه ماضي لرلې ده.
د هېواد فرهنګي میراث ته څو زیانونه اوښتې دي. یو لوی لامل له خپل میراثه زموږ ناخبري وه. د عربو په راتګ سره افغانستان له خپل تاریخه غوڅ شو او زموږ ماضي د یو سنت او فرهنګ په توګه په هغه ډول تر موږ را ونه رسېده، چې باید رارسېدلې وای. له فرهنګي میراث سره زموږ د ناسم چلن دویم لامل زموږ ناسم پوهاوی دی. د یوې دورې د تاریخ او فرهنګ په هیژمونۍ سره ځینې خلک غواړي له هغې مخکې فرهنګ او تاریخ مسخه کړي. د نوروز نمانځنه او ساتنه د خپل تاریخ پر وړاندې زموږ مسوولیت منل دي. باید له خپل فرهنګ سره یوازې د خپل فرهنګ په توګه چلن وکړو او یوه برخه د فرهنګ د بل پر وړاندې ونه دروو. د افغانستان فرهنګ د یوې لړې له مخې زرګونه کلونو ته رسېږي او بېلابېل جریانونه رانغاړي، موږ ته اړینه ده، چې د یوې فرهنګي برابرۍ له مخې د هېواد د فرهنګ ټول جریانونو ته په یوه سترګه وګورو او فرهنګي میراث د فرهنګي تاریخ په توګه ومنو. البته د تاریخي متنوع فرهنګي میراث مساله نه یوازې تر افغانستان او سیمې محدوده ده؛ بلکې دا نن هم د نړۍ ډېر هېوادونه د مختلفو دورو میراثونه خوندي کوي. د نوروز نمانځنه د افغانستان له تاریخي فرهنګه تجلیل او ساتنه ده.
نوروز د یو فرهنګي میراث په حیث له دې اړخه هم خورا ارزښتمن دی، چې دا د افغانستان د تاریخي هویت استازي دی. د نوروز نه نمانځنه او تحریم زموږ له ماضي او هویته انکار او د افغانستان د تاریخ غوڅول دي. طبعاً ځينې خلکو ته ممکن دا ښه ښکاره نه شي، چې زموږ فرهنګي میراث یو وخت د زردشتي او بودايي دینونو د تقدس سمبولونه و. مګر دا باید هېره نه شي، چې فرهنګي هویت نه یوازې یو انتخاب دی؛ بلکې له تېرو نسلونو راپاتې شوی میراث هم دی.
- Intangible cultural heritage. https://ich.unesco.org/dive/constellation/ (03-16-2022).
- Arendt, Hannah, Mellan det förflutna och framtiden åtta övningar i politiskt tänkande, TPB, Enskede, 2008. S.9.
۳. سید محمدهاشم. خلاصه تاریخ وطن، کابل، ۱۳۰۰، مخ: ۱۰.