نوروز زموږ لرغونی ملي جشن
پوهاند محمد بشیر دودیال

دا دی د پروردګار په حکمت سره نوی کال را دبره کېږي. په ونو، بوټو، هوا، فضا او د طبیعت په ټولو ښکارندو کې نوې ساه چلېږي. په دې ورځ بزګر کروندې او بڼ ته ځي چې د الله پاک د بنده ګانو، د هوا د مرغانو او د سیندونو د کبانو لپاره د رزق او خوراک تخمونه وکري، شپانه خپلې رمې نویو څړ ځایونو ته بیایي، ماشومان د نوي کال لوستونه شروع کوي… لنډه دا چې ټول ژوند کې نوې ساه چلېږي.
نوروز یعنې نوې ورځ؛ دا د وري (حمل) د میاشتې لومړۍ ورځ ده چې په همدغه ورځ لمر د وري برج ته رسېږي او شپه او ورځ سره برابرېږي. دا ورځ د پسرلي پیل دی چې په دغه ورځ ربیعي اعتدال پېښېږي چې د نجوم له مخې، د پسرلي برابروالی بلل کېږي. دا د الله پاک بنده ګانو ته د برکتونو د پیل ورځ ده. په همدې خاطر افغانستان، تاجکستان، ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د هند ځینو سیمو کې له ډېر پخوا لمانځل کېږي. په دې ورځ رسمي غونډې جوړېږي چې د قران عظیم الشان په تلاوت پیل او د قلم او فرهنګ خاوندان یې فرهنګي اړخ، تاریخ لیکوال یې تاریخی ارزښت او حکومتي چارواکی د نوي راتلونکي کال په ترڅ کې دولتي برنامې بیانوي. ځینې وایي چې (نوروز) کلمه له دی ګروهې څخه رامنځته شوې چې ویل کېدل به چې خدای نړۍ د لمریز نظام په راڅرخیدو رامنځته او ادم یې هم په دې ورځ خلق کړ، نو خلکو ورته (نوې ورځ) نوم ورکړی دی. تاریخ لیکلي چې: لرغونی بلخ د تاریخ په بهیر کې، د لویو تمدنونو زانګو وه او د یوه روایت له مخې وروسته تر “بابل” او “نینوا” څخه په نړۍ کې دا دوهم تمدن و. د اریایانو د دغه تمدن د اوج پر مهال نوروز د کال د لومړی ورځې، د بزګر د جشن په توګه او د اریايانو د حاکمیت د پیل د ورځې په توګه وبلل شو او د اریايانو د واکنۍ په ټوله سیمه یعنې له امو څخه تر سند پورې او له هند سمندر څخه د عربو تر سمندرګي پورې دغه ورځ لمانځل کېده.
د روضه المنجمین په کتاب کې چې “شمیران بن ابی الخیر” هغه په پينځمه قمري پېړۍ کې داسې لیکل شوي دي: نوروز هغه ورځ ده چې په هغې کې کیومرث خوني دیو وواژه او جمشېد خلکو ته د بخښنې، روغتیا او اوږد ژوند زیری ورکړ، نو ځکه نوروز د اریانا د لرغوني تاریخ یوه ویاړلې ورځ ده. په پهلوي کتابونو کې، په تیره بیا هغو برخو کې چې کلیزه په کې ښودل شوې، نوروز پکې ډېر لیدل کېږي. د بېلګې په توګه پکې راغلي چې: د نوروز جشن پينځه ورځنی جشن (ګاهنبار) دی چې په دې ورځ نړۍ او انسان پکې پیدا شوی دی. هغه بله اسطوره چی نوروزي جشن سره یو ځای ده، خدای ته د دُعا کولو اسطوره ده چی د کال په همدې مهال به ترسره کېده، د دغې اسطورې اتل چې د اوړي د میاشتو د غرمو د تودوخې او د مېوو او غنمو د پخېدو خوشحالي ده. د دوی په عقیده د دې اتل کار دا دی چی کله د ژمي دیو په نړۍ باندې یرغل کوي، نو تر ځمکې لاندې پټېږي او تر ځمکې لاندې اوبه تودې ساتي تر څو ونې او بوټي له منځه ولاړ نه شي، بېرته راتګ یې په پسرلي کې دی. په پسرلي کې د ونو غوټۍ د دغه اتل د بریالیتوب نښه ده. په دی توګه نوروز د بریالیتوب یو سمبول او په جګړو کې د نیکۍ عنصر دی. همدارنګه نوروز د ژمي له خوب څخه د طبیعت د راویښېدو سمبول دی.
زیاترو اخځونو د نوروز د نمانځنې بنسټ ایښودونکی “یما پاچا” یا پیشدادي جمشید بولي. یو شمېر نور بیا وایي چې نوروز لومړی ځل “کیخسرو” ولمانځه او وایي چې جسم یې په یوه غونډۍ باندې دېوانو په هوا کې یووړ او په یوه ورځ کې یې د “دماوند” له غره څخه تر “بابل” پورې ورساوو او خلک ورته حیران شول او همدغه ورځ یی ښه وګڼله، هغه یې د اختر په توګه ولمانځله. یو شمېر نور وايي چې جمشید پیریانو او شیطانانو په هوا کی پورته کړی و، کله چی لمر راوخوت د ده په پرتمین خول او تخت باندې یې زرینې وړانګې پرېوتې، ټول خوښ شول او په دې توګه له (جم) سره د (شید) کلمه هم اضافه شوه چی د ځلا او رڼا په معنا ده. په دې توګه دغه نوم په جمشید بدل شو. په دغه ورځ باندې جمشید داسې وفرمایل: جشن جوړ کړئ!
اریایانو په لرغونو وختونو کې کال په دوو برخو ویشلی و: یو تود او بل سوړ فصل. تود فصل اووه میاشتې او سوړ پينځه مياشتې و. د اوړي په پیل کې به لرغونو اریایانو رمې او څاروي له غوجلو څخه شنو ورشوګانو ته بیول او د ژمي په پیل کې به یې د ژمي له توښې او زېرمې سره غوجلو ته راوستل (اوس هم د بدخشان خلک همدا دود لري.) یو شمېر اریایان به ژمي کې تودو سیمو ته کوچېدل او په پسرلي کې به بېرته ایلبندونو ته تلل. په دې توګه همدا د کال پیل و. د پسرلي په راتګ به کوچیان او نور مالداران خوښ شول. اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو د نښې په توګه راپاتې دی.
په دې توګه ویلی شو چې بزګري کلیزه د کرلو او د درمندونو د اخیستو له مخې جوړه شوې وه. سره له دې چې له (نوروز) څخه زموږ موخه اوس د حمل لومړۍ ورځ ده، خو پخوا وختونو کې یې بعضې وخت د لمانځلو ورځې توپیر درلود. اوستایي تقویم له دی سره فرق درلود. د هغوی نوروز اوړي کی و. په اوستایي کلیزه کې کال دولس مياشتې او هره میاشت دېرش ورځې وه. همدارنګه په هغه مهال کې هرو دېرش دېرش ورځو ځانګړی نوم درلود چی لومړی یی “اورمزد روز” وه یعنې د اهورامزدا یا د نیکۍ د خدای ورځ. له دې کبله چې اورمزد روز هم د کال پیل و او هم د میاشتې، نو ځکه یی پرتم اوچت و. د ساسانیانو پر مهال د نوروز جشن د خراج او مالیاتو د راټولولو او د سکې د کونډه کولو وخت و چې د اوړي موسم سره برابر و، یعنې دا له صیفي انقلاب (د اوړي د فصل د میوو او کرنې وخت) سره برابر و. دا مهال به نعمتونه پرېمانه وو، غلې – دانې به راټولې شوې وې او مېوه به هم پیدا کېده. په داسې وخت کې به د زردشتیانو امام د سرو زرو له جام، ګوتمۍ، دینار (د سرو زرو پیسې) او درم (د سپینو زرو پيسې) او یو ګورت تازه شنیلي سره چې توره، لیندۍ، مشواڼۍ او قلم به هم ورسره وو د پاچا دربار ته راته او پاچا ته به یی ستاینې کولې. وروسته به د دولت لوړ پوړي او مشران یو یو د پاچا دربار ته راتلل او د زردشتي دین علماوو او روحانیونو ته به یې غوږ نیوو. د دین علماوو به پاچا ته ویل: «ای پاچا! تل دې ژوندی وې! خوشحاله اوسې! ځواني دې تلپاتې اوسه…»
د “جلال الدین ملکشاه سلجوقی” په وخت کې چی قمري کلیزه د سپوږمۍ له مخې جوړېده، نو ګډوډي پېښه شوه او د میاشتو او ورځو نظم ورک شو. په ۴۵۸ ل. کال د ۴۷۱ ق. کال د رمضان د جمعې په شپه چی له ۱۰۷۹ م. سره برابره وه، دغه ورځ له نوروز سره برابره شوه. د ګډوډیو د مخنیوي او د یوې ثابتې ورځې د موندلو لپاره پاچا یو شمېر منجمانو ته وویل چی شمسي کلیزه جوړه کړئ. نو په دې ډول سره د ریاضي پوهانو او منجمانو په خواریو د یو شمېر محاسباتو له مخې د کال پیل د ربیعې اعتدال په نقطه کې د توافق وړ وګرځېد او په نجومي حساب سره کال دایمي او ثابت وټاکل شو. په دی ډول نوروز د کال پیل او د پسرلي لومړۍ ورځ شوه چې د نړۍ تر ټولو طبیعي او اوچته لمانځنه او جشن همدا دی.