د نوروز مېله د افغانستان په ګډون د ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو یو پخوانی دود دی، چې اوږده مخینه لري. هغه وخت چې لمر د اسمان له لمنو راڅرګندېږي، ځلا راوړي او تورتم له منځه وړي. هغه ورځ چې طبیعت زرغونه جامه پر تن کوي، هغه پخپله همدا نوروز «د نوي کال لومړۍ ورځ» ده.
نوروز د بشر او طبیعت پخوانی جشن دی، چې روح پکې د اسرافیل د شپېلۍ په شان چلېږي، په خوب ویده را ویښېږي، سترګې پرانیزي او د پسرلي تازه والي او راټوکېدنې ته ګوري، چې اسمان په څه شور د طبیعت مړاویتوب لرې کوي او د الوتونکو مستانه ساز او د باران ورښت ته ګډېږي او د سړو کوزه ماتوي.
دا جشن، طبیعت زرغونوالي او د خوشالۍ ورځو ته رابولي او ټولو ته د ښادۍ زېری ورکوي، چې مستي وکړي، وګډېږي او د حافظ په وینا، یوه شېبه بچت وګڼي. داسې جشن او دود چې له تازوالي پرته بل څه ژوندي سرو ته نه لري، بې شمېره مخالفان هم لري. هغوی چې له خوښۍ سره ستونزه لري، له دغه طبیعي جشن سره هم په شخړه اوښتي او د نوروز پر غاړه چاړه راکاږي.
سږ کال بیا هم نوروز د نورو کلونو د نوروز په څېر له بنسټپالي مذهبي او متحجر ځواک سره هم مخامخ دی. ځينې يې مجوسي دود بولي، ځینې د نوروز پر نمانځونکو نیوکه کوي او ځینې بیا د نوروزیانو پر کړونو خاندي او له تېکې توره راباسي او ټول زرغونپالي غندي. خو دا دود په زرغونېدو سره شین شوی او له غوړېدو يې مخ نه دی اړولی، هر کال له پخوا تازه کېږي او له مخالفانو سره يې په سړه سینه خبرې کړې دي. سږ کال نوروز داسې مهال راځي، چې د هیلو ګلغوټۍ نه دي غوړېدلې. کډوالي، بېوزلي، لوږه، بشري ناورین، عاطفي او رواني بېلتون او لسګونه نور رنځونه او ناخوالې پر دغې خاورې سیوری غوړولی او د زېرو ډېرې څانګې به پرې کړي.
سږ کال به نوروز د هیلو او زېري جشن نه وي، ځکه چې ناهیلي او وېرې هر ځای منګولې ښخې کړي، له اوږد وخت راهیسې دغه دود د مذهب او د حذف سیاست په جامه کې نغښتل شوی، چې دا د نوروز د بڼ ګل وچوي.
د سږ کال نوروز مخالفان چې له دغه جشن سره پخوانۍ دښمني لري، له تقویم څخه یې لرې کړی دی. نور نو د ارغوان ګل، د مزار جنډه بالا، ساز و سرود، جشن او ګډا او د خوشالۍ نښه نښانه نه ده پاتې. پر هر څیز له یوه سره د نهي توره راکاږي، له دې څخه ناخبره چې په دغه باد و شمال به د نوروز لویه ونه چې ريښې يې کلکې غځېدلې دي، ونه ولړزوي او لوړه ونه به راټيټه نه کړي. د دې خلاف، نوروز لکه لویه ډبره د سختیو په زړه کې راټوکېږي. پسرلی راولي، د زرغونتیا جشن نیسي، پر ډاګونو وږم شیندي او د پسرلي پلونو ته اوبه ورکوي.
سږ نوروز به د هغه کال په شان وي، چې په لومړي ځل «دوی» پر دې ځمکې ګام کېښود، زرغونتیا یې له منځه یووړه، سندرې يې غلې کړې، غونچې یې مړاوې او د الوتونکو ځالو ته یې اور ورته کړ او د مېله ځایونو دروازې يې وتړلې، ځکه چې د هغه کال او سږ کال سیاست د نوروز ضد سیاست دی. هغه کال او سږ کال، پر یوې تګلارې روان دی او هغه د ارغوان ګل مړاوي کېدنه او الوتونکو د غږونو تربتول دي، چې د ژمي له غربت څخه يې ځالو ته وزرې کړې دي، له دې ناخبره چې نور نو په هغې ځاله کې ساز او اواز نه دی پاتې.
هغه څه چې وویل شول، د یوه نوروزپالي د زړه خبرې دي، چې سږ نوروز نه لري، د داسې الوتونکي په څېر چې د ستنېدا وزرونه یې مات شوي او د وزرو غوړولو وس نه لري او یوې خوا ته په مات زړه څښېږي. د نوروز د سږ او هغه کال مخالفان به هم ونه شي کړای، چې د طبیعت د اوښتون مخه ونیسي او دا د تورتم پر وړاندې تر ټولو لویه بریا ده او کبلې به د زرغونېدو په فصل کې د هر ډبرزړي په زړه کې وټوکېږي او یوه ورځ به د نوي فکر لارویان هم را ودانګي. د قهار عاصي په وینا، «یوه ورځ به شي زرغونه، غنچه د ازادۍ». هغو کسانو ته خوښي، چې دا جشن نمانځي او د طبیعت په غېږ کې زرغونېږي.