ان آر سي: د بندیزونو د اغیزو په اړه ناسم پوهاوي د افغانستان د سوداګرۍ ټولنې لپاره جدي خنډونه رامنځته کړي

۸صبح، کابل: د افغانستان په اړه د ناروې د کډوالو شورا په غوښتنه چمتو شوی نوی راپور ښیی، چې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو ناسم تصور، د دغه هېواد سوداګرۍ ټولنه له ګڼو خنډونو سره مخ کړې ده.
ددغه راپور لنډیز، چې نن چهارشنبه (وري ۱۶) د ناروې د کډوالو شورا له خوا خپور شو، ښيي چې د نړیوالو بندیزونو تر ټولو لویه اغېزه د خوراکي او نورو اړینو توکو پر سوداګرۍ وه.
ان آر سي ویلي چې دا راپور په افغانستان کې له سوداګرو او د خصوصي سکتور له نورو شریکانو سره د مرکو له لارې چمتو شوی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د لګول شویو بندیزونو د اغیزو په اړه خپل معلومات زیات کړي.
د ناروې کډوالو شورا کورني مشر، (نیل ترنر) بشري مرستو ته په اشاری سره وییل: «یوازې بشري مرستې به په افغانستان کې اړتیاوې نه پوره کوي، موږ باید دا ویجاړونکی اقتصادي ناورین په څټ وګرځو. یو باثباته اقتصاد، یو پرمختللی خصوصي سکټور او د پرمختیایي پروګرامونو بیا پیلول د بشري سازمانونو د کار بشپړولو لپاره مهم دي.»
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې دننه او بهر د پیسو د لېږد لپاره له بندیزونو څخه د بانکونو معافیتونو سره سره، پولي خدمتونو ته د وګړو لاسرسی محدود دی.
د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو لګول هم د افغانستان د خلکو او د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت لپاره یوه له مهمو ننګونو بلل شوي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته له پېچلو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو سره د مقابلې لپاره باید لوی حکومتونه، مالي بنسټونه، د ملګرو ملتونو ادارې او سیمه ییز فعالین د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ لپاره بېړنۍ ناسته وکړي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو مرکزي بانک په تېر کال کې د انفلاسیون په کچه کې ۱۲ سلنه کموالی اعلان کړی دی.