نورستانیان: طالبان د ښوونځیو لپاره ځانګړې شوې نړیوالې مرستې پر مدرسو وېشي

٨صبح،نورستان: له عصري زده کړو سره د طالبانو له ورځ تربلې حساسیت څخه د خلکو له شکایتونو سره هم مهاله، د نورستان اوسیدونکي وایي چې طالب چارواکي د ښوونځيو لپاره کیدونکې نړیوالې مرستې هلته پر خپلو مدرسو وېشي.

٨ صبح ورځپاڼې ته د باوري سرچینو له لوري په رسیدلو معلوماتو کې راغلي، چې طالبانو د نورستان ولایت په مرکز پارون او ولسوالیو کې د ښوونځیو په نوم راغلې مرستې د یادې ډلې له ملاتړه برخمنو مدرسو ته ځانګړې کړي دي.

د پارون اوسېدونکی اعجازالحق وایي، طالبان له درسي موادو نیولې د ودانیو تر جوړولو او نغدي مرستو ټولې د ښوونځیو پرځای مدرسو ته ورکوي، چې له امله یې د ښوونځیو زرګونه اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، په مرکز پارون کې ګڼ داسې ښوونځي شته، چې زده کوونکي یې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي؛ خو طالبان  دوی ته د پاملرنې پرځای، د هغوی لپاره کیدونکې نړیوالې مرستې هم په مدرسو کې خپلو هم فکرو زده کوونکو ته وېشي.

اعجازالحق ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:« پارون کې بعضې مکتبونه شته چې نیمایي تعمیر لري او نیم نه لري، بعضې داسې نور مکتبونه هم شته چې بېخي تعمیر نه لري، بعضې احاطه نه لري، خو د مکتب په نوم چې کوم کومکونه راځي، طالبان یې هغه مدرسو ته ورکوي، چې ددوی فکر ته په کې کار کېږي، خوراکي شیان او نورو وسایلو پورې د مکتبونو په نوم راځي،خو طالبان یې په زبردستۍ مدرسو ته ورکوي او څوک ترې پوښتنه هم نه شي کولای.»

ځایي خلک وایي، د طالبانو دا ډول حرکتونو او پرېکړو د ښوونځیو ګڼ زده کوونکي ښوونځي ته له تګ زړه توري کړي او زده کوونکي یې په رواني لحاظ شکنجه کړي دي.

د پارون بل اوسېدونکی عبیدالله نورستانی وایي، ځایي خلکو په ځلونو د یادې ستونزې په تړاو شکایتونه کړي،خو طالب چارواکو ګواښلي، چې د دوی پریکړو ته ګوته نه شي نیولای.

نوموړی وایي: «ما په خپلو سترګولیدلي، چې طالبانو د مکتبونو په نوم راغلي وسایل او د تعمیرونو جوړولو لپاره راغلې پیسې پارون کې د طالبانو جهادي مدرسې ته ورکړي، خلکو په دې هکله څو څو ځله والي ته شکایت وکړ، خو طالب چارواکو خلکو ته اخطار ورکړی، که د طالبانو “امارت” په فیصلو او کارونو کې کار ولري جزا به ورکړي.»

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې طالبان د ښوونځیو په دې نوم راتلونکي مرستې خپلو فکري مدرسو ته سپاري.

د نورګرام اوسېدونکی یحیی وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې څو ځلې لیدلي، چې دې ډلې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې د ښوونځیو پرځای پر مدرسو وېشلي.

وایي، طالبانو ښوونځي له پامه غورځولي او د امتیازاتو ډېره برخه هغو مدرسو ته ورکوي، چې د دې ډلې د هرې پرېکړې ملاتړ په کې کېږي.

یحیی زیاتوي:« زموږ په ولسوالۍ کې طالبانو د مکتبونو سترنجۍ، فرشونه، چوکۍ، مېزونه او د تعمیرونو د جوړولو لپاره راغلې پیسې هغو مدرسو ته ورکوي، چې د دوی حمایت په کې کېږي، شاګردان له سختو مشکلاتو سره مخ دي، په باد، باران او طوفان کې د سرپنا نشتوالي له وجې شاګردان خپل درسونه پرېږدي او کورونو ته ځي.»

هڅه مو وکړه، چې د ځایي خلکو د شویو ادعاوو په تړاو نورستان کې د طالبانو ولایتي او د پوهنې ریاست چارواکو نظر هم ولرو، خو بریالي نه شوو.

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته طالبانو د افغانستان په ډېرو سیمو کې د عصري زده کړو مرکزونه په مدرسو بدل کړي.

خلک نیوکه لري، چې طالبان په دغو مدرسو کې خلک افراطیت ته هڅوي، چې دا هم زده کوونکو او هم د هېواد راتلونکي ته خورا خطرناک دي.

د ښوونیزو چارو کارپوهان اندېښنه لري، که د طالبانو له لوري د ښوونځیو امتیازاتو ورکړې لړۍ خپلو فکري مدرسو ته چې په کې “ترورېزم” ته کار کېږي دوام ولري، د هېواد د عصري زده کړو نظام به لا نورو ګواښونو سره مخ او له پښو وغورځي.

شنوونکي او د نورستان ځایي خلک د ښوونیزو چارو پر نړیوالو مرستندویو ملاتړو غږ کوي، چې له ښوونځیو سره د مرستې او رغونې په برخه کې له سروې نیولې تر مرستو رسولو ټولې چارې په خپله ترسره او پکې د طالبانو د لاسوهنې مخه ونیسي.

ورته لیکنې

Back to top button